د لاسرسي ځای

تازه خبر

"د ولسي وګړو له ژوبلېدو وروسته انګور اډه لاره تړل شوې"


انګور اډه له تړل کېدو وروسته.
انګور اډه له تړل کېدو وروسته.

له افغانستان سره پر پوله د جنوبي وزیرستان په انګور اډه کې د امنیتي ځواکونو په ډزو کې لږ تر لږه څلور کسان ژوبل شوي دي.

عیني شاهدان وايي، پېښه د جولای پر ۱۸مه سهار له هغه وروسته رامنځ ته شوه کله چې د دوی په وینا یو امنیتي سرتېري له یوې ځايي ښځې سره ناسمه رویه وکړه چې خلکو يې په غبرګون کې احتجاج وکړ.

د جنوبي وزیرستان د پولیسو مشر شوکت علي له مشال راډیو سره په خبرو کې د پیښې تصدیق کړی دی، خو په دغه اړه يې نور سپیناوی نه دی کړی.

نوموړي زیاته کړې چې انګور اډې ته په لاره دی او هلته له رسېدو وروسته به نور معلومات شریک کړي.

ځايي چارواکي وايي چې د مظاهره چیانو له خوا د کاڼو ویشتو په نتیجه کې یو امنیتي سرتېری ژوبل شوی دی.

له پیښې وروسته د انګور اډې لاره تړلې شوې ده.

دغه لاره د خواوشا څلور میاشتو تړل کېدو وروسته د جولای پر ۱۰مه پرانېستل شوې وه.

له شمالي وزیرستانه د پاکستان قامي اسمبلۍ منتخب استازي محسن داوړ د جولای پر ۱۸مه پر ټویټر په یو بیان کې د پیښې غندنه کړې او ویلي يې دي چې په ډزو کې د یو شمېر مظاهره چیانو د ټپي کېدو راپورونه ور رسېدلي دي.

د فېسبوک تبصرې

XS
SM
MD
LG