د لاسرسي ځای

تازه خبر

انګور اډه لاره له تاوتریخوالي وروسته بیا پرانېستل شوه


ځايي ولس په انګور اډه کې راغونډ شوي.
ځايي ولس په انګور اډه کې راغونډ شوي.

له افغانستان سره په پوله د جنوبي وزیرستان انګور اډه لاره د جولای پر ۱۸مه له تاوتریخوالي وروسته یو ځل بیا پرانېستل شوه.

دا لاره د جولای پر ۱۸مه سهار هغه وخت وتړل شوه کله چې د امنیتي ځواکونو او ولسي وګړو ترمنځ تاوتریخوالی رامنځ ته شوه.

عیني شاهدان وايي، یو امنیتي سرتېري له یوې ځايي ښځې سره ناسمه رویه وکړه چې خلکو يې په غبرګون کې احتجاج وکړ. وروسته د امنیتي ځواکونو په ډزو کې لږ تر لږه څلور کسان ژوبل شول.

د جنوبي وزیرستان د پولیسو مشر شوکت علي له مشال راډیو سره په خبرو کې د پیښې تصدیق کړی دی، خو په دغه اړه يې نور سپیناوی نه دی کړی.

نوموړي زیاته کړې چې انګور اډې ته په لاره دی او هلته له رسېدو وروسته به نور معلومات شریک کړي.

ځايي چارواکي وايي چې د مظاهره چیانو له خوا د کاڼو ویشتو په نتیجه کې یو امنیتي سرتېری ژوبل شوی دی.

دغه لاره د خواوشا څلور میاشتو تړل کېدو وروسته د جولای پر ۱۰مه د تجارت لپاره پرانېستل شوې وه خو د ولسي تګ راتګ لپاره د جولای پر ۱۸مه پرانېستل شوه.

د فېسبوک تبصرې

XS
SM
MD
LG