د لاسرسي ځای

تازه خبر

د پښتون ژغورنې غورځنګ مخکښ عسکر پرېښودل شو


ندیم عسکر
ندیم عسکر

په بنو کې د مظاهرو پر مهال د رياست خلاف د خلکو هڅونې په تور نيول شوی، د پښتون ژغورنې غورځنګ يو بل مشر نديم عسکر نن له زندانه خوشي شو.

د دې غورځنګ يوې مشرې، ثنا اعجاز نن مشال راډيو ته وويل هيله منه ده چې پوليس به پاته بنديان هم ورخوشې کړي.

د ۲۱ نیول شویو کسانو له ډلې یې یو یو په ضمانت خوشې کېږي. چې په دوی کې د چا چا ضمانتونه شوي په هغوی کې د بنو حاجي عبدالصمد خان، اسحاق وزیر، توصیف، اصف، منور، بخت نیاز او شمس وزیر، د دوی ټولو په تېرو ورځو کې ضمانت وشو. خو یوازې د ندیم عسکر ضمانت پاتې وو چې هغه نن وشو.

خو د هېواد په بېلابېلو برخو کې لاهم د پي ټي اېم لسګونه غړي په جېلونو کې دي.

په پاکستان کې امنيتي ځواکونه پر دوی تور پورې کوي چې د رياستي ادارو خلاف نعرې وهي او خلک ګډوډيو ته هڅوي خو غورځنګ وايي چې دوی د عدم تشدد پر بنياد د پښتنو د اییني حقونو لپاره مبارزه کوي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG