د لاسرسي ځای

تازه خبر

امن مو یوازینۍ غوښتنه ده: د جانیخېلو پرلت وال


د جانيخېلو اوسېدونکي د احتجاج پر مهال. انځور - ارشیف
د جانيخېلو اوسېدونکي د احتجاج پر مهال. انځور - ارشیف

د بنو په جانيخېلو کې ناست پرلتوال وايي، هغوی له حکومته یوازي امن غواړي خو بیا یې هم غږ نه اورېدل کېږي.

د جون ۱۱مه د پرلت ۱۲مه ورځ ده او خلکو د وژل شوي مشر ملک نصیب خان جسد لا هم خاورو ته نه دی سپارلی. یاد ملک د مې پر ۳۰مه د نامعلومو وسله والو په ډزو وژل شوی وو چې یوه ورځ وروسته خلکو احتجاج پیل کړ او لاهم روان دی.

په جانیخېلو کې په احتجاجي پرلت کې ناست یو ځایي اوسېدونکی محمد ولي وایي، په سخته ګرمۍ کې او د بجلۍ په لوډشېډېنګ کې په پرلت کې ناست دي خو حکومت یې پوښتنه نه کوي.

محمد ولي وایي، هغوی په جانیخېلو کې د ناامنۍ پرله پسې پېښو اندېښمن کړي او دومره مجبوره شوي چې د ملک نصیب خان له مړي سره احتجاج کوي:

"زموږ په سیمه کې ښځې، سړي او ماشومان ټول پرېشانه دي. دا څوک دي چې دوی وژني؟ چې کور ته ولاړ شو نو ښځې پوښتنه کوي چې څه چل وشو او څه فیصله وشوه؟ له موږ سره حکومت او انتظامیې لیکلی تړون کړی وو چې امن به راولي."

هغه وویل، په سیمه کې یې ژوند نشته، امن نشته، خوشالي نشته او ټول تکلیف تکلیف دی.

د جانیخېلو یو بل اوسېدونکی لطیف وزیر چې په احتجاج کې یې برخه اخېستې، مشال راډیو ته یې وویل، په دې دومره موده کې ورته هېڅ یو حکومتي غړی نه دی ورغلی.

نوموړي وړاندې وویل چې هغوی له حکومته او یا هم له امنیتي ادارو کومه بله غوښتنه نه لري، یوازې د امن غوښتونکي دي خو بیا یې هم غږ نه اورېدل کېږي. هغه وايي:

"حکومتي مشران خو نه دي راغلي خو جرګه یې ځي راځي. زموږ خبرې روانې دي خو څه پرمختګ پکې نه دی شوی. زموږ غوښتنې هم هغه دي چې د مارچ میاشتې په تړون کې له موږ سره منلې شوې وې چې حکومت به وسله والې ډلې له جانیخېلو وباسي، هدفي بریدونه به ودروي خو د دغه تړون وروسته هم درې څلور د هدفي وژنو پېښې وشوې."

د جانيخېلو اوسېدونکې د احتجاج پر مهال
د جانيخېلو اوسېدونکې د احتجاج پر مهال

که څه هم یو حکومتي پلاوی له پرلتوالو سره لیدو ته ورغلی، او د دوی ترمنځ خبرې روانې دي، خو لاهم په خبرو کې پرمختګ نه دی شوی.

د جانیخېلو د احتجاجي پرلت مشر ډاکټر ګل عالم د جون پر ۱۰مه مشال راډیو ته وویل، د حکومتي جرګې مشرانو ته یې ویلي چې دوی دې پر دې خبره له خپلو مشرانو سره مشوره وکړي چې امن پرځای کولای شي که نه؟ ځکه چې تر دې وړاندې هم حکومت له دوی سره یوه داسې معاهده کړې وه:

"موږ دا وار تر هغې نه ځو چې تر څو حکومتي او انتظامي چارواکو د امن پر ځای کولو لپاره عملي کار نه وي کړی، ټولو قامي مشرانو د حکومتي جرګې غړو ته وویل چې تاسو د خپلو مشرانو نه پوښتنه وکړئ چې ایا د جانیخېلو ولس ته امن ورکولای شي که نه؟ موږ یواځې کاغذي خبرې نه غواړو، عملي کار غواړو."


ډاکټر ګل عالم چې د دغه احتجاج په مشرانو کې دی وایي، نن هم ورسره حکومتي جرګې لیدلې خو که چېرې غوښتنې يې نه منل کېږي نو بیا به د اسلام اباد په لور ورځي.

د جانیخېلو دغه احتجاج ته د جون پر نهمه د عوامي نیشنل ګوند صوبایي مشر اېمل ولي خان هم سره د ګوند له نورو پلویانو ورغلی و. له دغې وړاندې د پښتون ژغورني غورځنګ مشر منظور پښتین او د دغه غورځنګ ځینې نور مشران هم دغه احتجاج ته ورغلي وو.

 په سیمه کې یې ژوند نشته، امن نشته، خوشالي نشته او ټول تکلیف تکلیف دی.
محمد ولي

خو دا چې ولې تراوسه حکومتي مشران د جانیخېلو پرلت ته نه دي ورغلي، دا پوښتنه مو د پاکستان په قامي اسمبلۍ کې د جمیعت علمای اسلام (ف) ګوند د غړي زاهد اکرم دراني څخه وکړه نو هغه مشال راډیو ته وویل:

"ما د جون پر نهمه د قامي اسمبلۍ غونډې ته وویل چې دغه خلک په بنو کې په ۵۰ ډګري حرارت کې په احتجاج دي، د خپل مړي نه یې پلاسټکونه تاو کړي چې بوی ونه کړي، دوی مجبوره دي ځکه چې حکومت دغلته د امن پرځای کولو کې ناکامه شوی دی، تر اوسه یو حکومتي چارواکی نه دی ورغلی."

له زاهد دراني مو وپوښتل چې ایا هغه پخپله ورغلی نو نوموړي وویل چې پخپله خو نه دی ورغلی خو د ګوند ځایي مشران او پلویان یې په دغه احتجاج کې ناست دي.

د جانیخېلو احتجاج کوونکي وایي، نه خو د صوبایي حکومت کوم وزیر ورسره رابطه کړې او نه تر اوسه د بنو د واکمن پاکستان تحریک انصاف ګوند کوم غړی دغلته تللی دی.

موږ د جون پر ۱۰مه، له بنو څخه د پاکستان تحریک انصاف د صوبایي اسمبلۍ غړي پښتون یار خان څخه وپوښتل چې هغه یا کوم بل وزیر او یا د صوبې وزیر اعلی ولې تر اوسه پر احتجاج ناستو دغو خلکو ته نه دی ورغلی؟

نوموړي وویل، حکومتي جرګه د سیمې له خلکو سره خبرې کوي نو ځکه دی یا حکومتي وزیران دغلته نه دي ورغلي:

" تر دې وړاندې چې کله د جانیخېلو ولس احتجاج کړی و نو وزیر اعلی له دوی سره د تړون کولو په ټول عمل کې شامل و، ما خپله هم د سیمې له مشرانو سره لیدلي ول خو په دې وخت کې د وزیر اعلی ورتللو ته څه ضرورت نشته ځکه چې د سیمې انتظامیې او ځایي مشرانو ترمنځ د حکومت په وینا خبرې روانې دي. موږ دا منو چې امن د دوی بنیادي حق دی او د دوی د ټولو غوښتنو مرسته هم کوو."

د جانیخېلو پرلتوالو اسلام اباد ته د تلو دړکه کړې
تم شئ

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:02:42 0:00

د جانیخېلو اوسېدونکو تر دې پېښې وړاندې د مارچ په میاشت کې هم د څلورو ځوانانو تر وژنې وروسته پرلت وهلی وو. هغه وخت هم د وژل شویو ځوانانو مړي احتجاجي کېمپ کې ايښودل شوي ول خو وروسته حکومت ورسره تړون وکړ او ژمنه یې وکړه، چې د هغو هلکانو په وژنه ککړ کسان به ګرفتاروي، پلټنې به یې کېږي، سیمه به له وسله والو پاکېږي او امن به راوستل کېږي.

د جون پر ۱۰مه ځایي مشرانو مشال راډیو ته وویل، د مارچ میاشت په احتجاج کې ملک نصیب خان هم له دوی سره ګډون کړی و او اوس د هغه له مړي سره خلک په احتجاج دي او امن غواړي.

XS
SM
MD
LG