د لاسرسي ځای

تازه خبر

د جانیخېلو پرلتوالو اسلام اباد ته د لاریون پلان وځنډاوه


په ميرامشاه او جانيخېلو کې پرلتونه له تېرو څو ورځو راهيسې روان دي.عکس-ارشېف
په ميرامشاه او جانيخېلو کې پرلتونه له تېرو څو ورځو راهيسې روان دي.عکس-ارشېف

د بنو د جانیخېلو پرلتوالو تر حکومتي ډاډ وروسته د اسلام اباد په لوري د احتجاجي لاریون پلان ځنډولی دی.

د پرلت منتظم او ځايي مشر ډاکتر ګل عالم وزیر مشال راډیو ته وویل چې د خیبر پښتونخوا د ټرانسپورټي چارو وزیر شاه محمد وزیر د جون پر ۱۷مه پرلت ته ورغلی وو او د امنیت په برخه کې یې ورڅخه د عملي اقدام لپاره دوې ورځې وخت وغوښت.

د نوموړي په خبره، صوبايي وزیر ورته وویل چې د جون پر ۱۸مه حکومت د راتلونکي مالي کال بودیجه وړاندې کوي او تر هغې وروسته به په جانیخېلو کې د امنیت لپاره عملي ګامونه اخلي.

ډاکتر ګل عالم وزیر زیاته کړه چې په جانیخېلو کې یې پرلت نن پر ۱۷مه ورځ هم روان دی خو د اسلام اباد پر لوري د لاریون پلان یې تر اتواره (یا یکشنبې) ځنډولی دی.

د جانیخېلو اوسېدونکو د مې پر ۳۱مه د یوه ځايي مشر ملک نصیب خان تر وژنې یوه ورځ وروسته احتجاجي پرلت پیل کړ او د نوموړي د مړي له ښخولو انکار کوي.

دوی وايي، حکومت دې په مارچ کې د څلور ځوانانو تر وژنې وروسته ورسره د سیمې د امنیت په اړه کړې موافقه عملي کړي، د ځوانانو او د ملک نصیب خان په وژنه کې دې ککړ کسان ونیسي او د ځايي مشر کورنۍ ته دې تاوان ورکړي.

د بنو انتظامیه وايي، موافقې ته ژمنه ده او هرو مرو به یې عملي کوي.

XS
SM
MD
LG