د لاسرسي ځای

تازه خبر

بایډن: واشنګټن به ناټو سازمان هر ډګر کې پیاوړی کړي


بایډن د جون پر ۲۹مه د ناټو له مشر ستولنبرګ سره د ستړي مه شي پر مهال وویل پر اوکراین د روسیې یرغل ګواښونه زېږولي.
بایډن د جون پر ۲۹مه د ناټو له مشر ستولنبرګ سره د ستړي مه شي پر مهال وویل پر اوکراین د روسیې یرغل ګواښونه زېږولي.

امریکايي ولسمشر جو بایډن ویلي، واشنګټن په اروپا کې خپل پوځي حالت بدل کړی دی ځکه چې پر اوکراین د روسیې یرغل "ګواښونه" زېږولي دي.

بایډن د جون پر ۲۹مه د ناټو په سرمشریزه کې د عمومي منشي ینس ستولتنبرګ له لوري د هرکلي پر مهال وویل، امریکا به په هسپانیا کې د بیړیو ویشتونکو شمېر له څلور څخه شپږو ته لوړ کړي.

نوموړي وویل، واشنګټن به د اېف-۳۵ جنګي الوتکو دوه ډلې برتانیا ته واستوي او په پولینډ کې به پینځم پوځي دفتر هم پرانیزي.

ولسمشر بایډن وویل، ناټو اېتلاف اوسمهال تر بل هر وخته زیات ضروري دی او زیاته یې کړه چې هغه سازمان به د "ځمکې، هوا او سمندر" په ګډون په هر ډګر کې پیاوړی کړي.

په لېسېچانسک ښار کې تر برید وروسته له ودانۍ لوګي خېژي - د جون ۱۷مې انځور.
په لېسېچانسک ښار کې تر برید وروسته له ودانۍ لوګي خېژي - د جون ۱۷مې انځور.

د امریکا ولسمشر دا څرګندونې تر هغې لږ ساعت وروسته وکړې چې د ناټو مشر ینس ستولتنبرګ وویل، هغه پوځي اېتلاف پر اوکراین د روسیې تر یرغل وروسته له دویمې نړیوالې جګړې راهیسې له ستر چیلېنج سره مخامخ دی.

ستولتنبرګ وویل، مسکو د ناټو غړو هېوادونو امنیت ته "مستقیم ګواښ" پېښوي.

نوموړي د جون پر ۲۹مه د هسپانیې په مدرید کې د ناټو سرمشریزې د دویمې ورځې غونډې ته د رسېدو پر مهال وویل، د هغه سازمان د غړو هېوادونو مشرانو پر داسې مهال له یو بل سره لیدلي چې هغه اېتلاف له "تر ټولو جدي امنیتي بحران" سره مخامخ دی او روانه سرمشریزه به "تاریخي او بدلون راوستونکې" وي.

تمه کېږي چې د مدرید غونډه کې به داسې نوې ستراتیژیکه نقشه منظوره شي چې د ناټو راتلونکې لپاره به مهمه وي.

په ناټو د سویډن او فېنلینډ ورګډېدو موضوع

ستولتنبرګ دا هم وویل چې هیله من دی چې په ناټو د سویډن او فېنلینډ ورګډېدو درخواستونه به تر هغې ژرترژره وروسته منظور شي چې ترکیې یې د غړیتوب په اړه په مدرید کې له خپلو اعتراضونو لاس واخیست. د ناټو غړیتوب د ۳۰ غړو هېوادونو متفقه ملاتړ ته اړتیا لري.

هغه خبریالانو ته زیاته کړه چې په سرمشریزه کې د دواړو سکینډېنیویايي هېوادونو د غړیتوب "لپاره د وربللو په اړه پرېکړه" وکړي او دا "کار به په بېساري ډول چټک" وي.

سویډن او فېنلینډ د مې تر نیمايي وروسته د ناټو اتحاد غړیتوب لپاره درخواستونه او اسناد دایر کړي ول.

مسکو هغه مهال په ناټو د دواړو هېوادونو د ورګډېدو مخالفت کوي او ټینګار یې کړی چې د سټاکولم (سټاکهوم) او هېلسېنکي بې طرفه حالت غوره دی.

تر دې مخکې، روسي ولسمشر ولادیمیر پوتین د ناټو سازمان پراختیا پر اوکراین د خپل هېواد د یرغل دلیل او لامل په توګه یاده کړې ده.

د فبرورۍ پر ۲۴مه پر اوکراین د روسي ولسمشر ولادیمیر پوتین بې له پارونې یرغل په ناټو کې د شاملېدو په اړه د فېنلینډ او سویډن د ولسونو ذهنیتونه په ډراماټیکه توګه بدل کړل.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG