د لاسرسي ځای

تازه خبر

امریکايي‌ ولسمشر په ناټو د ګډېدو لپاره د سویډن او فېنلینډ د خواست ملاتړ څرګند کړی


ولسمشر جو بایډن د مې پر ۱۹مه وویل، ویاړي چې د سویډنۍ وزیراعظمې مګدالېنا اینډرسن او د فېنلینډ ولسمشر ساولي نیېنسته هرکلی کوي.
ولسمشر جو بایډن د مې پر ۱۹مه وویل، ویاړي چې د سویډنۍ وزیراعظمې مګدالېنا اینډرسن او د فېنلینډ ولسمشر ساولي نیېنسته هرکلی کوي.

امریکايي ولسمشر جو بایډن په ناټو سازمان د ورګډېدو لپاره د سویډن او فېنلینډ د غوښتنلیکونو د قوي ملاتړ څرګندونه کړې ده.

دا په داسې حال کې ده چې د هغو هېوادونو مشرانو د مې پر ۱۹مه په سپینه ماڼۍ کې له ولسمشر جو بایډن سره ولیدل.

امریکايي ولسمشر هغه هېوادونه د ((لویو جمهوریتونو)) او ((له وړتیاوو ډکو ملګرو)) په نامه یاد کړل.

بایډن وویل ویاړي چې سویډنۍ وزیراعظمې مګدالېنا اینډرسن او د فېنلینډ ولسمشر ساولي نیېنسته هرکلی کوي.

سویډن او فېنلینډ د مې پر ۱۸مه د خپلو درخواستونو تر دایرولو مخکې ویلي ول چې په اوکراین کې جګړې دې ته اړ کړل چې خپله اوږدمهالې بې طرفي پای ته ورسوي او د ناټو سازمان غړیتوب ترلاسه کولو لپاره اقدام وکړي.

روسي ولسمشر د هغه سازمان پراختیا پر اوکراین د خپل هېواد د یرغل دلیل او لامل په توګه یاده کړې ده.

تمه ده چې د دواړو هېوادونو غوښتنلیکونه په چټکۍ له بهیره تېر شي خو لومړی باید د ترکیې د مخالفت خنډ لیرې شي.

نیېنسته ویلي دي چې فېلینډ د ترکیې پر اندېښنو خبرو ته تیار دی. نوموړي زیاته کړه چې هېواد یې چمتو دی چې د انقرې د امنیت ژمنه وکړي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG