د لاسرسي ځای

تازه خبر

فېنلینډ او سویډن په ناټو ورګډېدو ته نېږدې شوي دي


 په برسلز کې د ناټو مرکز مخې ته د غړيو هېوادونو بیرغونه رپيږي (تصوير له ارشيفه)
په برسلز کې د ناټو مرکز مخې ته د غړيو هېوادونو بیرغونه رپيږي (تصوير له ارشيفه)

فېنلینډ او سویډن د لسیزو بې پريوالي پای ته په رسولو په ناټو کې ورګډېدو ته نېږدې شوي دي.

دا په داسې حال کې ده چې په هغو هېوادونو کې پر اوکراین د روسیې یرغل اندېښنې زېږولې دي. د فېنلینډ ولسمشر ساولي نینېسته او وزیراعظمې سنا مرین د مې پر ۱۵مه په هېلسېنکي کې په ولسمشریزه ماڼۍ کې د خبري غونډې پرمهال اعلان وکړ چې هېواد یې اراده لري چې ناټو ته د غړیتوب غوښتنلیک ورکړي.

هم د مې پر ۱۵مه د سویډن واکمن سوشل ډېموکراټ ګوند وویل چې هغوی هم په ناټو د ورګډېدو په حق کې دي. ټاکل شوې چې هغه ګوند د مې پر ۱۶مه له پارلېمانه په دې برخه کې ملاتړ وغواړي او ښايي تر دې وروسته د وزیراعظمې مګدالینا اینډرسن کابینه اعلان وکړي.

د فبرورۍ پر ۲۴مه پر اوکراین د روسي ولسمشر ولادیمیر پوتین بې له پارونې یرغل په ناټو کې د شاملېدو په اړه د فېنلینډ او سویډن د ولسونو ذهنیتونه په ډراماټیکه توګه بدل کړل.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG