د لاسرسي ځای

تازه خبر

د ناټو مشر یاد سازمان کې د فينلېنډ او سویډن د غړیتوب لپاره لارې هواروي


د ناټو مشر ینس سټولټنبرګ: انځور له ارشیفه
د ناټو مشر ینس سټولټنبرګ: انځور له ارشیفه

د ناټو مشر ینس سټولټنبرګ وایي، د فينلېنډ له وزیراعظم سره یې لیدلي او د ترکیې له ولسمشر سره یې خبرې کړې دي.

نوموړی غواړي، په ناټو سازمان کې د فينلېنډ او سویډن د شاملیدو په اړه د انقرې په مخالفت قابو ومومي. سټولټنبرګ د جون په درېیمه په خپله ټویټر پاڼه ولیکل چې د فينلېنډ د وزیراعظمې ثنا مرین سره یې لیدلي او د وړاندې تګ لپاره یې ورسره د ترکیې د انديښنو په لرې کولو خبرې کړې دي.

پر اوکراین د روسیې له یرغل نه وروسته فينلېنډ او سویډن د ناټو د غړیتوب لپاره درخواستونه ورکړي دي. خو د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردغان یې په ناټو کې د شاملېدو مخالفت کړی دی. نوموړي د بندیز لاندې راغلې کردستان ورکرز پارټۍ او په شام کې د کردانو دفاعي یونټونو ته په اشاره وویل چې سویډن او فينلېنډ له ترهه ګرو سازمانونو سره مرسته کوي.

په یو بل ټویټ کې سټولټنبرګ وویل چې د ولسمشر اردغان سره یې رغنده خبرې شوې دي. هغه ترکیه د قدر وړ ملګری وباله او د خوراکي موادو د نړیوال بحران په مینځ کې، له اوکراینه د خوراکي توکیو د خوندي راوړلو لپاره، یوې لوظنامې ته د رسیدلو لپاره یې د انقرې د هڅو ستاینه وکړه. نوموړي زیاته کړه چې د ولسمشر اردغان سره به خبرو ته دوام ورکوي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG