د لاسرسي ځای

تازه خبر

بارانونو د پکتيا بالاحصار ته ګواښ پېښ کړی


د پکتيا په ګردېز کې تاريخي بالاحصار کلا - د سېپټېمبر ۱۸مې انځور.
د پکتيا په ګردېز کې تاريخي بالاحصار کلا - د سېپټېمبر ۱۸مې انځور.

د افغانستان د پکتيا ولایت په مرکز ګردېز کې د تاريخي کلا بالا حصار څوکې د وروستیو سختو بارانونو له کبله د نړېدو له ګواښ سره مخامخ شوې ده.

د سیمې روڼ اندي وايي، که په لویو ډبرو د بالاحصار اېښوول شوې پاسنۍ څوکه نسکوره شي، نو د لرغونتوب نیمايي ارزښت به یې له مینځه ولاړ شي. دوی اندېښنه څرګندوي چې د بارانونو د اړولي زیان له امله له بالاحصار سره نېږدې د خلکو کورونه هم له خطر سره مخامخ دي.

لرغون پېژندونکي ګلاب ګل توتاخېل مشال راډیو ته وویل په اصل کې لرغونتوب د بالاحصار پاسنۍ څوکه لري، خو په لاندینۍ برخه کې يې ودانۍ د امیر عبدالرحمان خان په وخت کې د پوځي مقاصدو لپاره جوړې شوې وې.

نوموړي غوښتنه وکړه چې اړوندې ادارې دې د بالاحصار د نړیدو د مخنیوي لپاره ګامونه واخلي. "ګردېز بالاحصار په پکتیا ولایت کې یواځینۍ لرغونې او تاریخي ابده ده چې د سختو تخریباتو سره مخامخ ده. په وروستیو بارانونو کې د دې بالاحصار اساسي نقطې ته زیان رسېدلی دی، امکان لري چې د اوسنیو بارانونو له کبله د بالاحصار اساسي کلا ونړېږي او که په وخت يې د رالویدو مخه و نه نیول شي، بالاحصار به خپل ۵۰ سلنه تاریخي ارزښت له لاسه ورکړي. "

د ژورنالېزم پوهنځي دوه زده کوونکي هدایت ساپی او امان الله وايي، په افغانستان کې د کورنیو جګړو پر مهال هم ګردېز بالاحصار ډېر زیان لیدلی وو، خو د اورښتونو وروستۍ څپې يې هغه پاسنۍ برخه هم د نړېدو له ګواښ سره مخامخ کړې ده.

همدارنګه د بالاحصار احتمالي نړېدو ته هغه خلک او کورنۍ هم ډېرې اندېښمنې دي، چې له هغې لرغونې ابدې سره جوخت او یا په نېږدې څنډو کې يې کورونه اباد کړي دي.

هلته نېږدې د زاړه بازار يو اوسېدونکي اکرام الدين مشال راډيو ته وويل، "بالاحصار له مخکې هم خراب وو. اوس چې دا مسلسل اورښتونه وشول، له دې سره نور هم خراب شوی او درزونه يې کړي دي. زموږ کورونه ورسره نېږدې دي، د هغې لاندې دي، کورونه مو په خطر کې دي، دولت دې کوښښ وکړي چې بالاحصار جوړ کړي او که وخت پرې تېرېږي، دې خلکو ته دې یوه مناسبه سرپناه برابره کړي. "

په پکتیا کې طالب چارواکي هم مني چې د ګردېز بالاحصار د اساسي نقطې له احتمالي نړېدلو سره له یوې خوا د هېواد یوه مهمه لرغونې ابده له مینځه ځي او بل لوري ته د بالاحصار لاندې کورونو او خلکو ته مالي او ځاني زیانونه اوړي.

په پکتیا کې د طالبانو د حکومت د اطلاعاتو او فرهنګ رییس مولوي عبدالخالق خالقیار احمدزي وویل چې په کابل کې یې له خپلو چارواکو غوښتنه کړې چې په دې لړ کې ورسره مرسته وکړي. "له لوړپوړو چارواکو مو د ملاتړ غوښتنه ده. د دې تر څنګ له خیریه سازمانونو چې د تاریخي ابداتو په برخه کې ځانګړی رول لري، لکه [د ملګرو ملتونو د کلتوري او ساینسي چارو ادارې] یونېسکو او نور. له هغوی هم دا غوښتنه لرو چې د دغه لرغوني بالاحصار د رغولو لپاره چې کوم اړین امکانات په لاس کې لري، هغه دلته په کار واچوي."

په پکتیا کې د ځايي ادارې چارواکي وايي چې د تاریخي روایاتو پر بنسټ، د ګردېز بالاحصار په لومړي ځل تر میلاد ۳۲۸ کاله مخکې پر اسیايي هېوادونو د مقدوني سکندر یرغلونو پر وخت جوړ شوی وو. دوی زیاتوي چې سکندر بالاحصار د خپل لښکر د خوندیتوب لپاره جوړ کړی وو.

XS
SM
MD
LG