د لاسرسي ځای

تازه خبر

"د پکتا وینا" د پښتني شناخت د کشتۍ لنګر


د بشير احمد خان مټه کتاب " د پکتا وينا" 
د بشير احمد خان مټه کتاب " د پکتا وينا" 

د بشیر احمد خان مټه پر کتاب "د پکتا وینا" باندې د پخواني سېنېټر او د عوامې نېشنل پارټۍ یو مرکزي مشر  افراسياب خټک شننه

هسې خو دهر يوه هېواد د تاريخ په جوړولو کې دهغه ځای دجغرافيه عامل مهم نقش لوبولی دی خو د پښتونخوا په تاريخ کې د جغرافیه د عامل نقش په بل ځای کې ساری نه لري.

پښتونخوا دمرکزي اسیا د جنوب شرق هغه برخه ده چې له جنوبي اسیا سره لګېدلې ده او له تېرو پېنځو زرو کلونو راهیسې له شماله و جنوب پلو ته (خصوصا د هند لوري ته) راتلونکیو يرغلونو، تاړاکونو او د مختلفو قومونو او قبایلو د خوزښت لپاره یې ددروازې حېثيت لرلی دی. ځکه خو د دنګو غرونو او څپاندو سيندونو وطن پښتونخوا په پرله پسې توګه جنګونه او تاړاکونه لیدلي دي. د ويدونو له مهاله د آريایانو له لويو څپو ورسته، يونانيانو، منګولو، ترکانو، پارسيانو او د َنورو قومونو لښکرو نه يوازې دپښتونخوا پر وګړو خپل مټ کتلی دی، بلکې د دوی پر نژادي جوړښت او فرهنګي وده یې هم خپل خپل اغېز پرېښودی دی.

پښتونخوا د ترک، پارسي، هندي او چينايي تمدنونو په مينځ کې پرته سيمه ده نو ځکه یې په څه نا څه بڼه له دغه ذکر کړل شويو تمدنونو سره اړيکه پیدا کړې ده.دوېمه مهمه خبره دا ده چې هسې خو د دنيا تقريبا هره يوه ټولنه په يو او يا بل ډول قبایلي پاتې شوې ده خو د مخصوصو جعرافيايي او تاريخي عواملو له امله په پښتونخوا کې قبایلي ټولنيز جوړښت په بې ساري توګه اوږود پاتې شوی دی.تردې چې دغه جوړښت په پښتونخوا کې په داسې وخت کې هم موجود دی چې په نوره سيمه کې پای ته رسېدلی دی.د دې تاريخي واقيعت خپل مهم اثرات اونتایج موجود دي.

که يوې غاړې ته دغه قبایلي جوړښت د يرغلګرو پروړاندې پښتنو قبایلو ته مزاحمت (يا مقاومت) استعداد وربخښلی دی نو بلې غاړې ته پښتني کلتور او فرهنګ تر اوږدې مودې پورې او په لويه کچه يو زباني (شفايۍ) فرهنګ پاتې شوی دی چې ديو کول له سينې نه د بل کول سينې ته په زباني توګه اوښتی دی. نو په دې وجه د پښتو ژبې ولسي ادب (فولکلور) د مهمې پانګې حېثيت لري.ځکه چې د دې په متلونو، ټپو، چاربېتو، رواج نامو او نورو اصنافو کې د پښتنو دتېر تاريخي ژوند ټوله تجربه او عقل خوندي دی. پښتو ژبه د جديد تحقيق له مخې د هند آريايي ژبو په کورنۍ پورې اړه لرونکې ژبه ثابته شوې ده چې د خپل قدامت له مخې د اويستا او سانسکرت تر مينځه د يو پل حیثيت لري.

په پښتو کې کتابونه په تعداد کم ليکل شوي دي او چې کوم ليکل شوي هم دي د هغو زياته برخه د جنګونو او تاړاکونو په اور کې سوځېدلې او اېرې شوي دي. او د ډېرو لږو کتابونو او تاريخي آثارو نخښې نخښانې پکې سلامتې پاتې شوې دي. زموږ دشلمې پېړۍ ستر شاعر او فلسفي غني خان، که څه هم پر دې موضوع تفصيلي ليکنه ده کړې خو له هغهسره تقريبا دشلوکالو په ناستې پاستې کې مې د هغه له خولې د يوې مهمې تيورۍ ذکر ضرور اورېدلی دی چې هغه په تاريخي او تمدني حافظه کې دشلوون، د شوکولو یا څیرولو (Rupture) تيوري ده.

د غني خان له وینا سره سم د پرله پسې یرغلونو او بیا بیا راتلونکیو جنګونو د ورانيو په وجه زموږ په تاريخي حافظه کې درزونه راغلي دي او موږ د خپل ماضي له تاريخ سره د پرېکون ښکار شوي یو. له هم دې کبله موږ له خپل پرون سره په اګاهانه او منظم ربط ساتلوکې پاتې راغلي يو. په دې لړ کې به غني خان په زياتره ډول دګندهارا بودايي تهذیب ذکر کولو، چې د حضرت عيسيٰ تر زوکړې وروسته خواوشا تقريبا څلور پېړۍ پورې په پښتونخوا او ورڅېرمه سيمو کې یې وده کړې وه.

د ګندهارا دغه شانداره بودايي تمدن په څلورمه او پينځمه ميلادي پېړۍ کې د سپينو هنایانو ( White Hens) د خپلو ويجاړونکيو يرغلونو په نتيجه کې ريز مرېز شولو.په عدم تشدد عقيده لرونکي دپښتونخوا خلک خواره واره شولو او يا ووژل شولو خو د دغو حوادثو په نتيجه کې هغوی له خپل پرون (ماضي) سره دومره زيات پرې او بې ربطه شول چې نه یوازې د ګندهارا تمدن تخليقات جاري ساتل ورته له امکانه بهر کار شو بلکې دوی دومره زيات شاړ شولو چې د خپلو نيکونو په هنر د پوهېدو جوګه هم پاتې نه شولو ـ شايد د مختلفو ښکېلاګرو ښکارېدو په وجوهاتو کې يوه وجه دا هم وي.

خو سره د دغو تاريخي نيمګړتياو او محدوديتونو پښتون نابغه ګان، دعقل فکر او وجدان خاوندان او تخليقي استعداد لرونکي د خپلو تاريخي مفکورو د ژوندي ساتلو او د خپلځان د پېژندلو له هلوځلو لاس پر سر نه شول ـ هغوی د پښتونخوا فطري چاپېريال، غرونو،سيندونو،سردرو،تړو، تيږو، څلیو، ساندو، سندرو، شجرو، عنعنو او رواجونو له مخي د خپلې ملي بڼې ( شکل )او روحيې د پېژندلو لټون جاري ساتلی دی. په دې کار کې د بقا او پایښت انساني استعداد او کرامت د دوی مرستندوی پاته شوی دی. ځکه چې دغه شان مثالونه د نړۍ په ځېنو نورو ټولنو کې هم ليدل کېدلای شي. که څه هم دغه کار د يو منظم، مستند او په علمي ډول ليکل شوي تاريخ متبادل نه شي جوړېدلی خو دا هم يو معلوم حقيقت دی چې پښتنو د هم دغې ملي بڼې او روحيې په بنياد خپل قومي شناخت ټاکلی دی. د خپل ژوند کړنلاره او نړۍليد(Worldview) پښتونولي یې پېژندلې ده او له نورو قومونو او ولسونو سره یې د"موږ" او "هغوی" فرق په ګوته کړی دی. موږ ګورو چې کله ستر خوشال خان خټک له کندهاره تر اټکه د درست پښتون شناخت کوي نو له ژبې سره یې دغه ملي روحيه په نظر کې ده چې له مغل سره د پښتانه توپير جوتوي. د دغې ملي روحيې له ژورو تلونو باچا خان په شلمه پيړۍ کې د جنګياليو پښتنو په روح کې د عدم تشدد هغه رنګ راشته کوي چې د څو پېړيو تر ګردونو لاندې ورک شوی و. د نورو تيږو، تړو، څلیو، ساندو او سندرو په څنګ کې په زرګونو ټپې هغه سرچينه ده چه زموږ د ورکو او پټو خزانو درک پکې لګې.د پښتون ملت دروح دتار څېړونکی غني خان چې د خپلو لعلونو خزانې پسې ګرځي نو هغه په خپلو درو کې دخپلو تورو نښانې ګوري اوپه واضحه توګه وایي چې زموږ ټولې تللې زمانې زموږ د وطن په سينه کې خوندي دي او د خپل شناخت لپاره د هغې مشاهده لازمي بولي.

د غه وړاندې اوږود تمهيد مو ددې لپاره وتړلو چې زما په وړاندې د ستر پښتون ليکوال، روشنفکر، سترګه ور او سياستمدار ښاغلي بشير احمد خان مټه کتاب "د پکتا وينا" پروت دی. او راته دا اعزاز حاصل شوی دی چې ټولې نړۍ ته عموما او پښتون ملت ته په خصوصيت سره د دې کتاب دراتګ زېری ورکړم. خو دا خبره بايد په وړومبي سر کې واضحه کړم چې دا د پښتنو د رسمي تاريخ په باب ليکل شوی روايتي کتاب نه دی، چې پکې نېټې، زمانې، نومونه او تاريخي مرحلې درج وي.

"دپکتا وینا " ديو خيالي داستان (Allegory) په شکل کې ليکل شوی دی خو زما په اند دا د پښتنو د ملي روحيې، د پېړيو په لويه لار کې د هغوی دمزلونو، غورځو پرځو، لوړو ژورو او د هغوی د نفسياتي او روحاني بڼې (شکل) په اړه تر اوسه ليکل شوی تر ټولو مهم کتاب دی.

دا زموږ د ورکو کتابونو عطردی يا د هغه کتابونو روح دی چې د نامساعده حالاتو په وجه و نه ليکل شو. دا د خپلو دنګو غرونو، ياغي سيندونو، سرکښو سيليو، پېچليو پېچومیو او مستو ورشوګانو کې د پښتني ژوند د کاروان د مزل انځور دی. هو دا تر کتاب زيات یو انځور دی نو پرې د پوهېدلو لپاره یې تش لوستل کافي نه دي بلکې ورته به ځيرېدل غواړي او په خپل روح کې به جذبول غواړي. دا د آريایانو د ويدونو له وخته تر دې عصره د پښتنو پر ژوند يو طایرانه نظر دی لکه چې په لاس کې بل د ليتکي رڼا ده، د تياره انګڼ ګوټونه روښانوي او تر نظر لاندې یې راولي، او د يوه ګړندي فلم په شان یې د سترګو مخ کې تېروي خو کومه پېژندګلوي چې ورکوي هغه قطعا سرسري نه ده بلکې دروحونو تل ته سرايت کوي. دا د بشير خان مټه په لاس کې بل شونټی دی چې د پښتونخوا دتاريخ قدامت تيارې پرې داسې ليدل کېږي لکه سړی پرې په شپه کې د غرونو په درو کې مزل کوي. دا په پښتونخوا د يوه میېن خيال له پردو راوتلی يو داسې داستان دی چې ژبه یې اېغه نېغه ده خو له معنو او مفهومه ډکه ده.

بشير خان د کتاب سريزه کې ليکي،”او راغلل زما په لاس هغه ټکي چې جوګه وو د ښکلیو د کتاب، او راخوت دا کتاب زما د روح په پردو کې لکه د يوه سرکښه سيند، ډک په بدمسته اوبو له خړ سېلابه او يو قوت زبردست نه تمبېدونکی، هر څه اړونکی، ماته وکړو غږ غړانګ، پاروونکي، هر څه اړونکي، چې راټول کړم د خپل روح له پردو دا کتاب".

د دې داستان مرکزي کردار يو لاروی دی چې د پښتونخوا له يوه لوري بل لوري ته مزل کوي، هغه ټول چاپېريال دزړه په سترګو ګوري، ژوره مشاهده یې کوي او په ډېر موثر اندازکې د هغې بيان هم کوي. ورسره هغه دا هم په ډاګه کوي چې د هغه د سفر هدف، خپل خواره واره ټبر ته د پکتا نيکه پیغام رسول دي. هغه کله د زړه لړزونکې کريژې په شان خېژي او کله د تندر په شان رفتار لري. هغه په سېلاني ستوري پسې درومي، په دې مزل کې هغه د فطرت په عناصرو يعنې په اور، اوبو, باد او خاوره تبصرې کوي. هغه په وخت او د هغې په نوعيت بحث کوي. انسان او د هغه وجود، روح، مادي چاپېريال ټول د هغه د فکر موضوعات دي. د آدم دانايي د هغه د څېړنو وسيله ده. خو په دغو ټولو مباحثو کې د پکتا ټبر او د هغوی په لاس د يوې خپلې دنيا جوړولو ارمان پر هر ګام برېښي.

د پکتا وینا په ظاهره ساده او زوروره خو ورسره له مفهومه ډکه ده. دغه داستان يو عمومي انساني چوکاټ لري چې په فطرت کې د انساني وجود د بقا جدوجهد ترسيموي خو بيا په دغه عمومي انساني چوکاټ کې د پکتا د ټبر د غورځو پرځو حکايت بيانوي چې د سپين ډاګ کلی یې يو علامت دی. د ''پکتا وینا'' د پښتونخوا د ورکو يادونو ليکل شویو کتابونو هغه مواد دي چې د پښتونخوا په فطري چاپېريال او د پښتون په روحيه کې وجود لري. د "پکتيا وینا" دغه مواد رابرسېره کوي او د پکتا ټبر (پښتون) خپلو جرړو او رېښو ته بيايي. د کتاب د ژبې زور او دمفهوم ژورتيا هدف د تاريخ په څپانده سمندر کې د پښتني شناخت لپاره لنګر جوړول دي. که څه هم د دې کتاب په حاشيو کې لکه د رسمي تاريخ په شان د آريايي ويدونو، د يوناني هيروډټس د تاريخي آثارو، او يا د نورو کتابونو حوالې موجودې نه دي خو د پکتا وینا په مفاهېمو کې د دغه کلاسيکو افکارو د روح وړانګې موجودې دي. دا خبره به لوستونکیو ته عجيبه ولګېږي خو ما ته د "پکتا وینا" د کتاب په بيا بيا لوستلو تجربه د پښتنو د ملي اتڼ په شان ولګېده. ما ته دا په ليک کې د ملي اتڼ خوند ځکه ولګېدو لکه چې په ټوټه کولو يعني تحليل او تجزيې سره په اتڼ پوهېدل يا له هغه خوند اخیستل ګران دی خو که سړی په اتڼ ورګډ شي او پکې تر آخره وڅرخي راوڅرخي نو د مجموعي تجربې خوند یې ژور او نه هېرېدونکی وي. په ځينو برخو کې یې له ظاهري سادګۍ سره د مفهوم ژورتيا د پښتو ټپې په شان هم لګي. ټپه چې په تولنيزه توګه د پښتنې ټولنې د ماشوموالي معصوميت اوتجسس پکې ځلېږي. زه په پوره ډاډ سره ویلی شم چې د پکتيا وینا په شان کتاب يوازې بشير احمد خان مټه ليکلی شي. ځکه چه هغه د زاړه او نوي، مغربي او مشرقي تاريخ او تمدن په باب ژوره مطالعه لري. يوناني اسطورې، هندي او ايراني تهذيبونه لکه د لاس ورغوي ورته معلوم دي. په نوي تاريخ هم ژور نظر لري. ورسره یې ټول عمر له پښتانه قام سره په مينه او د هغوی په خدمت کې تېر کړی دي. ټول عمر یې د پښتنو د تاريخ مطالعه کړې ده. په خپل لر او بر وطن کې یې وخت تېر کړی او ژوره مشاهده یې هم کړې ده.

ګرانو لوستونکو ته ښه معلومه ده، موږ پښتانه چې کله په يوه سيمه کې ديو بنيادم دژورې بلدتيا خبره کوو نو وايو، هغه دلته دومره بلد دی چې د دې ځای کاڼي او بوټي هم ورسره خبرې کوي. نو تقريبا هم دغه کېفيت د بشير احمد خان مټه دی. تر دې وړاندې یې دوه کتابونه چاپ شوي دي. يو کتاب یې په انګرېزۍ ژبه د هند پښتون بادشاه شېرشاه سوري د ژوند او لاس ته راوړنو په باب ليکلی دی چې بې له کومه شکه د پښتنو په تاريخ باندې ليکل شويو کتابونو کې یې دکلاسيک درجه حاصله کړې ده. حقيقت دا دی، که بشير خان بل هېڅ نه وای کړی نو د تاريخ دغه کتاب یې هم د تل ژوندي ساتلو لپاره بس و خو هغه په خپل وطن او ولس میېن يو مبارز انسان دی چې خپل ټول ژوند یې دخدمت او مبارزې لپاره سپارلی دی.

لږه موده وړاندې یې د شاعرۍ کتاب "سېلاني ستوري" هم چاپ شوی دی او زه يو ځل بيا په پوره ډاډ سره ویلی شم چې پښتو ژبې يو نوی خوږ ژبی او پخته کار شاعر بيا وموند او عجيبه خبره خو دا ده چې د دغه کتاب تر راڅرګندېدو پورې زما په خيال هېچا ته معلومه نه وه چې بشير خان شعر ليکي او هغه هم د ژبې د معيار، د تخيل لوړوالي او د هنري اصنافو په پېمانه دومره باکېفيته شعر دی. خو بشير خان يو دروېش صفته بنيادم دی چې د تشهير او نمایش له دنيا ډېر لیرې اوسېږي. بل خوا ته د پوهې، تعليم او فرهنګي ودې له مخې پښتانه هم لا د دې جوګه شوي نه دي چې خپل واقعي روشنفکران او سترګه ور وپېژني. زه په دې خبره پوره يقين لرم چې زموږ راتلونکي نسلونه به زموږ له نورو غښتليو سترګه ورو سره يو ځای بشير خان وپېژني.

"د پکتا وینا " دبشير خان د اوږدو کلونو دتفکر، رياضت، مطالعې، مشاهدې او غور و فکر نتيجه ده. هغه په دې خبره د بل هر چا په نسبت زيات ښه پوه دی چې له کله د پښتون ملت کاسه يعنې د هغهوطن مات شوی دی نو د هغه شناخت يا هويت هم له چېلنجونو سره مخامخ شوی دی. دا هغه کار دی چې په مات شوي لوښي کې له شته یا موجودو توکیو سره کېږي. خو هغه د پښتنو ملي روحيې او شناخت د مزاحمت په قوت هم پوره باور لري. که څه هم د تېرو قابو څلوېښتو کلونو اړی ګړی، جنګ او تباهۍ پښتون په مادي او روحاني توګه زيانمن کړی دی خو تاريخي تجربې دا ښودلې ده چې د سترو استبدادونو له ويجاړونکيو يرغلونو ورستو پښتون بيا را-اوچت شوی دی. موږ له بشير خان مټه سره يو ځای باور لرو، لکه څنګه چې پښتانه د سکندر، چنګېز، تيمور، بابر، اورنګ او فیرنګ د تاړاکونو د تباهۍ باوجود د ملت په توګه ژوندي پاتې شوي دي. دغه شان به له اوسنۍ خونړۍ لويې لوبې هم ځان راوباسي.

"دپکتا وینا " په داسې وخت کې د پښتنو لوستونکيو لاسونو ته رسېږي چې د تاريخ د سمندر په يو خطرناک توپان کې د پښتون ملي شناخت له سترو خطرونو او فشارونو سره مخامخ دی. هيله ده چې د دې کتاب هنداره به د پکتا ټبر ته د خپلځان په پېژندلو کې مرسته ورکړي. خو تش دا راسره غم دی چې له بده مرغه پښتانه په پښتو کې کتابونه نه لولي او "ګران" ورته ښکاري. خو زه به له دوی نه په پوره عاجزۍ خواست وکړم چې له ځان سره خواري وکړي او د "پکتا وینا" بيا بيا ولولي چې د مفهوم تل ته یې ورسي.

ما په اول سر کې د پښتنو په تمدني حافظه کې د شلوون ( Ruptures) په باره کې دغني خان د تيورۍ ذکر کړی و. که څه هم دا د اوسني وخت او د راتلونکیو زمانو د تاريخليکونکیو او فرهنګيالیو ذمه واري ده چې د خپلو علمي څېړنو، لټونونو او تحقيق په وسيله د پښتني تاريخ ورکې کړۍ پېدا کړي، چې د ملت په تاريخي حافظه کې موجود درزونه ډک شي او هغه يو تسلسل بيا ومومي خو بايد موږ ټول د بشيرخان مټه له خوا د يوه خيالي خودوجداني له تخليق ډک داستان په وسيله د دغې وروکې حافظې د راشته کولو هڅې وستایو. موږ او تاسو د هغو کوښښونو شاهدان يو، چې جاپاني ساینسپوهان یې د باميانو ړنګ کړل شوې بودايي مجسمې د راشته کولو لپاره کوي، او د مختلفو ساینسي ټيکنيکونو په وسيله د خلکو په نظر او ذهن کې د بودا مجسمې وجود راشته کوي.

بشيرخان هم دغه شان د پښتني طبيعت او روحيې په وسيله د شناخت يا هويت انځورولو یو موثر کوښښ کړی دي. څوک چې له بشير خان مټه سره پوره شناخت لري، هغوی به د نوموړي له دباندې خاموش او له دننه توپاني شخصيت ځانګړنو په باب له ما سره اتفاق وکړي. اوله دا چې هغه ستر شاعر خوشال خان خټک ته ډېر ژور عقيدت لري او د هغه د شاعرۍ له مفهومه ډکو څپو باندې یې تل زړه او ذهن خړوب کړی دی نو پر هغه د خوشال بابا د فکر تاثير څرګند محسوسېږي. دوېمه دا چې بشير احمدخان مټه د باچا خان بابا او د خدايي خدمتګارۍ د مکتب ډېر کلک او غښتلی پېروکار دی. د ''پکتا وینا'' غوندې شاهکار په ځلېدلو کې د باچا خان د تحريک رڼا په يقيني توګه شامله ده چې د نوي استعمار او استبداد په تيارو کې یې بشير خان او د نورو سترګه ورو سترګو ته رڼا بخښلې ده نو ځکه خپله دغه ليکنه د پښتو په دې ټپه خلاصوم چې وايي،

؎ که اباسين راغلی نه وی

په ګنګه خړو کې به چا موندل ټېکونه

XS
SM
MD
LG