د لاسرسي ځای

تازه خبر

امریکا خپلو وګړو ته له اوکراینه د وتلو توصیه کړې


د روسیې دفاع وزارت د فبرورۍ پر نهمه په بېلاروس کې د هغه هېواد له ځواکونو سره د ګډو مشقونو ویډیو خپره کړې چې ورڅخه دا انځور اخیستل شوی.
د روسیې دفاع وزارت د فبرورۍ پر نهمه په بېلاروس کې د هغه هېواد له ځواکونو سره د ګډو مشقونو ویډیو خپره کړې چې ورڅخه دا انځور اخیستل شوی.

د امريکا د بهرنيو چارو وزارت د يوې نوې مشورتي لارښوونې (توصيې) له لارې په اوکراين کې پر مېشتو امريکايانو ټينګار کړی چې څومره "ژر امکان ولري،" بايد هغه هېواد پرېږدي.

دا لارښوونه هغو مخکينيو خبرداريو ته تقويت ورکوي چې پر امريکايانو يې پر داسې اقدام د غور کولو ټينګار کړی وو.

د فبرورۍ پر ۱۰مه په خپرې شوې توصيې کې ويل شوي چې امريکايان دې د روسيو ځواکونو له خوا د پوځي اقدام "زياتېدونکي ګواښ" او کوويډ-۱۹ وبا په خاطر اوکراين ته سفر نه کوي.

په توصيه کې دا هم ذکر شوي چې په اوکراين کې مېشت امريکايان بايد د تجارتي يا شخصي ذرایعو په کارولو له هغه هېواده ووځي.

خو بل پلو امريکايانو ته دا توصيه هم شوې چې که په اوکراين کې پاتې کېږي نو د جرايمو، ولسي ناکرارۍ او د روسيې له خوا د پوځي اقدام او جنګي عملياتو د امکان په خاطر دې زيات پام کوي.

دا په داسې حال کې ده چې لویدیز هېوادونه اندېښنه لري چې د اوکراین له پولې سره نېږدې د روسیو پوځیانو ځای پر ځای کېدل ښايي پر هغه هېواد د حملې مقدمه وي، خو مسکو په بیا بیا ټینګار کړی چې پر اوکراین د یرغل نیت نه لري.

خو په عین وخت کې، د روسيې له خوا د اوکراين له پولې سره نېږدې د لږ تر لږه ۱۰۰،۰۰۰ پوځيانو تر ځای پر ځای کولو وروسته په سيمه کې ترينګلتيا زياته شوې چې د کمولو لپاره یې د غربي هېوادونو د مشرانو او مسکو ترمينځ پراخې او لویې سفارتي هلې ځلې روانې دي.

د فبرورۍ پر اوومه د فرانسې ولسمشر اېمانویل ميکرون د روسیې سفر پرمهال له ولسمشر ولادیمیر پوتین سره د اوکراین پر سر د لویدیځ او روسیې ترمینځ د ترینګلتیا د ختمولو پر لارو چارو وغږېد.

اېمانول میکرون د منځګړتوب د ډېپلوماسۍ په ترڅ کې دوه ورځنی سفر د فبرورۍ پر اتمه په جرمني کې پای ته ورساوه
اېمانول میکرون د منځګړتوب د ډېپلوماسۍ په ترڅ کې دوه ورځنی سفر د فبرورۍ پر اتمه په جرمني کې پای ته ورساوه

میکرون په کرېملېن کې له خپل روسي سیال سره تر لیدو وروسته وویل چې ولادیمیر پوتین ورته ویلي، پر دې سربېره چې ۱۰۰،۰۰۰ سرتېري یې له اوکراین سره پر پوله پراته دي، ځواکونه به یې د تاوتریخوالي د زیاتېدو سرچینه و نه اوسي.

تر میکرون وروسته د برتانیې د بهرنیو چارو وزیرې لېز ټرس په مسکو کې له خپل روسي سیال سېرګې لاوروف سره ولیدل. د فبرورۍ۱۰مې ملاقات مقصد له اوکراین سره نېږدې د روسيو عسکرو تر ځای پر ځای کېدو وروسته د پیدا شوې ترینګلتیا کمول ول.

په سیمه کې د کړکېچ د هواري لپاره د ډېپلوماټیکو هڅو د چټکېدو ترڅنګ امریکایي چارواکو ویلي چې د دې ډېر احتمال شته چې روسیه په راتلونکو ورځو يا اوونيو کې پر اوکراین يرغل وکړي.

د لوېديځو هېوادونو مشرانو هم د دې امکان اندېښنه څرګنده کړې چې روسيه ښايي پر خپل ګاونډي او حريف هېواد اوکراين يو نوی بريد وکړي.

روسيې په ۲۰۱۴ز کال کې پر اوکراين بريد وکړ او کريميا سيمه يې ورڅخه ونيوله او د اوکراين په ختيځ کې یې د بېلتونپالو مرسته هم وکړه.

په همدې حال کې، مسکو او مېنسک د فبرورۍ پر نهمه د ۱۰ ورځو لپاره ګډ پوځي مشقونه پیل کړي دي. دا هغه څه دي چې له وجې یې پر اوکراین د روسیې له خوا په ممکنه برید کې د بېلاروس د استعمالېدو ویره هم پیدا شوې ده.

بلخوا د فبرورۍ پر ۱۰مه اوکراین هم د روسیې پوځي تمرینونو په ځواب کې له وړاندې څخه اعلان شوي پوځي مشقونه پېل کړل.

XS
SM
MD
LG