د لاسرسي ځای

تازه خبر

د برتانیې حکومتي چارواکي د اوکراین پر سر د ترینګلتیا کمولو هڅې کوي


یو اوکراینی پوځي د تمرین پر مهال - د ارشیف انځور.
یو اوکراینی پوځي د تمرین پر مهال - د ارشیف انځور.

د برتانیې د بهرنیو چارو وزیرې لېز ټرس په مسکو کې د روسیې د بهرنیو چارو له وزیر سېرګې لاوروف سره لیدلي دي.

د فبرورۍ۱۰مې ملاقات مقصد له اوکراین سره نېږدې د روسيو عسکرو تر ځای پر ځای کېدو وروسته د پیدا شوې ترینګلتیا کمول دي. غربي هېوادونه اندېښنه لري چې دا ګواکې د روسیې له خوا پر اوکراین ممکنه حملې ته لار برابروي. خو مسکو وايي، پر اوکراین د حملې نیت نه لري.

په عین حال کې د برتانیې وزیراعظم بورېس جانسن تر وارسا وروسته د برسلز په سفر دی. نوموړي د فبرورۍ پر ۱۰مه د ناټو له مشر ینز ستولتنبرګ سره ولیدل.

بلخوا د جرمني وزیراعظم اولف شولڅ به په برلین کې د بالټېک سیمې هېوادونو له مشرانو سره وویني، ځکه چې اروپایي مشران هڅه کوي چې د ترینګلتیا د کمولو لارې چارې ولټوي.

بلخوا مسکو او مېنسک د ۱۰ ورځو لپاره ګډ پوځي مشقونه پیل کړي دي او اټکل کېږي چې شاوخوا ۳۰،۰۰۰ روسي سرتېري بېلاروس ته ولاړ شي. دا هغه څه دي چې له وجې یې پر اوکراین د روسیې له خوا په ممکنه برید کې د بېلاروس د استعمالېدو ویره پیدا شوې ده.

بلخوا د فبرورۍ پر ۱۰مه اوکراین هم د روسیې پوځي تمرینونو په ځواب کې له وړاندې څخه اعلان شوي پوځي مشقونه پېل کړل.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG