د لاسرسي ځای

تازه خبر

د امریکې ملي امنيت سلاکار: روس په څو ورځو یا اونیو کې پر اوکراين یرغل کولی شي


د امریکې د ملي امنيت سلاکار، جېک سوليوان
د امریکې د ملي امنيت سلاکار، جېک سوليوان

د امریکې د ملي امنیت سلاکار جېک سولیوان ویلي چې روس په راتلونکو ورځو یا اونیو کې پر اوکراین یرغل کولای شي.

خو نوموړي دا هم ویلي چې روس کولای شي اوکراین ته نيږدې د ځای پر ځای کړو خپلو پوځیانو پرسر تاوتریخوالی د ډپلوماسۍ له لارې هوار کړي. نوموړي دا څرګندونې د فرورۍ پر شپږمه د امریکا فوکس ټلویژن ته په مرکه کې کړې دي.

جېک سولیوان این بي سي ټيليویژن ته په بله مرکه کې ویلي چې د روس له خوا پر اوکراین په ممکنه یرغل کې ښايي د اوکراین دونباس نومي سیمه په ځان پورې تړل، انټرنیټي بریدونه او یا هم پراخ یرغل شامل وي.

روس د لویدیځ د هیوادونو دا تور رد کړی دی چې ګواکې روس پر اوکراین د یرغل تیاري کوي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG