د لاسرسي ځای

تازه خبر

میکرون: د اوکراین پر سر د ترینګلتیا ختمولو لپاره مذاکرات اړین دي


اېمانول میکرون د منځګړتوب د ډېپلوماسۍ په ترڅ کې دوه ورځنی سفر د فبرورۍ پر اتمه په جرمني کې پای ته ورساوه - انځور له ارشیفه
اېمانول میکرون د منځګړتوب د ډېپلوماسۍ په ترڅ کې دوه ورځنی سفر د فبرورۍ پر اتمه په جرمني کې پای ته ورساوه - انځور له ارشیفه

د فرانسې ولسمشر اېمانول میکرون وايي، د اوکراین پر سر له روسیې سره د ترینګلتیا د کمولو یوه لاره ویني خو د دې لپاره له روسیې سره پرله پسې قاطع خبرې اړینې دي، ځکه چې همدا د روسیې "د یرغل د وېرې د ختمولو یوازینۍ" لاره ده.

میکرون د منځګړتوب د ډیپلوماسۍ په ترڅ کې خپل دوه ورځنی سفر د فبرورۍ پر اتمه په جرمني کې پای ته ورساوه. هلته د جرمني او پولینډ مشرانو هم ژمنه وکړه چې یو او متحد دریځ لرلو ته به دوام ورکوي.

د فرانسې ولسمشر تر دې وړاندې د فبرورۍ پر اوومه په مسکو کې له خپل روسي سیال سره تر لیدو وروسته وویل چې ولادیمیر پوتین ورته ویلي، پردې سربېره چې یو لک سرتېري یې له اوکراین سره پر پوله پراته دي، ځواکونه به یې د تاوتریخوالي د زیاتېدو سرچینه و نه اوسي.

میکرون تر هغې وروسته په کییف کې د اوکراین له ولسمشر ولادیمیر زېلېنسکي سره وکتل او په یو بیان کې یې وویل، د روسیې او اوکراین ترمینځ د مذاکراتو پرمخ بیولو امکانات ویني.

نوموړي زیاته کړه چې د مسکو او د لویدیځ ترمینځ د ترینګلتیا د کمولو لپاره هم ثابتې او واقعي حللارې ویني.

دا په داسې حال کې ده چې روسیې د تېر کال له پای راهیسې له اوکراین سره پر پوله سرتېري ځای پر ځای کړي او هلته یې پوځي او جنګي سامانونه وروړي دي. لویدیځ اندېښنه لري چې روسیه پر اوکراین د حملې تیاری کوي، خو مسکو وايي پر هغه هېواد د یرغل نیت نه لري البته په ناټو اتحاد د اوکراین د نه ورګډولو په ګډون یې له غربي هېوادونو څخه پراخ امنیتي ضمانتونه غوښتي دي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG