د لاسرسي ځای

تازه خبر

افغانستان کې د داعش یو لوړپوړی مشر وژل شوی


پر اسد الله اورکزي په یو شمېر حملو کې د ککړتیا تور وو
پر اسد الله اورکزي په یو شمېر حملو کې د ککړتیا تور وو

د افغانستان د ملي امنیت ریاست وايي، د هېواد ځانګړو ځواکونو د اسلامي دولت (داعش) ډلې د استخباراتو یو لوړپوړی مشر وژلی دی.

د افغانستان استخباراتي ادارې د اګست پر لومړۍ شپې ناوخته وویل، اسد الله اورکزی له جلال اباد سره نېږدې په عملیاتو کې وژل شوی.

د ملي امنیت ریاست دا نه دي ویلي چې دا عملیات کله شوي.

پر اورکزي پر افغان پوځي او ملکي اهدافو په ګڼو خونړیو بریدونو کې د ککړتیا تور وو.

ملګرو ملتونو په وروستیو کې په یوه رپورټ کې خبرداری ورکړ چې داعش ډله لا هم د لویو حملو وړتیا لري او هیله لري چې د امریکا او طالبانو د سولې د موافقې مخالفه وسله وال خپلو لیکو ته جذب کړي.

د فبرورۍ پر ۲۹مه امریکا په قطر کې له طالبانو سره هوکړه وکړه چې ورسره سم، د وسله والو طالبانو د امنیتي ژمنو په بدل کې به ټول بهرني ځواکونه له افغانستانه ووځي.

د اورکزي د وژنې خبر پر داسې وخت راغلی چې په افغانستان کې د داعش بریدونه کم شوي دي.

په هغه هېواد کې د اسلامي دولت ډلې حضور د پخوا پرتله کم دی.

په ۲۰۱۹ز کال کې د داعش سلګونه وسله والو ځانونه حکومت ته تسلیم کړل.

په عین وخت کې په افغانستان کې د طالبانو او حکومت ترمنځ په اختر کې درې ورځنی اوربند د اګست پر لومړۍ هم برقرار وو.

دې اوربند د بین الافغاني خبرو پیل لپاره هیلې ټوکولې دي چې له میاشتو راهیسې د ځنډ ښکار دي.

د امریکا او طالبانو ترمنځ له موافقې سره سم ټاکل شوې وه چې په مارچ کې بین الافغاني خبرې پیل شي خو د افغان حکومت او طالبانو ترمنځ د بندیانو د ازادولو په ګډون پر نورو موضوعاتو د اختلاف له وجې ځنډېدلې دي.

په همدې حال کې د افغانستان د ملي امنیت شورا د اګست پر دویمه پر ټوېټر په بیان کې ویلي، د اوربند له پیله یې ۳۱۷ طالب بندیان خوشې کړي دي چې ورسره د ازادو طالبانو شمېر ۴،۹۱۷ ته رسېدلی.

دا د هغو ۵۰۰ بندیانو له ډلې دي چې افغان ولسمشر اشرف غني یې د طالبانو د اوربند په بدل کې د ښه نیت له پلوه د خوشې کولو ژمنه کړې وه.

له امریکا سره په موافقه کې طالبانو ژمنه کړې چې القاعده او نورې ترهګرې ډلې به د امریکا او د هغې پر ملګرو د بریدونو لپاره د افغانستان خاورې کارولو ته نه پرېږدي.

ملګرو ملتونو په وروستیو کې وویل چې د هوکړې له لاسلیک راهیسې په افغانستان کې د جګړو او تاوتریخوالي له وجې تر ۱۰۰،۰۰۰ زیات کسان بې کوره شوي دي.

د فېسبوک تبصرې

XS
SM
MD
LG