د لاسرسي ځای

تازه خبر

ملګري ملتونه: د شخړې له وجې یو لاک افغانان کډوال شوي


مزار شریف کې یوه کډواله د مرستې تر اخیستو وروسته روانه ده - د ۲۰۲۰ز کال د مې درېیمه.
مزار شریف کې یوه کډواله د مرستې تر اخیستو وروسته روانه ده - د ۲۰۲۰ز کال د مې درېیمه.

ملګري ملتونه وايي، د امریکا او طالبانو ترمنځ د سولې پر موافقې سربېره، سږ کال (۲۰۲۰ز) په افغانستان کې تاوتریخوالي دوام لرلی او تر یو لاک زیات کسان د شخړې له وجې کډوال شوي دي.

امریکا په افغانستان کې د سولې په موخه د فبرورۍ پر ۲۹مه له طالبانو سره هوکړه لاسلیک کړه.

د ملګرو ملتونو د بشري چارو د همغږۍ ادارې (یو اېن اوچا) د جولای پر ۳۰مه، په یوه رپورټ کې وویل، شاوخوا ۱۰،۰۰۰ کسان یوازې تېره اوونۍ د افغانستان په شمال ختیځ کې د حکومتي ځواکونو او طالبانو د جګړې له وجې بې کوره شوي.

افغان ولسمشر اشرف غني د جولای پر ۲۸مه وویل چې د طالبانو او امریکا د هوکړې له لاسلیکېدو راهیسې، تر ۱۰،۰۰۰ زیات حکومتي سرتېري وژل یا ژوبل شوي دي.

ملګري ملتونه وايي، د ۲۰۲۰ز کال په لومړیو شپږو میاشتو کې په افغانستان کې تر ۱،۲۰۰ زیات ولسي وګړي وژل شوي دي.

روانه اوونۍ طالبانو وویل چې د جولای له ۳۱مې څخه د اختر په مناسبت درې ورځنی اوربند پېلوي.

تر طالبانو وروسته افغان حکومت هم په اختر کې اوربند اعلان کړ.

د افغانستان د سولې لپاره د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد پر ټوېټر په بیان کې اوربند د دوامداره سولې پر لور یو بل ګام بللی دی.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG