د لاسرسي ځای

تازه خبر

افغان ولسمشر د ۴۰۰ طالب بندیانو برخلیک په اړه مشورتي لویه جرګه جوړوي


غني وايي د ځینو طالب بندیانو خوشې کولو صلاحیت نه لري
غني وايي د ځینو طالب بندیانو خوشې کولو صلاحیت نه لري

کابل - افغان ولسمشر محمد اشرف غني د ۴۰۰ طالب بندیانو د خوشې کېدو لپاره مشورتي لویه جرګه ورغواړي.

ولسمشر غني د جولای پر ۳۱مه د لوی اختر په مناسبت په پیغام کې ویلي، د دې بندیانو د خوشې کېدو صلاحیت نه لري او په دې اړه به مشورتي لویه جرګه پرېکړه وکړي.

افغان حکومت وايي، د طالبانو په نوملړ کې شامل ۴۰۰ کسان جرمي قضیې لري ځکه یې نه خوشې کوي.

حکومت وايي، تر اوسه یې د طالبانو ۴،۶۰۰ تنه خوشې کړي.

وسله والو طالبانو د جولای پر ۳۰مه اعلان وکړ چې له امریکا سره د سولې د هوکړې پر اساس یې ټول ۱،۰۰۰ حکومتي بندیان خوشې کړي دي.

خو غني د طالبانو له ورکړي ۵،۰۰۰ کسیز نوملړ علاوه د نورو ۵۰۰ طالب بندیانو د خوشې کېدو اعلان هم وکړ.

طالبان وايي، تر هغو چې ټول بندیان یې نه وي خوشې شوي، د سولې لپاره له افغان حکومت سره مخامخ خبرې نه پیلوي.

د بندیانو خوشې کولو پر سر لانجه د بین الافغاني خبرو د ځنډ مهم لامل دی چې د فبرورۍ پر ۲۹مه د طالبانو او امریکا د سولې له هوکړې سره سم، باید په مارچ کې پیل شوې وای.

افغان ولسمشر د لوی اختر تر لمانځه وروسته په ارګ کې ولس ته وویل، چې دا په دې معنا نه ده چې دا ۴۰۰ طالبان به نه خوشې کېږي بلکې برخلیک به یې مشورتي لویه جرګه ټاکي.

طالبانو د غني د تازه څرګندونو په اړه لا څه نه دي ویلي.

له ولس سره مشوره

ولسمشر غني په خپلو خبرو کې زیاته کړه: "زه باید له ملت سره مشوره وکړم او د دغه ۴۰۰ طالب زندانیانو د برخلیک په تړاو مشورتي لویه جرګه رابولم."

د جولای پر ۱۹مه، د افغانستان د بشر حقونو خپلواک کمېسیون هم په بیان کې پر حکومت غږ وکړ چې پر "جنګي جنایت" او یا پر "بشر ضد جنایت" محکوم او یا هغه کسان چې د دې تورونو پر اساس یې قضیې روانې وي، باید تر "مذاکراتو مخکې" او ان د سولې تر خبرو وروسته هم خوشې نه کړي.

غني وویل، دغه مشورتي لویه جرګه به په نېږدې ورځو کې جوړه شي، خو نېټه یې و نه ښوده.

نوموړي همدارنګه د پارلېمان له مشرانو وغوښتل چې د لویې جرګې د جوړېدو لپاره د ملي شورا غړي د اوړي له رخصتیو (چوټیو) وروغواړي.

ولسمشر اشرف غني دا څرګندونې پر داسې وخت کړې دي چې وسله والو طالبانو د اختر په مناسبت درې ورځنی اوربند اعلان کړی.

افغان حکومت هم د جولای پر ۲۸مه د طالبانو تر اقدام وروسته په اختر کې اوربند اعلان کړ.

د افغان حکومت له لوري د خوشې شویو طالب بندیانو یو انځور- ارشیف
د افغان حکومت له لوري د خوشې شویو طالب بندیانو یو انځور- ارشیف

غني زیاتوي: "دا چې وسله والو طالبانو بیا ځلې اوربند ته غاړه ايښې ده، په ځواب کې نن (د جولای ۳۱مه) د ښه نیت او د سولې پروسیې د چټکتیا په خاطر د طالبانو له راکول شوي لېست علاوه د ۵۰۰ طالب زندانیانو خوشې کول اعلانوم."

نوموړي وویل،چې دغه ۵۰۰ طالب بندیان به د اختر تر څلورمې پورې خوشې شي.

غني له طالبانو وغوښتل چې د افغانستان حکومت له مذاکره کوونکي پلاوي سره خبرو ته کېني.

مشورتي لویه جرګه ولې؟

په کابل کې د سولې او شخړې د مطالعاتو د مرکز مرستیال حکمت الله اعظمي مشال راډیو ته وویل، چې ولسمشر غني غواړي چې د دغه ۴۰۰ زندانیانو د خوشې کولو له ملامتیا ځان خلاص کړي.

د اعظمي په خبره مشورتي لویه جرګه به د سولې د بین الافغاني خبرو اترو د ځنډ لامل شي.

عظمي زیاته کړه: "د دغو زندانیانو په خوشې کېدو کې هېڅ شک نه شته، ځکه چې د امریکا فشارونه دي او د طالبانو ټينګار هم دا دی چې د مذاکراتو وړاندې دغه طالب زندانیان خوشې شي.

اعظمي زیاتوي چې مشورتي لویه جرګه به بین الافغاني خبرې لا وځنډوي.

د فېسبوک تبصرې

XS
SM
MD
LG