د لاسرسي ځای

تازه خبر

افغان حکومت، طالبان او داعش: څوک پر څومره خاروه حاکم دی؟


انځور له ارشیفه

پراګ - په داسې حال کې چې د افغان حکومت او وسله والو طالبانو تر منځ مستقیمو خبرو اترو ته تیاری نيول کېږي‌، د هیواد زیاترو برخو کې اوس هم تشدد روان دی.

امریکا او وسله والو طالبانو د روان ۲۰۲۰م کال په فبروري کې د سولې موافقه لاسلیک کړه. د موافقې له مخې د طالبانو د امنیتي‌ ژمنو په بدل کې به بهرني ځواکونه له افغانستانه ووځي.‌

په داسې حال کې چې د بندیانو د خوشې کولو بهیر په اړه د خبرو اترو لپاره د وسله والو طالبانو پلاوی په کابل کې دی، د هیواد زیاترو برخو کې نښتې دوام لري‌. په جګړه کې ښکیلې غاړې د جګړې تر څنګ د خبرو اترو ستراتیژي کاروي.‌

په افغانستان کې د ناټو د غوڅ ملاتړ ماموریت په خبره د هیواد مرکز کابل، ولایتي‌ مرکزونه او د ولسوالیو زیاتره مرکزونه د حکومت تر واک لاندې دي.‌

په واشنګټن کې د یوې څیړنیزې ادارې "‌فاونډیشن فار ډیفنس اف ډیموکراسي" د یوې پروژې لانګ وار ژورنال له مخې ‌ د افغانستان د ۴۰۷ ولسوالیو شا او خوا ۳۰ فیصده برخې د افغان حکومت په لاس کې دي. بلخوا پر ۲۰ فیصده برخې باندې وسله وال طالبان کنټرول لري.‌

باقي پاتې سیمې ناکراره دي چې د واک لپاره پکې جګړه کېږي.‌

په افغانستان کې په ۲۰۱۴م کې د ناټو جنګي‌ ماموريت د ختمیدو راهیسې افغان امنیتي ځواکونه په دفاعي حالت کې دي.

د دغه ماموريت په ختمیدو سره د افغان ځواکونو لاجسټیکي،‌ هوايي او د استخباراتو مرسته هم بنده شوه چې د هغوی لپاره ضروري‌ ده‌.

د ناټو غوڅ ملاتړ ماموریت د دوه لاکه درې اویا زره په شمېر کې د افغان ملي‌ پوځ او پولیسو روزنه کوي او رول یې د هغوی مرستې او سلا ته محدود دی.‌

په افغانستان کې شا او خوا ۲۰۰۰۰ د ملیشې اهلکاران دي‌ چې د پولیسو برخه دي.‌

د دې پرتله د یوې اندازې له مخې په افغانستان کې شاوخوا شپېته زره وسله وال طالبان دي او تقریباً نوي زره ۹۰۰۰۰ موسمي‌ جنګیالي دي.‌

افغان ځواکونه د شمېر له پلوه پر وسله والو برلاسې دي. خو بیا هم په زیات شمېرکې ورته د وسله والو لخوا مرګ ژوبله اوړي.‌

د ۲۰۱۹م کال په جنورۍ‌ میاشت کې افغان ولسمشر اشرف غني ویلي ول چې د ۲۰۱۴م په سپټمبر کې د واک سنبالولو راهیسې شاو خوا ۴۵۰۰۰ زره افغان سرتېري او پولیس اهلکار وژل شوي دي.‌

د امریکا د یوې څیړنیزې ادارې سي این اې د امنیتي چارو څیړونکی جانتن شروډن وايي‌ د افغانستان منتخب حکومت د قوت د استعمال او یا د هیواد پر زیاترو برخو د کنټرول حاکميت نه لري.‌

بلخوا طالبان چې د خپل حکومت ادعا کوي،‌ د افغان حکومت کنټرول یې متاثره کړی خو تر دې حده نه چې د پیژندل شوي حکومت درجه ورته حاصله شي. نو د دې په نتیجه کې په دغه هیواد کې یو "سټراټیژيک خنډ"‌پیدا شوی دی.‌

د امریکا او طالبانو تر منځ د سولې موافقې مخکې په تشدد کې له کمي ‌سره سم افغان امنیتي ځواکونه په دفاعي حالت کې وو خو بیا روانه میاشت د دوه خونړیو بریدونو پس اشرف غني‌ حکومتي‌ ځواکونو ته وویل چې تعرضي حالت ته دې واوړي. حکومت د دغو بریدونو ذمه وار وسله وال طالبان و بلل.

بلخوا په سپټمبر کې د متنازعه ولسمشریزو انتخاباتو پر سر سیاسي ناندریو هم پر پوځ تر څه حده اثر وکړ. په أفغانستان کې هغه وخت د کورنۍ جګړې اندېښنې پیدا شوې کله چې د اشرف غني حریف سیاسي کاندید عبدالله عبدالله د انتخاباتو نتيجو له منلو انکار وکړ، خپل ځان یې ولسمشر اعلان کړ او د یو متوازي حکومت د جوړولو دړکه یې وکړه. خو بیا د مې پر ۱۷مه د ولسمشر اشرف غني او عبدالله عبدالله تر منځ د سیاسي هوکړې له مخې دغه مسله حل شوه.

په أفغانستان کې څیړونکی عبید علي وايي‌ د میاشتو لپاره حکومت له چیلنج سره مخامخ و.‌ د نوموړي‌ په خبره حکومت پوځي تګلاره نه لرله ځکه چې د ولسمشریزو انتخاباتو د نتیجې او د امریکا او طالبانو تر منځ د خبرو اترو وروسته د مشرتابه توجه په حکومت کې دننه پر بحران وه. د عبید په خبره د دې اثرات پر پوځ پریوتل او د امنیتي ځواکونو لاجسټیکي نظام يې پیچلې کړ.

په عین حال کې وسله وال طالبان په ۲۰۰۱ کې پر أفغانستان د امریکا د یرغل راهیسې تر هر وخته زیات پر ډېرو سیمو کنټرول لري. دغه وسله والې ډلې د أفغانستان کندوز ښار دوه وارې د لنډ وخت لپاره تر کنټرول لاندې راوست.

پر وسله والو طالبانو سربېره شا او خوا ۲۰ بهرنۍ وسله والې ډلې هم په أفغانستان کې فعالیت لري.‌ د علي‌ په خبره طالبان له ځینو ډلو سره رابطې لري.‌ نو ځیني ډلې د طالبانو تر چتر لاندې کار کوي.‌ ځکه چې د طالبانو د اجازت پرته په أفغانستان کې فعالیت نه شي‌لرلی.‌ بیا هلته د القاعده زور مات شوی دی چې په أفغانستان کې یې د سلګونو په شمېر کې جنګیالي موجود دي.‌ خو دغه ډله بیا هم د طالبانو د یاغیتوب یوه مهمه برخه ګڼل کېږي.‌ د شننونکو په خبره دواړه ډلې د اوږدې مودې راهیسې ملګري دي‌ او پر یوه بل انحصار کوي.‌

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت وايي‌ د امریکا او طالبانو تر منځ د موافقې د عملي‌ کېدو لپاره به د اوږدې مودې لپاره په پراخه کچه څارنې ته ضرورت وي‌ څو دا باوري کړل شي چې طالبان ورته ژمن پاته وي.‌ ځکه چې د دغه ډلې مشرتابه له القاعده وسله والې ډلې سره د اړیکو پرې کولو ته زړه نا زړه ده.

له موافقې سره سم طالبانو ژمنه کړې وه چې د القاعدې په ګډون هیڅ یوه ډله يا یو فرد به د أفغانستان خاوره د امریکا او د هغه هیواد د ملګرو خلاف کارولو ته نه پرېږدي.‌

د مې پر ۱۱مه افغان امنیتي‌ځواکونو وویل چې په جنوبي‌ اسیا کې د اسلامي‌دولت وسله ډلې مشر أبو عمر خراساني یې په کابل کې د عملیاتو پر مهال نیولی.

دا د دې ډلې لپاره یو لوی ګوزار ثابت شو. په اپریل کې أفغان امنیتي ځواکونو په کندهار کې د اسلامي‌دولت وسله والې ډلې د افغانستان د څانګې مشر عبدالله اورکزی سره له نورو ملګرو و نیولو. د ملګرو ملتونو په خبره د ۲۰۱۹م کال د اکتوبر راهیسې د داعش او نورو ډلو شا او خوا ۱۴۰۰ جنګیالي افغان حګومت یا امریکايي‌ ځواکونو ته تسلیم شوي دي.‌ د امریکا پوځ وویل چې په نومبر کې د امریکا هوايي بریدونو، أفغان ځواکونو عملیاتو او د طالبانو او داعش تر منځ د نښتو په نتیجه کې په ننګرهار کې د داعش زور مات شوی دی

د فېسبوک تبصرې

XS
SM
MD
LG