د لاسرسي ځای

تازه خبر

ننګرهار والي: د داعش وسله والو ۱۰۰ ښځې او ماشومان کورنیو ته سپارل شوي


د ارشیف انځور: په نګرهار کې د داعش وسله والو سره د هغوی د کورنیو غړي هم تسلیم شوي.
د ارشیف انځور: په نګرهار کې د داعش وسله والو سره د هغوی د کورنیو غړي هم تسلیم شوي.

جلال اباد ـ د ننګرهار والي شاه محمود میاخېل وايي، لسګونه هغه ښځې او ماشومان یې کورنیو ته سپارلې دي چې په تېر اکتوبر او نومبر میاشتو کې د اسلامي دولت (داعش) ډلې له وسله والو سره افغان حکومت ته تسلیم شوي ول.

نوموړي د جنورۍ په پېنځمه مشال راډیو ته په مرکه کې وویل چې د نورو ماشومانو او ښځو د پېژندګلوۍ بهیر هم روان دی. د ننګرهار له والي سره بشپړه مرکه لاندې ولولئ.

مشال راډیو: تر اوسه څومره ښځې او ماشومان مو کورنیو ته سپارلي دي؟

شاه محمود مياخېل: تقریباً ۱۰۰ تنه ښځې او ماشومان چې د هغوی هویت ثابت شوی دی، ضمانت يې شوی دی، هغه موږ خپلو کورنيو ته ورکړي دي. او د نورو پروسه هم روانه ده چې هویت يې ثابت شي، ضمانت يې وشي او کورنۍ يې بېرته واخلي، دا موږ سره بندیان نه دي. د انساني همدردۍ په بنیاد دوی موږ دلته ساتلي دي. دا چې موږ يې همداسې پرېږدو، کېدای شي دوی ته ضرر ورسېږي. په همدې خاطر دا پروسه لږه دوامداره شوله. خو که چېرې څوک د دوی ضمانت وکړي، خپلوان يې پیدا شي، نو دوی موږ هغوی ته ورکوو.

مشال راډيو: دا ۱۰۰ کسان د کوم، کوم ځای ول؟

شاه محمود مياخېل: په دوی کې زیات شمېرو يې د افغانستان د بعضې ولایتونو پورې تړاو درلوده، او یو کم شمېر يې هاخوا اورکزو سره تړاو لرلو چې خپلوان يې محرم يې ثابت شوي ول، هغوی ته ورکړل شوي دي.

مشال راډيو: په دې اړه يوه جرګه هم جوړه شوې وه چې دا ښځې او ماشومان دې د جرګې له لارې کورنیو ته وسپارل شي، هغې جرګې څه هڅې کړي چې خپلوان او اقربا يې راپيدا کړی شي؟


شاه محمود مياخېل: موږ ورته د جرګې له لارې پېغام استولی دی. دې خوا ته څه مشکل نشته خو متاسفانه چې د هغې خوا نه تر اوسه د دوی پوښتنه چا نه ده کړې. خو لکه څنګه چې ما مخکې وویل چې دا ښځې او ماشومان موږ سره بندیان نه دي. که د دوی خپلوان راپیدا شي، ضمانت يې وکړي، ښځې يې هم وپېژني، موږ يې ورتسلیموو، هغه که په انفرادي شکل وي او که په ګروپي شکل وي.

مشال راډيو: تاسو سره د پاتې مېرمنو او ماشومانو شمېر به څو تنو ته رسېږي؟

شاه محمود مياخېل: اوس چې دلته په کیمپ کې ساتل کېږي، شمېر به يې ۷۵۰ تنو ته رسېږي. چې په دې کې۵۰۰ تنو پورې ماشومان دي او پاتې يې ښځې دي. په دې ۷۵۰ کې بیا ۱۳۰ تنه د افغانستان د بېلابېلو ولایتونو دي، موږ هڅه کوو چې هویت يې ثابت شي او خپلو ولایتونو ته يې ولېږدوو. او پاتې يې د اورکزو، باجوړ، اپرېدو قبایلي سیمو او حتي پېښور پورې خلک پکې شته دی.

مشال راډيو: هغه داعش وسله وال چې کابل ته مو استولي، د هغوی برخلیک به څه وي؟

شاه محمود مياخېل: څوک چې په جنګ کې دخیل ول، د هغوی دوسیې جوړې شوي دي، کابل ته لېږدول شوي، مرکزي حکومت به د هغوی سرنوشت ټاکي.

د داعش وسله والو تسلیمېدل او فعالیتونه

د ۲۰۱۹ز کال د اکتوبر له ۲۵مې نېټې راهیسې په ننګرهار کې د اسلامي دولت ډلې سلګونه وسله والو او کورنیو یې ځان د ننګرهار امنیتي او ملکي چارواکو ته وسپاره.

په دوی کې زیاتره کسان د پاکستان او افغانستان د بېلا بېلو سیمو ول.

د ننګرهار چارواکي وايي، په تسلیم شویو کې د منځني ختیځ او منځنۍ اسیا په ګډون د یو شمېر هېوادونو کسان شامل دي چې زیاتره یې ماشومان او ښځې دي.

داعش وسله وال تر هغې یوه اوونۍ وروسته افغان حکومت ته تسلیمېدل پیل شول چې د اکتوبر پر ۱۸مه د ننګرهار د هسکې مېنې ولسوالۍ په جودره کې پر جومات په برید کې لسګونه کسان ووژل او ژوبل شول.

د هغې حملې ذمه واري هېچا و نه منله خو جودروالو یې پړه پر داعش وسله والې ډلې واچوله.

افغان چارواکو د ډېسېمبر پر ۳۰مه مشال راډیو ته ویلي ول چې د قبایلي سیمو تسلیم شوې کورنۍ د قومي جرګې له لارې پاکستان ته سپاري.

پر هم هغې ورځ د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت ویاندې عایشې فاروقي ویلي ول چې کابل لا په دې اړه له اسلام اباد سره رسمي رابطه نه ده کړې.

افغان حکومت وايي، ښځې او ماشومانې یې په کیمپونو کې ساتلې دي خو هغه سړي چې وسله وال فعالیتونه یې کول په کابل کې تر پلټنو لاندې دي او له قانون سره سم چلند به ورسره کېږي.

د اسلامي دولت ډلې وسله والو په ۲۰۱۵ز کال کې د ننګرهار په یو شمېر ولسوالیو کې فعالیتونه پیل کړل چې له کبله یې لسګونه زره خلک کډوال شول.

په تېرو شاوخوا پېنځو کلونو کې افغان ملي امنیتي ځواکونو د ننګرهار د شینوارو په ولسوالیو کې د داعش ډلې ضد پراخ عملیات کړي او یو شمېر سیمې یې له وسله والو پاکې کړې دي.

افغان ولسمشر اشرف غني په نومبر کې په ننګرهار کې د داعش ماته اعلان کړه.

د فېسبوک تبصرې

XS
SM
MD
LG