د لاسرسي ځای

تازه خبر

د اسمبلۍ غړو پر کورونو حملې د څه ښکارندويي کوي؟


په وروستیو کې د سوات په ګډون د خیبر پښتونخوا په یوشمېر ښارونو کې د ناامنيو ضد مظاهرې شوې دي - د سېپټېمبر ۱۶مې انځور.
په وروستیو کې د سوات په ګډون د خیبر پښتونخوا په یوشمېر ښارونو کې د ناامنيو ضد مظاهرې شوې دي - د سېپټېمبر ۱۶مې انځور.

په خیبر پښتونخوا کې په تېره شاوخوا یوه اوونۍ کې د صوبايي اسمبلۍ د دوو غړو او د قامي اسمبلۍ د یو غړي پر کور بریدونه وشول چې ذمه واري یې چا نه ده منلې.

د سېپټېمبر پر ۲۶مه په ډېره اسماعیل خان کې د صوبايي اسمبلۍ د غړي او د تحریک انصاف ګوند د یو مخکښ اغاز خان ګنډه پور پر کور وسله والو ډزې وکړې چې پکې یو سپاهي ووژل شو خو ګنډه پور او کورنۍ ته یې مرګژوبله نه وه اوښتې.

د ډېره اسماعیل خان برید

اغاز خان ګنډه پور له مشال راډیو سره د خبرو له کولو ډډه وکړه خو د نوموړي تره انعام الله خان ګنډه پور وويل چې امنیتي ادارو له ډېرو ورځو راهيسې ورته د وسله والو د حملې د خطر خبرداری ورکړی وو.

دی چې له اغاز خان ګنډه پور سره په يو کور کې اوسي، وايي معلومه نه ده چې وسله والو یې ولې پر کور حمله کړې.

ده د سېپټېمبر پر ۲۷مه مشال راډیو ته وویل، له ریاسته هېڅ تمه نه لري ځکه چې تر دې مخکې یې هم دوه وروڼه په ځانمرګو بریدونو کې وژل شوي ول خو لا یې انصاف نه دی ترلاسه کړی. "اسرار الله ګنډه پور د ۲۰۱۳ز کال د اکتوبر پر ۱۶مه وژل شوی وو او هغه وخت هغه د خېبر پښتونخوا د قانون او بشري حقونو وزير وو. اکرام خان د ۲۰۱۸ز کال په جولای کې د انتخاباتي کیمپېن پر مهال وژل شوی وو."

د شانګلې او کواټ بریدونه

تر دې مخکې، د سېپټېمبر پر ۲۳مه په شانګله کې نامعلومه وسله والو د خیبر پښتونخوا اسمبلۍ غړي او د عوامي نېشنل ګوند يو مخکښ فیصل زیب خان پر کور ډزې وکړې چې پکې چا ته ځاني زيان نه دی اوښتی.

فېصل زېب خان د سېپټېمبر پر ۲۷مه مشال رېډيو ته وويل چې څو وارې يې پوليسو ته وويل چې له تېرو یوشمېر ورځو راهيسې ورته وسله وال دړکې ورکوي خو پر دې سربېره یې پر کور بريد وشو.

شانګله کې د فیصل زېب خان د کور دېوال او نورې برخې په مرمیو لګېدلي دي - د سېپټېمبر ۲۴مې انځور.
شانګله کې د فیصل زېب خان د کور دېوال او نورې برخې په مرمیو لګېدلي دي - د سېپټېمبر ۲۴مې انځور.

خان وايي، خطرناکه خبره دا ده چې په صوبه کې پر روانه ناامنۍ حکومت خاموشه دی. د ده په خبره، د خیبر پښتونخوا اعلاوزير محمود خان يا د حکومتي ګوند تحريک انصاف بل غړي د ده پر کور د شوي بريد غندنه هم نه ده کړې.

فیصل زېب خان زیاتوي، وسله وال د امن لپاره پر غږ پورته کوونکو کسانو حملې کوي. "هر هغه څوک چې په اسمبلۍ کې دی او که له اسمبلۍ بهر، خو چې په پښتنه سيمه کې د ترهګرۍ مخنيوي لپاره غږ پورته کوي نو په نښه کېږي ځکه چې دوی دغه اواز غلی کول غواړي."

دا اراز، د سېپټېمبر پر ۲۲مه وسله والو په کواټ کې د پاکستان تحریک انصاف ګوند سیاستوال او د قامي اسمبلۍ غړي شهریار اپرېدي پر کور د لاسي بم برید کړی وو چې د پوليسو په وينا، چا ته پکې ځاني زیان نه وو اوښتی.

حکومتي دریځ

خو د خیبر پښتونخوا حکومت ټینګار کوي چې د ناامنۍ مخنیوي لپاره پوره هڅې کوي.

د کارګرانو او فرهنګي چارو وزیر شوکت یوسفزی وايي، د فیصل زېب خان پر کور د شوې حملې غندنه اعلاوزیر او ده دواړو کړې ده.

البته نوموړي د سېپټېمبر پر ۲۷مه مشال راډیو ته وویل چې کله په یو هېواد کې ترهګري کېږي نو بیا د اسمبلۍ د غړو په ګډون هر څوک په نښه کېدای شي.

خو یوسفزی زیاتوي چې حکومت د ناامنۍ په اړه خاموشه نه دی بلکې پولیس او امنیتي ادارې یې د مخنیوي اقدامات کوي. "ترهګر با اثره او مخور خلک په نښه کوي خو بيا هم حکومت او ادارې هلې ځلې کوي چې خپل ولس ته تحفظ ورکړي."

د ناامنۍ مخنیوی څنګه شونی دی؟

په اسلام اباد کې خبريال او شنونکی حسن خان وايي وسله وال د اسمبلۍ غړي، قومي مشران، پوليس او نورو مخور خلک ځکه په نښه کوي چې له دې سره وېره ترهه ډېره خپرېږي.

خان وايي، ښکاري داسې چې دا مهال د حکومت او تحريک طالبان پاکستان ترمینځ د سولې خبرې ختمې شوي ځکه چې د ځينو بريدونو ذمه واري هغې ډلې منلې.

نوموړی وايي حکومت او ولس دې ته چمتو نه دي چې د طالبانو غوښتنه پوره کړي او قبايلي سيمې ورته وسپاري.

حسن خان د سېپټېمبر پر ۲۷مه له مشال راډیو سره په خبرو کې زیاته کړه چې له حکومت سره اوس یوازینۍ لاره د عملیاتو کول دي. "د سولې خبرو خو څه ګټه ور نه کړه نو زما په خيال، اوس له حکومت سره له عملياتو کولو پرته بله لار نه شته."

حکومتي غبرګون او اقدامات

د خیبر پښتونخوا د اعلاوزیر د اطلاعاتي چارو سلاکار محمد علي سیف البته په وروستیو کې ویلي ول چې له تحریک طالبان پاکستان سره مذاکرات ځنډېدلي دي خو بشپړ درېدلي نه دي.

په خیبر پښتونخوا کې د اسمبلۍ د غړو پر کورونو بريدونه پر داسې مهال شوي چې په تېرو دوو مياشتو کې په باجوړ، مومندو، خیبر، اورکزیو، کورمې، شمالي او جنوبي وزیرستان، کوز دير او سوات کې د وسله والو د ممکنه منظمېدو مخنيوي لپاره مظاهرې او جرګې شوې دي.

د خیبر پښتونخوا حکومت په جولای کې د مظاهرو او جرګو له پیلېدو راهیسې په بیا بیا ویلي دي چې هېچا ته عملدارۍ چیلېنجولو اجازه نه ورکوي او پولیس د وسله والو پر وړاندې اقداماتو ته دوام ورکوي.

داراز، د پاکستان پوځ د سېپټېمبر پر ۱۷مه وویل، د سوات په ګډون په ټول ملاکنډ ډېوېژن کې د وسله والو ضد کارروایۍ پیلوي.

سیف د سېپټېمبر پر ۲۲مه مشال راډيو ته ويلي ول چې د ناامنۍ پر پېښو سربېره د حکومت او تحریک طالبان پاکستان وسله والې ډلې ترمينځ د اوربند تړون په خپل حال دی، خو د هغه په وينا، هېچا ته به د قانون او د حکومت د عملدارۍ چیلېنجولو اجازه ور نه کړي.

XS
SM
MD
LG