د لاسرسي ځای

تازه خبر

سپريم کورټ عمران خان سپین او جهانګير ترين نااهل کړ


د پاکستان سپريم کورټ د جمعې په ورځ د مسلم ليګ ن يو مخکښ حنيف عباسي په درخواستونو فیصله واوروله چې ترمخه يې د پاکستان تحريک انصاف مشر عمران خان په اړه ټول تورونه رد کړل او د ياد ګوند جنرل سېکرېټري جهانګير ترين يې د شتمنيو په اړه د بېلا بېل بيانونو په تور نااهله وګرځولو.

د سپريم کورټ چيف جسټس ثاقب نثار په مشرۍ درې کسيزې جرګګۍ په دې اړه د جمعې په ورځ خپله فیصله واوروله.

د فیصلې اورولو پر وخت د دغه جرګګۍ دوه نور غړي جسټس عمر عطا بنديال او جسټس فیصل عرب هم موجود ول.

وړومبی تور، چې پاکستان تحريک انصاف ته له بهرنیو هېوادونو پیسې راځي، دا يې د پاکستان ټاکنو کمېشن ته ولېږلو او چيف جسټس د فیصلې اورولو پرمهال وويل، دا د الېکشن کمېشن ذمه واري ده چې کوم ګوند ته له بهرني هېواده ورتلونکي فنډونه په ځیر وګوري.

دا تور چې عمران خان د ۲۰۱۳م د ټاکنو پروخت اف-شور کمپنۍ نيازي سروسز لیمیټيډ په شتمنيو کې نه ده ښودلې، رد کړل شو او وويل شو چې هغه په دې اړه ټول اسناد عدالت ته وړاندې کړي وو.

د بني ګاله کور په اړه فیصله کې وويل شو چې دا هر څه عمران خان د خپلې کورنۍ لپاره اخېستي ول، چې چې پیسې یې پخوانۍ کوردانې جمايمه خان ورکړې وې او بيا ورته عمران خان واپس کړې دي.

د فیصلې اورولو پرمهال چيف جسټس وويل چې جهانګيرترين صادق او امين نه دی او بايد اېس ای سي پي (سېکيورټي اېکسچېنج کمېشن اف پاکستان) د هغه پرضد د انسايډرټرېډنګ (يعنې د کمپنۍ په اړه معلومات لرلو وروستو په غېرقانوني توګه د دغه کمپنۍ برخه اخېستل يا خرڅول) په بنياد کاروايي کړې وی.

په دغه فیصله کې ويل شوي چې جهانګير ترين د خپل ډرايور حاجي خان او پخليکوونکي الله يار په نوم سره د کمپنۍ برخې يا شييرز اخېستې دي چې دا له قانونه سرغړونه ده.

جهانګيرترين د پاکستان د ايين ۶۲۔۱۔اېف مادې ترمخه نااهل وګرځول شو او ورسره د پاکستان ټاکنو کمېشن د هغه د قامي اسمبلۍ غړيتوب ختم کړی.

عمران خان او جهانګیر ترین
عمران خان او جهانګیر ترین

د دې فېصلې وروستو د تحريک انصاف ګوند چېرمېن عمران خان په کراچۍ کې يوې خبري غونډې ته ويلي چې هغه په جهانګير ترين باور لري او په خپله فیصله هم د الله شکر ادا کوي. د ده په وينا چي دوی عدالتي فیصله مني خو د جهانګير ترين د فیصلې په اړه به د بيا کتنې درخواست جمع کوي.

پر فیصله غبرګون:

جهانګيرترين پر ټويټر پاڼه ليکلي چې پر هغه لګېدلي څلور تورونه رد کړل شو چې پکې لومړی د واک ناروا استعمال او قرضې معاف کول، دوېم انسايډر ټرېډنګ، درېم د زرعي ګټې غلط استعمال او څلور د لندن جايداد په اړه وو

د پاکستان د کورنيو چارو وزير په خپله ټويټر پاڼه ليکلي چې په مبينه توګه د عمران خان او نوازشريف د نااهلۍ لپاره دوې بېلې پېمانې استعمال شوې.

د ذکر ده چې پر عمران خان او جهانګير ترين د مسلم ليګ ن د يو مخکښ حنيف عباسي له خوا تورونه لګول شوي وو چې دوی خپلې شتمنۍ پټې کړي او اف- شور کمپنۍ يې هم جوړې کړې وې نو ځکه دې دوی د پاکستان د ايين د مادې ۶۲ تر سیوري لاندې نااهله وګرځول شي.

د عمران خان په اړه د حنيف عباسي په جمع کړې شوي درخواست کې ويل شوي وو چې نيازي سروسز لميټډ په نوم يې په برتانيه کې اف شور کمپني جوړه کړې وه خو د ټاکنو کمېشن سره جمع کړې شوي کاغذونو کې يې د دې ذکر نه دی کړی. د دې ترڅنګ د اسلام اباد په بني ګاله کې د هغه جوړ کور د ملکيت او اخېستلو پر عمل هم ځينې نيوکې شوې وې.

پر جهانګيرترين دا تور دی چې هغه په برتانيه کې ۱۲ اېکړه ځمکه لري چې په کاغذونو کې يې نه ده ښکاره کړې او دغه ځمکه د يوې اف-شور کمپنۍ شايني ویو په نوم سره اخېستل شوې وه.

عدالت د دواړو فريقو د وکيلانو له خوا د دلايلو اورېدو وروستو دا فیصله محفوظ کړې وه چې نن د جمعې په ورځ به واورول شوه.

نواز شریف وايي پوهېږي چې د چا په خوښه سزا ورکول کېږي

XS
SM
MD
LG