د لاسرسي ځای

تازه خبر

د پي ټي ای بهرنۍ چندې: دا څومره جدي ستونزه ده؟


د تحریک انصاف مشر عمران خان
د تحریک انصاف مشر عمران خان

د وزیراعظم عمران خان په مشرۍ واکمن تحریک انصاف د نومبر پر اوومه نېټه د اسلام اباد های کورټ ته درخواست ورکړی چې د انتخاباتو کمېشن دې د دوی د بهرنیو چندو په اړه تحقیقات نه کوي.

دا له هغه وروسته ده چې یاد ګوند لومړی د پاکستان د انتخاباتو کمېشن ته په ورکړي درخواست کې دا غوښتنه کړې وه خو د یادې ادارې له خوا رد شوې وه.

قانون پوهان وايي، پر اپوزېشن ګوندونو چې کومې مقدمې روانې دي، د هغوی تر زیاترو مقدمو پر تحریک انصاف پورې شوی د غیر قانوني پیسو ترلاسه کولو تور جدي دی.

اډوکېټ عبدالرحیم وزیر په دې اړه مشال راډیو ته وویل: 'د انتخاباتو له اصولو سره سم، که یې اثاثې تر اعلان کړیو هغو زیاتې شي او یا له بهره د ترلاسه کړو چندو ورکونکو د دوي له خوا له څرګند کړو بېل وخېژي نو د پاکستاني آیین له ۶۲ او ۶۳ دفعې سره سم وزیراعظم صادق او امین نشي پاته کېدای او چې داسې پاته نه شو نو د وزیراعظم له چوکۍ به هم خامخا لرې کېږي.'

د اپوزېشن ګوندونه که څه عمران خان او د هغه په ګوند کې شامل یو شمېر شتمن کسان په درغلیو تورنوي خو په عین حال کې دا تور هم پورې کوي چې د هغوي پرضد هیڅ تحقیقات نه کېږي.

اېډوکېټ شهاب خټک وايي، نه د اپوزېشن ګوندونو دا تور بې ځایه دی او نه په پاکستان کې د حکومت له اړخه د اپوزېشن ځپلو عمل په لومړي ځل کېږي.

(له بده مرغه چې کله د پپلز ګوند حکومت وو او یا تر هغه وړاندې د مسلم لیګ نون حکومت وو نو هغوي هم د هغه وخت له اپوزېشن سره داسې کړي دي. په پاکستان کې حکومت تل د خپلو ملګرو درغلۍ او مقدمې تر پښو لاندې کوي او د اپوزېشن د مشرانو پرضد مقدمو ته زور ورکوي)

دا په داسې حال کې ده چې د اپوزېشن ګوندونه د اکتوبر له ۳۱مې په اسلام اباد کې د مولانا فضل الرحمان په مشرۍ کې د روان پرلت له لارې د وزیراعظم عمران خان د استفی غوښتنه کوي.

خو عمران خان وايي ، اپوزېشن ګوندونه یوازې دا هڅه کوي چې د درغلیو له مقدمو ځان وساتي.

د فېسبوک تبصرې

XS
SM
MD
LG