د لاسرسي ځای

تازه خبر

چارواکو د نواز شریف د روغتون خونه زندان ګرځولې


نواز شریف پېمز روغتون کې بستر دی
تم شئ

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:01:07 0:00

نواز شریف پېمز روغتون کې بستر دی

پراګ - د پاکستان اسلام اباد انتظاميې د پېمز روغتون د زړه ناروغۍ هغه مرکز وړوکۍ زندان ګرځولی چې پکې پخوانی وزيراعظم نواز شريف تر درملنې لاندې دی.

د مسلم ليګ رهبر نواز شريف د جولای ۲۹مې شپه ناوخته تر ناروغه کېدو وروسته د ډاکټرانو په مشوره له اډیاله زندان څخه د اسلام اباد پېمز هسپتال ته وړل شوی وو.

د اسلام اباد چيف کمشنر له خوا د جولای پر ۳۰مه، په خپرې حکمنامه کې ويل شوي چې د زړه ناروغۍ هغه مرکز يې وړوکۍ زندان ګرځولی دی چې پکې نواز شريف تر درملني لاندې دی.

حکمنامه زياتوي چې دغه مرکز د نواز شریف هلته د بسترېدو مودې تر پایه پورې د وړوکي یا ماتحت زندان حیثیت لري.

په حکمنامه کې دا هم ويل شوي چې د امنيت لپاره هلته پوليس ځای پر ځای شوي دي.

د پېمز روغتون یوه ډاکتر د جولای پر ۳۰مه د نوم نه ښودو په شرط مشال راډیو ته وویل، د زړه ناروغيو د مرکز مشر ډاکټر نعيم ملک تر هغې وروسته چارواکو ته د نواز شريف له زندان څخه هسپتال ته د انتقالولو سپارښتنه وکړه کله چې معاينو وښودله چې د هغه وينه پرنډېږي چې دا خطرې نښه ده.

نواز شريف د شکر ناروغي لري او زړه عمليات يې هم کړي دي.

د پاکستان مسلم لیګ (ن) ویاند صدیق الفاروق وايي، په اډیاله زندان کې شریف ته اسانتیاوې نه وې برابرې.

ده وویل، د زندان انتظامیې ته یې ویلي ول چې شریف دوه کاله مخکې د زړه جراحي کړې وه او د شکر ناروغي هم لري نو ځکه خاص احتیاط او پام ته ضرورت لري.

د پاکستان احتساب عدالت د جولای پر شپږمه، د لندن د څلور اپارتمانونو په مقدمه کې نوازشريف، د هغه لور مريم نواز او زوم محمد صفدر ته سزا اورلې وه.

هغه مهال شریف او لور یې په لندن کې ول. دواړه د جولای پر ۱۳مه لاهور ته ستانه شول.

نواز شریف، مریم نواز او محمد صفدر درېواړه په زندان کې دي.

XS
SM
MD
LG