د لاسرسي ځای

تازه خبر

ار اېس اېف: د وژلې خبریالې عروج اقبال کورنۍ له انصاف محرومه ده


د ۲۰۲۰ز د فبرورۍ پر ۱‍۷مه د خبریال عزیز مېمن وژنې ضد مظاهره
د ۲۰۲۰ز د فبرورۍ پر ۱‍۷مه د خبریال عزیز مېمن وژنې ضد مظاهره

د بې پولو خبریالانو سازمان (ار اېس اېف) د وژلې خبریالې عروج اقبال کورنۍ ته د انصاف نه ورکولو په اړه اندېښنه ښوولې.

خبریاله عروج اقبال د ۲۰۱۹ز کال په نومبر کې په لاهور کې وژل شوې وه.

سازمان د اګست پر ۱۲مه په بیان کې لیکلي چې د عروج اقبال د ورور په حواله لیکلي چې هغې خپله ورځپاڼه پیلول او خپرول غوښتل خو پخواني مېړه دلاور علي ووژله.

علي پر ځان لګېدلي تورونه رد کړي خو د بې پولې خبریالانو سازمان په خبره، نوموړې تر مړینې وړاندې د دلاور علي خلاف پولیسو ته شکایت کړی وو چې هغه یې وهي.

د خبریالانو ستونزې

په پاکستان کې د بې پولې خبریالانو سازمان استازي اقبال خټک د اګست پر ۱۱مه مشال راډیو ته وویل چې د عروج اقبال وژنه داسې تاثر ورکوي چې په پاکستان کې بې وزله خلک انصاف نشي ترلاسه کولای.

"په تېرو شاوخوا ۱۸ کلونو کې ۱۳۰ خبریالان وژل شوي دي. خو په هغوی کې د چا قاتل ته هم سزا نه ده ورکړل شوی."

خو د خبریالانو د خوندیتوب کمېټه وايي، په پاکستان کې ۱۹۹۲ز کال راهیسې تراوسه ۶۱ خبریالان وژل شوي دي.

اړوند موضوعات

"د خبریال انور کېتراڼ وژونکي دې ونیول شي"

تښتول شوی خبريال مطيع الله جان کور ته ستون شو

پاکستان کې د "رسنیو ازادۍ" په اړه بیا بحثونه پیل شوي

بې پولې خبریالانو سازمان د چمن پر ژونارلسټانو تشدد غندلی دی

اقبال خټک زیاتوي،د خبریالانو تر شا هېڅ څوک نه دې ولاړ، نه اوسنی حکومت دلچسپي اخلي او نه هم پخوانیو هغو اخیستې وه، که داسې وه نو نن به عروج اقبال ژوندۍ وه.

د بې پولو خبريالانو سازمان وايي، عروج اقبال لومړنۍ پاکستانۍ خبریاله وه چې د خپل کار له وجې ووژل شوه.

تر دې وړاندې په پاکستان کې ګڼ خبریالان د خپل کار له وجې ځورول شوې، تښتول شوي دي او نرینه خبریالان وژل شوي هم دي.

په پېښور کې خبریال شمیم شاهد وايي، پاکستان اوس هم د خبریالۍ لپاره د نړی په خطرناکو هېوادونو کې شميرل کېږي.

"خبریالان په بیلابېل ډول ځورول کېږي. له کاره ایستل کېږي، هغوی ته د وسله والو لخوا دړکې ورکول کېږي او د امنیتي، استخباراتي او انتظامي ادارو تر فشار لاندې کار کوي."

په موجوده حکومت کې د میډيا ادارې له زیاتو ستونزو سره مخامخ دي.
جاوېد عزیز

د خبریالانو د خوندیتوب نړیوالې کمېټۍ (سي پي جې) د ۲۰۱۹ز کال د رپورټ له مخې پاکستان د نړۍ په هغو هېوادونو کې پر اتم نمبر دی چې پکې د خبریالانو وژونکو ته سزا نه ورکول کېږي.

خو خبریال جاوېد عزیز بیا وايي چې په پاکستان کې د خبریالانو د وژنو او هغوی ته د دړکو ورکولو په برخه کې حالات د پخوا په نسبت ښه شوي دي خو په موجوده وخت کې په هغه هېواد کې د میډیا ادارې د بیان ازادۍ لړ کې له ستونزو سره مخامخ دي.

"په پاکستان کې ميډيا ته د وسله والو له اړخه خطر وو، خو هغه خطرې اوس کمې شوي دي. په پاکستان کې د ښځینه خبریالانو لپاره حالات ډېر ښه دي ځکه په دفتر کې یې هر څوک خیال ساتي. خو په موجوده حکومت کې د میډيا ادارې له زیاتو ستونزو سره مخامخ دي."

جاوېد عزیز وايي، باید خبریالان متوازن خبرونه جوړ کړي نو دا شان هم له ګڼو ستونزو خوندي پاتې کېدای شي.

ار اېس اېف د اپرېل پر ۲۲مه په خپل کلني رپورټ کې له ۱۷۹ هېوادونو څخه پاکستان په ۱۴۵ نمبر راوستی وو او ويلې یې ول چې هلته ډېر داسې مثالونه شته چې پوځي او ملکي ادارو ځينې خپرونې بندې کړې دي.

د بشري حقونو کمېشن دریځ

د پاکستان بشري حقونو کمیشن مشر مهدي حسن وايي، په هغه هېواد کې د بیانونو خپرولو اجازه شته خو خبریالان د هغې پلټنې کولو یا د نور معلوماتو ترلاسه کولو له حقه بې برخې دي.

"په صحافت کې چې د نړیوالو اصولو خبره ده نو پکې د بیان له ازادۍ سره سره، معلوماتو ته د لاسرسي حق هم شامل دی چې په پاکستان کې نشته. په پاکستان کې دا مهال یوازې د بیانونو خپرولو اجازت دی یعنې صرف دا ویل کېږي چې هغه دا وویل، هغې دا وویل، هغه زیاته کړه، خو څوک د یو خبر پلټنه نشي کولای. د پلټنو لپاره نه خو [د رسنیو] مالکان سهولتونه ورکوي او نه خبریالان په دې اړه پوهه لري."

په پاکستان کې د ځینو وژل شویو خبریالانود پېښو پلټنو لپاره کمېشنونه یا تحقیقاتي ډلې هم جوړې شوي دي خو د کارپوهانو په خبره، څه خاص نتیجه یې نه ده ورکړې.

حکومت څه وايي؟

د پاکستان قامي اسمبلۍ د اطلاعاتو او نشریاتو د قایمه کمیټۍ او د واکمن تحریک انصاف ګوند غړي عثمان تره کي مشال راډیو ته وویل چې وزیراعظم عمران خان او د هغه حکومت د میډیا په ازادۍ باور لري.

نوموړي زیاته کړه، هڅه کوي چې د عروج اقبال په ګډون د ټولو وژل شویو خبریالانو د وژنو پلټنې پر وخت پوره کړي.

حکومت د ۲۰۱۹ز کال په سېپټېمبر میاشت کې اعلان وکړ چې له مطبوعاتو او خبريالانو سره اړونده کېسونو يا قضيو څېړنو لپاره ځانګړي عدالتونه جوړوي.

د فېسبوک تبصرې

XS
SM
MD
LG