د لاسرسي ځای

تازه خبر

"د خبريال انور کېتراڼ وژونکي دې ونيول شي" 


انور جان کېتراڼ
انور جان کېتراڼ

د پاکستان د بشري حقونو کمېشن په بلوچستان کې د خبریال او فعال انور جان کېتراڼ پر وژنه اندېښنه ښودلې او د پېښې د خپلواکه او چټکو پلټنو غوښتنه یې کړې ده.

کمېشن د جولای پر ۲۴مه پر ټویټر پاڼه لیکلي چې"یو بل داسې غږ خاموشه کړل شو چې ورته ډېر ضرورت دی."

انور کېتراڼ د جولای پر ۲۳مه د بلوچستان په بارکان سیمه کې نامعلومه وسله والو وواژه.

په پاکستان کې خبریالانو هم د کېتراڼ پر وژنه اندېښنه ښودلې ده. د پاکستاني خبریالانو مرکزي اتحادیې غوښتنه کړې چې د انور کېتراڼ وژونکو دې ژر تر ژره ونيول شي او هغوی ته دې سزا ورکړل شي. د دې تحاديې مرستيال مشر بخت زاده وايي چې د حکومت قانوني، اييني او اخلاقي ذمه واري جوړېږي چې د ولس د ځان، مال او ابرو ساتنه وکړي.

بلخوا د انور کېتراڼ ورور سرور جان کېتراڼ د جولای پر ۲۵مه مشال راډیو ته وویل چې تر اوسه يې د ورور د وژنې مقدمه نه ده درج شوې. هغه وايي چې څو ځله د بارکان پوليسو تاڼې ته تللی خو هلته ورته ويل کېږي چې مسول پوليس چارواکی نشته. د نوموړي په وينا يو ځل يو ځای ته منډه کړي او بل ځل بل ځای ته منډه کړي خو څوک يې غږ نه اوري.

"کله وايي چې اېس اېچ او (د تاڼې مشر پوليس) په کور کې دی. چې کور ته ورشم نو وايي چې بازار ته تللی دی، خو نه را معلومېږي چې چیرته به تللی وي."

انور کېتراڼ د بلوڅ ملتپاله ګوند نېشنل پارټۍ غړی هم و. د دې ګوند مرکزي مرستیال مشر ډاکټر اسحاق بلوڅ وايي پکار ده چې حکومت سمدلاسه د انور کېتراڼ د قاتلانو پر ضد مقدمه درج کړي.

په بارکان کې نېشنل ګوند د پېښې پر ضد د احتجاج کولو اعلان کړی او ویلي یې دي چې که د کېتراڼ وژونکي و نه نیول شول نو په رکڼۍ سيمه کې به د کوټي او پنجاب تر منځ لویه لاره د احتجاج په توګه تړي.

بلخوا د بلوچستان حکومت ویاند لیاقت شاهواني د جولای پر ۲۵مه مشال راډيو ته وويل چې د انور جان کېتراڼ د وژنې د پېښې پلټنې به کوي او په پېښه کې تورن کسان به نيسي.

په پاکستان کې د خبريالانو د وژنې، وهلو ټکولو او تښتولو پېښې له دې وړاندې هم رامنځ ته شوي دي.

په دا وروستيو کې د جولای پر ۲۱مه د پاکستان يو پېژندل شوی خبریال مطيع الله جان نامعلومه کسانو په اسلام اباد کې برمته کړ او ۱۲ ساعته وروسته بېرته خوشي کړ. نوموړي له خوشي کېدو وروسته په خپل ويډيويي پيغام کې ويلي چې برمته ګرو وهلی وهم و.

اخوا د بې سرحده خبريالانو د بیان ازادۍ په اړه د ۲۰۲۰ کال په راپور کې راغلي چې له ۱۸۰ هېوادونو څخه پاکستان په ۱۴۵ نمبر دی. د دې ادارې په خبره په دې ملک کې خبریالان د امنيتي ادارو، حکومت او وسله والو ډلو له خوا تر سخت فشار لاندې دي چې غواړي د بيان ازادي کنټرول کړي.

  • انځور سایز

    ایوب ترین

    ایوب ترین په کوټه کې د مشال راډیو خبریال دی چې د بلوچستان د پښتون مېشتو سیمو ترڅنګ د هغې صوبې پر سیاسي، امنیتي او ټولنیزو چارو رپورټونه جوړوي.

د فېسبوک تبصرې

XS
SM
MD
LG