د لاسرسي ځای

تازه خبر

پاکستان کې د "رسنیو ازادۍ" په اړه بیا بحثونه پیل شوي


په پاکستان کې خبریالان وخت په وخت د خپلو حقونو لپاره مظاهرې کوي
په پاکستان کې خبریالان وخت په وخت د خپلو حقونو لپاره مظاهرې کوي

په پاکستان کې تر هغې وروسته د رسنیو د ازادۍ بحث بیا تود شوی چې سپریم کورټ د جولای پر ۱۵مه یو خبریال ته د عدالت سپکاوي نوټس ورکړ.

خبریال مطیع الله جان پر ټوېټر د لوړ عدالت د جج قاضي فایز عیسا په اړه د سپریم کورټ پر پرېکړه تنقید کړی وو.

د پاکستان ولسمشر د ۲۰۱۹ز په مې کې له سترې عدلي شورا (سپریم جوډیشل کونسل) غوښتي ول چې له هېواده بهر د قاضي عیسا او د هغه د کورنۍ د نااعلان شتمنیو د تورونو په اړه دې اقدام وکړي.

قاضي عیسا هغه مهال پر ځان او کورنۍ د شتمنیو پټولو تور رد کړی وو.

د سپریم کورټ یوې جرګګۍ تر اورېدنو وروسته د هغه پر وړاندې د ولسمشر مقدمه ختمه کړه او د پلټنو لپاره یې د پاکستان ګټو وفاقي ادارې (اېف بي ار) ته وینا وکړه.

مطیع الله جان پر دې فیصلې انتقاد کړی وو او عدالت یې پر ټوېټر د خبرې نوټس واخیست.

تر هغې وروسته د نوموړي په حق او مخالفت کې کیمپېن پیل شو.

ځینو خبریالانو او فعالانو عدالتي اقدام د رسنیو د ازادۍ ضد بللی.

د رسنیو ازادۍ زیانمنولو تورونه

دا په داسې حال کې ده چې د خبریالانو د حقونو سازمانونه او د پاکستان ځینې ګوندونه د عمران خان په مشرۍ پر وفاقي حکومت نیوکې کوي چې د رسنیو ازادي یې زیانمنه کړې خو حکومت په بیا بیا دا تور رد کړی.

د ۲۰۱۸ز کال په جولای کې چې انتخابات وشول او د تحریک انصاف په مشرۍ اېتلافي حکومت جوړ شو نو د پاکستان اخبارونو او شخصي ټېلېوېژنونو ته یې سوداګریزې خبرتیاوې (اشتهارونه) ورکول بند کړل چې له وجې یې رسنۍ له مالي ستونزو سره مخامخ شوې او سلګونه خبریالان له دندو ګوښه شول.

عمران خان وايي په هېواد کې رسنۍ بشپړه ازادي لري
عمران خان وايي په هېواد کې رسنۍ بشپړه ازادي لري

د پاکستان د خبریالانو سازمان (فېډرل یونیین اف جرنلېسټس) د دې اقدام پر وړاندې د هېواد پر کچ مظاهرې وکړې خو ستونزه حل نه شو.

ځینو نومیالیو خبریالانو له ټېلېوېژنونو استعفاګانې ورکړې او پر حکومت یې تور پورې کړ چې پر چینلونو یې فشار اچولی چې له نوکریو یې وباسي.

د دې ترڅنګ د خبریالانو د حقونو فعاله نړیوالو سازمانونو، لکه د بې پولې خبریالانو سازمان (ار اېس اېف) او د خبریالانو د خوندیتوب کمېټۍ (سي پي جې) هم په پاکستان کې له ادعا سره سم، پر رسنیو او خبریالانو پر زیاتېدونکي فشار نیوکې وکړې خو حکومت هر ځل دا تورونه رد کړل.

په عین وخت کې ځینو خبریالانو شکایت وکړ چې د حکومت په فشار یې ځینې ورځپاڼې لیکنې نه خپروي.

د جوزف سټالېن له واکمنۍ سره د پاکستان پرتله

هغه خبریالان چې دعوه کوي چې د حکومت په فشار له دندې ګوښه شوي پکې د دولتي راډو پخوانی مشر مرتضا سولنګي هم دی.

ده د جولای پر ۱۶مه مشال راډیو ته وویل، په پاکستان کې خبریالي او لیکنې اوس یو ګران کار دی.

سولنګي د پاکستان اوسني حالات د پخواني شوروي اتحاد د واکمن جوزف سټالېن او د هغه له ځایناستو سره پرتله کوي او وايي، هغه مهال په شوروي اتحاد کې لیکوالانو، خبریالانو، کیسه او ډرامه لیکونکو به چې څه ولیکل هغه به یې د مېز په دراز کې کښېښودل او یوه نوې اصطلاح "د دراز لپاره لیکنې" (Writing for Drawers) جوړه شوه.

سولنګي وايي، په ننني پاکستان کې ان په درازونو کې هم لیکنې نشي ايښودلای ځکه چې په خبره یې "درازونه غلا کېږي."

د مرتضا سولنګي په څېر ځینې نور خبریالان هم وايي چې په پاکستان کې پوځي او ملکي حکومتونو اکثر پر رسنیو بندیزونه او محدودیتونه لګولي دي.

د رسنیو ازادۍ لپاره مبارزه

خو دوی وايي، پخوا به د دې ډول محدودیتونو پر وړاندې د خبریالانو سازمانونو مبارزه کوله، خبریالان به زنداني کېدل، په دورو وهل کېدل او تر یوه بریده به د رسنیو ازادۍ ترلاسه کولو کې بریالي شول.

له سولنګي مې وپوښتل چې که داسې وي نو اوس د پخوا په څېر دوامداره او پایلې لرونکی غورځنګ ولې نشته؟

دی وايي، اوس د مبارزې بڼه بدله شوې او خبریالان د پخوا په څېر سړکونو ته د وتلو یا پمفلېټونو (رسالو) پر ځای پر ټولنیزو شبکو مزاحمت کوي.

د پاکستان خبریالان او د بې طرفۍ اصل

خو پر ټولنیزو رسنیو پر فعاله ځینو خبریالانو دا نیوکه هم کېږي چې د پاکستان په سیاسي چارو کې په داسې انداز برخه اخلي چې ورسره یې دوی خپله مسلکي بې طرفي له لاسه ورکوي.

خبریالان او رسنۍ د ځینو مهمو اصولو او قواعدو پابند وي.

په دې کې تر ټولو مهم، د واقعیتونو (حقایقو) د جوتولو پر مهال بې پریوالی او توازن په پام کې ساتل دي.

د پاکستان یو بل خبریال اوېس توحید همدې ته په اشاره وايي چې د خبریالۍ او سیاست ترمنځ "خورا نازک توپیر" دی چې ځینې خبریالان ورته پام نه کوي.

د خبریالانو او سازمانونو د دې ډول څرګندونو په ځواب کې د تحریک انصاف په مشرۍ وفاقي اېتلافي حکومت تل ویلي چې د بیان د اظهار پر ازادۍ باور لري او پر ځان لګېدلي تورونه ردوي.

د فېسبوک تبصرې

XS
SM
MD
LG