د لاسرسي ځای

تازه خبر

نړیوال بانک د قبایلي ضلعو د بېخبنا رغولو او ولسي خدماتو لپاره ۲۰۰ مېلیونه ډالر ورکوي


په باجوړ کې د لوی سم او چارمنګ ترمینځ سړک بارانونو اغېزمن کړی ـ پخوانی انځور.
په باجوړ کې د لوی سم او چارمنګ ترمینځ سړک بارانونو اغېزمن کړی ـ پخوانی انځور.

نړیوال بانک د خیبر پښتونخوا په قبایلي ضلعو کې د بېخبنا (انفراسټرکچر) جوړښت او د ژوند د بنیادي اړتیاوو لپاره د اسانتیاوو برابرولو په موخه ۲۰۰ مېلیونه امریکايي ډالر منظور کړي دي.

دا په داسې حال کې ده چې قبایلي ضلعې د ترهګرۍ او پوځي عملیاتو په ګډون موسمي بدلونونو ځپلي دي.

نړیوال بانک د جون پر ۱۴مه وویل چې هغه پیسې د خیبر پښتونخوا د پرمختیا او پلانونو یا منصوبه بندۍ څانګې ته ورکوي او د دې څه برخه تر سېلابونو وروسته د بیاودانۍ په کارونو مصرفوي.

د ۲۰۲۲ز کال په اوړي کې د زیاتو ورښتونو له کبله د قبایلي ضلعو په ګډون په پاکستان او افغانستان کې لوی سېلابونه راغلل چې پکې سلګونه کسان ووژل شول او انفراسټرکچر ته لوی زیانونه واوښتل.

قبایلي ضلعې په ۲۰۱۸ز کال کې په خیبر پښتونخوا ورګډې شوې خو د پرمختګ په ځغل کې د خیبر پښتونخوا او پاکستان له نورو ضلعو وروسته پاتې دي او زیاتره خلک یې د ژوند له بنیادي اسانتیاوو بې برخې دي.

د پاکستان په قامي اسمبلۍ کې د شمالي وزیرستان استازی محسن داوړ وایي، د جون پر ۱۵مه یې نړیوال بانک او صوبایي حکومت له چارواکو سره ناسته کړې.

داوړ د جون پر ۱۶مه مشال راډیو ته وویل، د پرمختیايي پلان په اړه خپلې سپارښتنې اړوندو چارواکو ته ورکوي. ''د پروژې لاندې د ضلعي حکومت دفترونه جوړېږي، بلدیاتي نظام ته به وده ورکول کېږي او نور اړین انفراسټرکچر به جوړول کېږي. موږ [د نړیوال بانک او صوبايي حکومت چارواکو] ته وویل چې وړومبی خو په دې کې د ولسي استازو شرکت یقیني کړي او دویمه دا چې له موږ سره دې [د پرمختیايي پروژو لپاره د پلانونو کمېشن فارم یا] پي سي ون شریک کړي. نو هغوی به اوس له موږ سره پلان شریکوي او موږ به ورسره خپلې سپارښتنې شریکوو.''

نړیوال بانک په سیمه کې د پرمختیايي کارونو لپاره څو پړاوه تګلاره جوړه کړې چې په اولنۍ کې یې د خيبرپښتونخوا په کلیوالو سیمو کې د پانګونې او د حکومتي ادارو د ملاتړ پروژه (رورل انويسټمنٹ او انسټيټيوشنل سپورټ پراجېکټ) شامل دی. د دې پروژې هدف دا دی چې د کلیوالو سیمو وګړو، اساسي خدماتو ته رسېدل اسان کړي او په ېیلابونو کې ویجاړه شوې بېخبنا بیا جوړه کړي.

د نړیوال بانک په وینا، د پروژې له مخې د عامه خدماتو او اوبو د رسد نظام پراخوي، او د روغتیا او کرنې څانګو او کاروبار ته په ودې ورکولو به شاوخوا ۵۵ لکه وګړو ته ګټه ورسوي.

دا چې پاتې پیسې به څنګه او چېرته مصرفول قبایلي ولس ته ډېره ګټه ورسوي؟ په دې اړه په اسلام اباد کې د پرمختیايي اقتصاد د مطالعاتو د مرکز څېړونکی کریم خان وايي چې باید تعلیم او روغتیا ته ډېر پام وشي. ''د نړۍ فعاله جمهوریتونه بلدیاتي نظام ته ډېر [ارزښت] ورکوي او خرڅ پرې کوي. په کار خو دا ده چې دا پانګې بلدیاتي استازو ته ورکړل شي. د بلدیاتي نظام جوړښت غیررسمي وي او مقامي بلدیاتي استازي د پانګو څار کوي. ښه به دا وي چې د سرکاري چارواکو پر ځای دا پانګې د مقامي استازو په لاسو مصرف شي.''

نړیوال بانک په اعلامیه کې زیاته کړی چې دا به دا هم یقیني کړي چې د پروژې د عملي کولو لپاره له ټولنې سره په شریکه پلان جوړ کړي او د بودیجې په سمه توګه د لګولو لپاره د احتساب نظام ښه کړي.

پاکستان له کال ۱۹۵۰ز راهیسې د نړیوال بانک غړی دی او تر اوسه یې له بانکه د ۴۰ اربه ډالره مرسته اخیستې ده. د بانک د معلوماتو له مخې، اوسمهال بانک په پاکستان کې ۵۸ پروژې پرمخ وړي او د نورو پروژو لپاره یې ۱۴،۸ اربه ډالره ژمنې کړې دي.

XS
SM
MD
LG