د لاسرسي ځای

تازه خبر

نړیوال بانک وایي په پاکستان کې۲۰میلونه ماشومان سکولونو ته نه ځي


د نړیوال بانک په راپور کې راغلي چې په پاکستان کې ماشومانو ته پوره خواړه هم نه رسیږي ـ پخوانی انځور
د نړیوال بانک په راپور کې راغلي چې په پاکستان کې ماشومانو ته پوره خواړه هم نه رسیږي ـ پخوانی انځور

نړیوال بانک وایي د پاکستان په بېلا بېلو برخو کې نېږدې ۲۰ میلونه ماشومان له ښوونځیو بهر دي.

بانک د مې پر دویمه په خپاره کړې راپور کې ویلي چې په پاکستان کې د غربت او د خلکو د خراب اقتصادي وضعیت له امله ماشومانو ته پوره خواړه هم نه رسیږي.

بانک ویلي، که حکومت د اقتصاد ودې لپاره کار وکړي او د دې لپاره مناسبې تګلارې جوړې کړي نو له دې سره د پاکستانیو ژوند او تعلیمي وضع ښه کېدلای شي.

نړیوال بانک که څه هم له سکولونو د بهر ماشومانو شمېر په میلیونو کې ښاېې خو د خیبر پښتونخوا حکومت تېر کال ویلي ول چې په هغه صوبه کې ۴۸ لاکه ماشومان ښوونځیو ته نه ځي.

د ملګرو ملتونو د تعلیمي، ساینسي او کلتوري چارو ادارې (یونېسکو) پخوانی چارواکی جاویدعلي وایي، غربت او ترهګري له تعلیم څخه د ماشومانو په لیري پاتې کولو کې غټ رول لوبولی دی.

جاید علي د یونېسکو لپاره په خیبر پښتونخوا او د پاکستان په نورو برخو کې ۱۲ کاله په تعلیمي پروژو کې کار کړی دی. نوموړي د مې پر څلورمه مشال راډیو ته وویل '' لومړۍ بدامني وه، ورپسې کرونا راغله، د هغې نه پس د ګرانۍ دور تېریږي، دې کار ډېر خلک مجبوره کړي دي چې خپل ماشومان سکولونو ته ونه لیږي.''

جاوید علي وویل وړاندې وویل، په زیاتره سکولونو کې د زده کړو اړوند اسانتیاوې هم نشته او دا هم د ماشومانو له سکولونو د لېرې پاتې کېدو وجه ده.

د نړیوال بانک په راپور کې دا هم ویل شوي چې حکومتونو له پکار دي چې اوږد مهاله او عوام دوسته کړنګلارې جوړې کړي او داسې پالیسانې جوړې کړي چې د ماشومانو د خوړو کمښت ستونزې حل کړي او هر ماشوم ته ښوونځي ته د تلو لاره برابره کړي.

XS
SM
MD
LG