د لاسرسي ځای

تازه خبر

ولسي مشران وفاقي بجټ کې د قبایلي ضلعو لپاره ۵۷ اربه روپۍ کمې بولي


د پاکستان د مالیې وزیر اسحاق ډار د جون پر نهمه قامي اسمبلۍ ته بجټ وړاندې کړ.
د پاکستان د مالیې وزیر اسحاق ډار د جون پر نهمه قامي اسمبلۍ ته بجټ وړاندې کړ.

د پاکستان وفاقي حکومت د ۲۰۲۳-۲۴ز مالي کال په په بودیجه (بجټ) کې د قبایلي ضلعو لپاره د ۵۷ اربه روپیو بېلولو وړاندیز کړی دی خو د هغو سیمو مخکښ مشران او استازي وایي، دا پیسې کمې دي او ټینګار کوي چې حکومت دې په خیبر پښتونخوا د هغو ضلعو د ورګډېدو پر وخت کړې ژمنې پوره کړي.

دا په داسې حال کې ده چې ټاکل شوې د جون پر ۲۰مه د خیبر پښتونخوا لنډمهالی حکومت کلنۍ بودیجه اعلان کړي.

د قبایلي ضلعو مشران او استازي دا غوښتنه هم کوي چې په صوبایي بجټ کې دې ورسره شوې ژمنې عملي شي او هلته دې د پرمختیایي پروژو لپاره ځانګړې بودیجه اعلان شي.

له شمالي وزیرستانه د خیبر پښتونخوا اسمبلۍ پخوانی غړی میر کلام وزیر وایي، په قبایلو کې په تېرو حکومتونو کې پیل شوې یوشمېر پروژې د پیسو د نه شتوالي له امله درېدلي دي. ''د انضمام پر وخت له قبایلو سره تر ۱۰ کلونو پورې هر کال د ۱۰۰ اربه روپیو [ورکولو] وعده شوې وه. په [قامي مالیاتي کمېشن یا] اېن اېف سي اېوارډ کې هم ورته د پیسو د ورکړې ویل شوي ول خو اول کال په بجټ کې ۱۰ اربه، بیا ۲۳ اربه، بیا ۲۴ اربه او بیا ۲۵ اربه ورکړل شوې. او هغه پیسې هم په غیر ضروري شیانو ولګول شوې.''

وزیر وویل حکومت له قبایلو سره ژمنه کړې وه چې د پرمختیایي کارونو لپاره به ورته بودیجه دوه چنده کوي خو په وینا یې چې هغه پیسې د زیاتېدو پر ځای کمې شوې دي.

د پاکستان حکومت په ۲۰۱۸ز کال کې په اساسي قانون کې د بدلون له مخې د قبایلو پخوانی حیثیت ختم کړ او هغه یې د خیبر پښتونخوا برخه کړې.

حکومت هغه مهال ژمنه کړې وه چې تر ۱۰ کلونو پورې به په قبايلي سيمو کې ځانګړي پرمختيايي کارونه کېږي او د پاکستان له قامي مالياتي کمېشن (اېن اېف سي اېوارډ) له پيسو څخه درې فيصده برخه ورکوي. حکومت ویلي ول چې تر پینځو کلونو به له قبایلو ټیکس هم نه اخلي.

د مومند ضلعې مدني فعال عالم خان وایي، تمه لري چې د خیبر پښتونخوا لنډمهالې حکومت به په کلنۍ بودیجه کې په قبایلو کې د پرمختیایي کارونو لپاره برخه ځانګړې کړي او خپلې ژمنې به عملي کړي.

د خیبر پښتونخوا د خزانې محکمې یو چارواکي چې له رسنیو سره یې د خبرو اجازه نه لرله، د جون پر ۱۵مه یې د نوم نه ښوولو په شرط مشال راډیو ته وویل وفاقي حکومت ته د پیسو لپاره ویلي دي او انتظار باسي چې څومره پیسې ورکوي.

دی وايي، هغو پیسو ته په کتو به په جوړ کړي بجټ کې بدلونونه کوي. هغه دا و نه ویل چې په صوبایي بجټ کې یې د قبایلو لپاره برخه ځانګړې کړې او که نه.

د خیبر پښتونخوا لنډ مهالي حکومت کې د مالیې یا خزانې چارو لپاره د وزیراعلا مشیر همایت الله د جون پر ۱۲مه د پاکستان دولتي اژانس (اې پي پي) ته ویلي ول د قبایلو او ملاکنډ ډېوېژن لپاره د ټیکسونو استثنا د دوو نورو کلونو لپاره غځوي.

XS
SM
MD
LG