د لاسرسي ځای

تازه خبر

وزیراعظم او د خیبر پښتونخوا وزيراعلا له وفاقه د صوبې پیسو پر اخیستو غږېدلي دي


وزيراعظم شهباز شریف د مارچ پر ۱۳مه له علي امين ګنډه پور (کیڼ لوري ته په سر کې) سره خبرې کوي.
وزيراعظم شهباز شریف د مارچ پر ۱۳مه له علي امين ګنډه پور (کیڼ لوري ته په سر کې) سره خبرې کوي.

د خیبر پښتونخوا وزیراعلا علي امین ګنډه پور وايي، د پاکستان وزیراعظم شهبازشریف ورته په ملاقات کې باور ورکړی چې وفاق به یې د صوبې پاتې پیسې ورکړي.

ګنډه پور او شريف د مارچ پر ۱۳مه په اسلام اباد کې ملاقات وکړ. تر دې وروسته ګنډه پور او د منصوبه بندۍ وفاقي وزیر احسن اقبال په یوه شریکه خبري غونډې کې وویل چې له وزیراعظم سره یې په ولسی او صوبايي چارو ډېرې مثبتې خبرې شوې دي.

نوموړي زیاته کړه چې وزیراعظم ورته وويل چې وفاق به هغه ټولې پیسې خیبر پښتونخوا ته ورکوي چې د بجلۍ، تېلو او ګیس په بدل کې ورته پاتې دي.

علي امين ګنډه پور د تحريک انصاف له مخکښو سیاستوالانو یو دی. په تېرو وختونو کې د تحريک انصاف مشر او پخوانی وزیراعظم عمران خان، چې اوس په بېلابېلو قضیو کې بندي دي، له شهباز شریف او د مسلم لیګ (ن) له نورو مشرانو سره کښېناستو ته تیار نه وو. نوموړي د پيپلز پارټۍ او مسلم ليګ (ن) سیاستوالان په درغليو ککړ بلل خو هغو ګوندونو دا تور رداوه.

احسن اقبال له ګنډه پور سره په خبري غونډه کې وویل چې وزیراعظم شهباز شریف کوښښ کوي چې سمې خوا ته د ملک بیولو لپاره پر سیاسي مشکلاتو سربېره هم له ټولو ګوندونو سره يو ځای پرمخ ولاړ شي.

هغه وویل، وزيراعظم د خزانې وزارت ته هدایت کړی چې د وفاق په ذمه د خیبر پښتونخوا د پاتې پیسو مسله هواره کړی.

اقبال زیاته کړه چې د صوبې او مرکز تر مینځ د مسایلو د هواري لپاره به يوه کمېټه جوړيږي چې د دواړو خواوو غړي به پکې وي.

دا په داسې حال کې ده چې د مارچ پر ۱۲مه په پیښور کې د یوې غونډې د مشرۍ پر مهال د خیبر پښتونخوا اعلاوزیر علي امین ګنډه پور د مالیې وزارت چارواکو ته امر وکړ چې په یوه میاشت کې له وفاقه د صوبې د بجلۍ، تېلو او ګیسو پاتې پیسو ترلاسه کولو لپاره تګلاره جوړه کړي.

د وزیراعلا دفتر د ګنډه پور په مشرۍ تر غونډې وروسته په بیان کې ویلي دي چې چارواکي له وفاقه د قامي مالیاتي کمېشن (نیشنل فاینانس کمېشن یا اېن اېف سي) له پیسو څخه صوبې ته د خپلې برخې ورکولو په اړه هم وغږېدل.

د اعلاوزیر د اطلاعاتي چارو سلاکار محمد علي سیف مشال راډیو ته وویل چې د ارقامو له مخې، وفاق د بجلۍ د ګټې په برخه کې د صوبې ۱،۵۱۰ اربه روپۍ پوروړی دی چې د ترلاسه کولو هڅې یې کوي.

د اساسي قانون له مخې، وفاق باید په یوه صوبه کې د ګیس، تېلو او برېښنا د ګټې پیسې هم هغې صوبې ته وسپاري.

د پاکستان پر کچ له اوبو تر ټولو زیاته برېښنا په خیبر پښتونخوا کې پیدا کېږي چې بیا د برېښنايي چارو د انتظام ملي ادارې (نېپرا) په مرسته په وفاق او نورو صوبو خرڅېږي او همدا لامل دی چې وفاقي حکومت باید د هغې برېښنا خالصه ګټه صوبې ته ورکړي.

خو په دې لړ کې د خیبر پښتونخوا او وفاق ترمینځ له لسیزو راهیسې اختلافات موجود دي او هغې صوبې په بیا بیا له اسلام اباده د خپلو طبیعي زېرمو د ګټې پیسې غوښتې دي.

د خیبر پښتونخوا چارواکو په تېرو وختونو کې د پیسو نه ترلاسه کېدل د صوبې د لویو مالي ستونزو لامل په توګه یاد کړی دی.

له دې پرته، د ایین له مخې وفاقي حکومت باید د اېن اېف سي له لارې د هېواد ټولې ګټلې پیسې د وفاق او صوبو ترمینځ ووېشي.

XS
SM
MD
LG