د لاسرسي ځای

تازه خبر

تحریک انصاف وایي حکومت له عمران خان سره پر ملاقات بندیز لګولی دی


پولیس په راولپېنډۍ کې د ادیالې زندان مخې ته پهره کوي - پخوانی انځور.
پولیس په راولپېنډۍ کې د ادیالې زندان مخې ته پهره کوي - پخوانی انځور.

د پاکستان تحريک انصاف (پي ټي ای) مشر ګوهرعلي خان وايي، د پنجاب حکومت د راولپېنډۍ په اډياله زندان کې له بندیانو سره پر ملاقاتونو بندیز لګولی دی.

ګوهر علي خان د مارچ پر ۱۲مه په اسلام اباد کې خبري غونډې ته وويل چې دا بندیز غیرقانوني دی. هغه زیاته کړه چې دی او د عمران خان د کورنۍ غړي اډيالې زندان ته ورغلي ول چې د تحریک انصاف له مشر سره وګوري خو چارواکو ورته وویل چې "د ترهګرۍ د پېښو خطر" دی نو د امنیت له مخې یې ورسره لیدو ته نه پرېږدي.

دا په داسې حال کې ده چې د پنجاب د کورنیو چارو وزارت د ناامنۍ اندېښنو ته په کتو د هغې صوبې په يوشمېر زندانونو کې د امنیت زیاتولو سپارښتنه کړې ده.

د پاکستان ډان او جيو رسنيو د مارچ پر ۱۳مه پر خپلو ووبپاڼو ليکلي چې د کورنيو چارو وزارت د زندانونو مشر ته په لېږدول شوي ليک کې ويلي چې په اټک، مياوالۍ او ډېره غازي خان جېلونو کې امنيتي ګواښونه موجود دي.

په ليک کې زياته شوې چې وسلوالې ډلې هلته هدفي بريدونه کولای شي نو ځکه تر دوو اوونيو پورې هلته پر ملاقاتونو بنديز لګوي.

دا په داسې حال کې ده چې د پنجاب حکومت وار له مخه د "ترهګرۍ پېښو" د مخنيوي لپاره د راولپېنډۍ په اډياله زندان کې د دوه اوونيو لپاره له زندانيانو سره پر ملاقاتونو بنديز لګولی دی.

د تحريک انصاف رهبر او پخوانی وزیراعظم عمران خان د درغلۍ په ګډون په یوشمېر قضيو کې د اډیالې په زندان کې بندي دی. نوموړی په زندان کې د خپل ګوند له مخکښه مشرانو سره ګوري او د سیاسي پرېکړو په اړه ورسره مشورې کوي.

خان پر ځان لګېدلي تورونه ردوي او ټولې مقدمې سیاسي بولي.

د تحریک انصاف د مخکښ مشر شاه محمود قریشي او د پنجاب د پخواني اعلاوزیر چودري پروېز الهي په ګډون یوشمېر سیاستوالان او مهم کسان د راولپېنډۍ په اډیالې زندان کې بندیان دي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG