د لاسرسي ځای

تازه خبر

اېمل ولي خان وايي د خپلو وسایلو واک نه لرلو پښتانه له لویو ستونزو سره مخامخ کړي دي


ایمل ولي خان د سېپتېمبر پر ۱۴مه په سوات کې د ګوند د غړو غونډې ته وینا وکړه.
ایمل ولي خان د سېپتېمبر پر ۱۴مه په سوات کې د ګوند د غړو غونډې ته وینا وکړه.

د عوامي نيشنل ګوند صوبايي مشر اېمل ولي خان وایي چې د خیبر پښتونخوا اوسېدونکي پر خپلو وسایلو اختیار نه لري چې له وجې یو شمېر ستونزې لري.

اېمل ولي خان د سېپتېمبر پر ۱۴مه د سوات په مټه کې د ګوند د غړو لویې غونډې (ورکرز کنوېنشن) ته په وینا کې وویل چې پنجاب له خیبر پښتونخوا څخه په ارزانه بیه بجلي اخلي او بېرته یې د هغې صوبې پر اوسېدونکو ګرانه خرڅوي.

نوموړي وویل چې په هېواد کې زیاتره بجلي د خیبر پښتونخوا په اوبو جوړېږي خو پر صوبې د بجلۍ د غلاوو تورونه لګول کېږي. ''کومه بجلي باندې چې زموږ خرڅ یوه روپۍ یونټ راځي، هغه بجلي لاهور ته ځي او چې واپس راځي نو پر ما او پر تا په ۵۰ روپۍ خرڅېږي. پښتانه د بجلۍ غلا نه کوي.''

اېمل ولي خان وویل چې د صوبې خلک د خپلو سرچینو واک غواړي او که ترلاسه یې کړي نو د بېروزګارۍ او تعلیم ناسم حالت په ګډون به ډېرې ستونزې هواري شي.

هغه وویل چې خیبر پښتونخوا ۳،۰۰۰ مېګا واټا اضافي بجلي لري چې په سمه توګه له کارولو سره صنعتونه وده کولای شي.

په وروستیو کې د پاکستان نګران حکومت لخوا د بجلۍ په نرخونو کې د زیاتوالي وروسته د هېواد په بېلا بېلو برخو کې مظاهرې شوې دي.

وروسته حکومت وویل چې د پیسو نړیوال صندوق (ای اېم اېف) د شرطونو پوره کولو لپاره نه شي کولای چې خلکو ته برېښنا په رعایتي نرخ ورکړي. خو نګران حکومت دا هم ویلي دي چې د بجلۍ بیو په اړه ولس ته د اسانتیاوو ورکولو هڅه کوي.

  • انځور سایز

    نیاز احمد خان

    نیاز احمد خان په سوات کې د مشال راډیو خبریال دی. هغه د ملاکنډ ډېوېژن د نهو ضلعو سوات، بر او کوز دیر، بر او کوز چترال، ملاکنډ، بونېر، باجوړ او شانګلې په اړه راپورونه جوړوي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG