د لاسرسي ځای

تازه خبر

پاکستان کې د برېښنا ګردشي قرضه ۲،۳۰۰ اربه روپيو ته رسېدلې ده


پاکستان کې په وروستيو کې د بجلۍ بيې په بېساري توګه لوړې شوې دي ــ پخوانی انځور
پاکستان کې په وروستيو کې د بجلۍ بيې په بېساري توګه لوړې شوې دي ــ پخوانی انځور

په پاکستان کې د برېښنا (بجلۍ) مرکزي ادارې ويلي چې په هغه هېواد کې د بجلۍ په برخه کې ګردشي قرضې ۲.۳ ټرېلینه (۲،۳۰۰ اربه یا مېلیارده) روپيو ته رسېدلې دي.

د ادارې په وينا، د روان ۲۰۲۳ز مالي کال لپاره به حکومت د برېښنا پیدا کولو خپلواکه ادارو ته ۱.۴ ټرېلینه روپۍ ورکوي، چې د تېر کال پرتله ۸۳ اربه روپۍ زياتوالی پکې راغلی دی.

په اسلام اباد کې د اقتصادي چارو پوه طاهر شېرانی وايي چې د پاکستان جمهوري غورځنګ (پي ډي اېم) په مشرۍ د وزیراعظم شهباز شریف تېر حکومت د بجلۍ په بیه کې د یونټ پر سر تر ۱۵ روپيو زياته اضافه کړې وه.

نوموړي د اکتوبر پر څلورمه له مشال راډيو سره د خبرو پر مهال زیاته کړه چې د دې تر څنګ د میاشتې او درو میاشتو پر سر د بجلۍ په بXلونو کې هم اضافه شوې وه، خو د نوموړي په وينا، پر دې هر څه سربېره بيا هم د بجلۍ ګردشي قرضه ۲،۳۰۰ اربه روپیو ته پورته شوې ده. "د مرکزي حکومت او صوبايي حکومتونو ادارې پر وخت د بجلۍ بېلونه نه ورکوي. بیا د وخت په تېرېدو سره د بجلۍ په بيو کې هم بدلون راځي چې ګردشي قرضې ورسره زیاتېږي."

د شيراني په وينا، د پیسو نړیوال صندوق (ای اېم اېف) هم دا وايي چې پاکستان باید دا پورونه کنټرول کړي. "روان کال حکومت یوه تخمینه لګولې چې د ۶۰۰ اربه روپیو بجلي غلا شوې ده. اوس نګران حکومت د دې خلاف کيمپېن پیل کړی چې شاوخوا ۱۳ اربه روپۍ یې تر لاسه کړي دي."

د پاکستان نګران حکومت هم د بجلۍ په بېلونو کې د اضافې لړۍ روانه ساتلې ده. د وفاقي حکومت د بجلۍ ادارې پر خپله ووبپاڼه د بجلۍ په پينځه کلن پلان کې ویلي چې د برېښنا په مد کې به د کیپېسیټۍ يا د وړتيا د لګښتونو په نامه نوره ماليه هم عملي کوي.

د خیبر پښتونخوا اسمبلۍ پخوانی غړی او سیاستوال احمد کريم کونډی وايي چې ګردشي قرضه یو ډول دایرې ته ورته وي ځکه چې پکې حکومت او د بجلۍ د وېش او پیداوار بېلابېلې ادارې د یو بل پوروړي وي.

دی وايي، د بجلۍ د غلا، د بېلونو د نه جمع کولو او د برېښنا د ضایع کېدو له کبله هغه ګردشي پورونه ورځ تر بلې زیاتېږي. "حکومت په قرض له بهره تېل او ګېس راغواړي او بیا یې په پور د بجلۍ د پیداوار خپلواکه ادارو یا ته ورکوي ځکه چې دوی همدغسې لوظنامې کړې دي. نو دا یوه دایره ده چې دا قرضونه پکې ګردش کوي او په نتیجه کې یې قرضې زیاتېږي."

دا په داسې حال کې ده چې د پیسو نړیوال صندوق هم پاکستان ته ویلي چې د بجلۍ په څانګه کې تاوانونه کم کړي، د ترسیل نظام دې یې ښه کړي او په بېلونو کې دې خلکو ته رعایت نه ورکوي.

د پاکستان نګران حکومت په وروستیو کې د بجلۍ د غلا د مخنیوي کيمپېن هم پیل کړی دی، خو د پرمختیايي چارو پوهان وايي چې د حکومتي نظام د ښه کولو او د برېښنا د پیداوار او وېش په نظام کې له اصلاحاتو پرته له دې چیلېنج سره مقابله ګرانه ده.

په اسلام اباد کې د پرمختیايي اقتصاد د مطالعاتي مرکز يو څېړونکی کریم خان وايي چې د ګردشي قرضو له کبله که یو خوا د برېښنا بیه لوړېږي نو بل خوا پرمختیايي پروژې هم اغېزمنېږي. "وجه یې دا ده چې حکومت له پرمختیايي بجټ څخه پیسې په ګردشي قرض کې ورکوي او خلکو ته د اسانتیاو ورکولو پروسې ته تاوان رسېږي."

په پاکستان کې د بجلۍ په بیو کې د زیاتوالي خلاف احتجاجي مظاهرې هم شوې دي، خو حکومت وايي د پیسو له نړیوال صندوق سره له خپلو کړيو لوظنامو سرغړونه نه شي کولی او د مالیاتي ادارو له سلا مشورو پرته ولس ته رعايت نه شي ورکولی.

XS
SM
MD
LG