د لاسرسي ځای

تازه خبر

ګنډه پور د خیبر پښتونخوا مالیې وزارت ته له وفاقه د خپلو پیسو اخیستو لپاره د تګلارې جوړولو امر کړی دی


د خیبر پښتونخوا د تربېلا ډیم له اوبو څخه برېښنا پیدا کوي - پخوانی انځور.
د خیبر پښتونخوا د تربېلا ډیم له اوبو څخه برېښنا پیدا کوي - پخوانی انځور.

د خیبر پښتونخوا اعلاوزیر علي امین ګنډه پور د مالیې وزارت چارواکو ته امر کړی دی چې په یوه میاشت کې له وفاقه د صوبې د برېښنا، تېلو او ګیسو پاتې پیسو ترلاسه کولو لپاره تګلاره جوړه کړي.

د وزیراعلا دفتر د مارچ پر ۱۲مه د ګنډه پور په مشرۍ تر غونډې وروسته په بیان کې ویلي دي چې چارواکي له وفاقه د قامي مالیاتي کمېشن (نیشنل فاینانس کمېشن یا اېن اېف سي) له پیسو څخه صوبې ته د خپلې برخې ورکولو په اړه هم وغږېدل.

په همدې حال کې د پاکستان وزیراعظم میا شهباز شریف ګنډه پور ته د خیبر پښتونخوا د پاتې پیسو ورکولو ډاډ ورکړی دی.

د اعلاوزیر د اطلاعاتي چارو سلاکار محمد علي سیف مشال راډیو ته وویل چې د ارقامو له مخې، وفاق د بجلۍ د ګټې په برخه کې د صوبې ۱،۵۱۰ اربه روپۍ پوروړی دی چې د ترلاسه کولو هڅې یې کوي.

د اساسي قانون له مخې، وفاق باید په یوه صوبه کې د ګیس، تېلو او برېښنا د ګټې پیسې هم هغې صوبې ته وسپاري.

د پاکستان پر کچ له اوبو تر ټولو زیاته برېښنا په خیبر پښتونخوا کې پیدا کېږي چې بیا د برېښنايي چارو د انتظام ملي ادارې (نېپرا) په مرسته په وفاق او نورو صوبو خرڅېږي او همدا لامل دی چې وفاقي حکومت باید د هغې برېښنا خالصه ګټه صوبې ته ورکړي.

خو په دې لړ کې د خیبر پښتونخوا او وفاق ترمینځ له لسیزو راهیسې اختلافات موجود دي او هغې صوبې په بیا بیا له اسلام اباده د خپلو طبیعي زېرمو د ګټې پیسې غوښتې دي.

د خیبر پښتونخوا چارواکو په تېرو وختونو کې د پیسو نه ترلاسه کېدل د صوبې د لویو مالي ستونزو لامل په توګه یاد کړی دی.

له دې پرته، د ایین له مخې وفاقي حکومت باید د اېن اېف سي له لارې د هېواد ټولې ګټلې پیسې د وفاق او صوبو ترمینځ ووېشي.

د مالیې وزارت چارواکو د مارچ ۱۲مې غونډې ته وویل چې وفاق باید صوبې ته د اېن اېف سي پخوانۍ پاتې پیسې هم ورکړي او په ۲۰۱۸ز کال کې چې یې په خیبر پښتونخوا د قبایلي سیمو د ورګډولو پر مهال له اېن اېف سي څخه د درې فیصده برخې ورکولو ژمنه کړې وه، هغه هم پوره کړي.

چارواکو وویل، په دې حساب د اېن اېف سي په پیسو کې د خیبر پښتونخوا کلنۍ برخه تر ۱۹ فیصده زیاته یعنې ۲۶۲ اربه روپۍ جوړېږي.

بیان وايي، د مالیې وزارت چارواکو دا هم وویل چې وفاقي حکومت په تېرو پینځو کلونو کې د قبایلي سیمو د پرمختیا لپاره له ۵۰۰ څخه یوازې ۱۰۳ اربه روپۍ ورکړې دي.

د پاکستان وفاقي حکومت په بیا بیا ویلي دي چې د قبایلي سیمو پرمختیا او داراز د صوبې د طبیعي زېرمو د ګټې پیسو ورکولو ته ژمن دی.

د خیبر پښتونخوا اعلاوزیر ګنډه پور د مارچ پر ۱۳مه د پاکستان له وزیراعظم شهباز شریف سره ولیدل او و یې ویل هغه ورته د صوبې د پاتې پیسو ورکولو ډاډ ورکړ.

ګنډه پور په اسلام اباد کې تر ملاقات وروسته د پلانونو چارو له وفاقي وزیر احسن اقبال سره ګډې خبري غونډې ته وویل چې له شریف سره یې خبرې مثبې وې.

اقبال خبري غونډې ته وویل چې وزیراعظم د صوبې او وفاق ترمینځ د ستونزو د هواري لپاره د یوې کمېټۍ جوړولو امر کړی دی چې پکې به د دواړو خواوو چارواکي شامل وي.

ده زیاته کړه چې وزیراعظم د مالیې وزارت ته لارښوونه کړې ده چې د خیبر پښتونخوا د پاتې پیسو مسله هواره کړي.

البته په خیبر پښتونخوا کې اوسمهال د سني اتحاد کونسل، چې غوڅ اکثریت یې د تحریک انصاف پلویان دي، حکومت دی. له ۲۰۱۸ز څخه د ۲۰۲۲ز کال تر اپرېل پورې تحریک انصاف په وفاق او په خیبر پښتونخوا کې واکمن وو او هغه مهال یې هم صوبې ته د خپلې برخې د پیسو ورکولو ژمنه کړې وه.

پاکستان له ۲۰۱۹ز کال راهیسې له مالي او اقتصادي مشکلاتو سره مخامخ دی چې له دې وجې یې د پیسو له نړیوال صندوق (ای اېم اېف) څخه قرض واخیست او ټاکل شوې چې نوی وفاقي حکومت هم له هغې نړیوالې مالي ادارې سره د پور پر پروګرام مذاکرات وکړي.

د پاکستان نوي وزیراعظم شهباز شریف د مارچ پر درېیمه تر خپل انتخاب وروسته قامي اسمبلۍ ته په وینا کې ژمنه کړې وه چې د هېواد اقتصادي او امنیتي ستونزې هواروي.

XS
SM
MD
LG