د لاسرسي ځای

تازه خبر

د خیبر پښتونخوا ګورنر وايي وفاقي حکومت د جون تر پایه د صوبې ټول پورونه پرې کوي


د خیبر پښتونخوا ګورنر غلام علي یوې غونډې ته وینا کوي - پخوانی انځور.
د خیبر پښتونخوا ګورنر غلام علي یوې غونډې ته وینا کوي - پخوانی انځور.

د خيبر پښتونخوا ګورنر غلام علي وايي د پاکستان د خزانې وزیر اسحاق ډار ورسره وعده کړې چې د جون تر پای پورې به وفاقي حکومت د صوبې پورونه پرې کړي.

حاجي غلام علي د جون پر شپږمه په پېښور کې خبریالانو ته وويل چې په دې اړه یې له ډار سره خبرې شوې دي او هغه ورته ډاډ ورکړی چې د خیبر پښتونخوا پخوانی او اوسنی قرض خلاصوي.

هغه و نه ويل چې وفاقي حکومت یې څومره روپۍ پوروړی دی خو په خبره یې چې وفاقي چارواکو ورته ويلي چې تېر حکومت ته یې څه د پاسه ۳۰۰ اربه روپۍ ورکړې دي او د بجلۍ د پیسو په اړه یې د اوبو او برېښنا له ادارې (واپډا) سره خبرې روانې دي. "اسحاق ډار وويل چې د جون تر ۳۰مې به پاتې قرضونه خلاصوي. هغه البته دا خبره وکړه چې د پيسو په اړه د خیبر پښتونخوا [د حکومت ورکړی] شمېر سم نه دی. اسحاق ډار ماته وويل چې وفاقي حکومت د خيبر پښتونخوا پخوانۍ او اوسنۍ ټولې پاتې پيسې ورکوي."

په تېرو وختونو کې د خيبر پښتونخوا بېلابېلو حکومتونو د پاکستان پر وفاقي حکومتونو نيوکې کړې چې د صوبې د بجلۍ ګټه او نورو معدني وسايلو پیسې نه ورکوي.

د تحريک انصاف تېر صوبايي حکومت وزیراعلا محمود خان د ۲۰۲۲ز کال په ډېسېمبر کې په پېښور کې په يوه خبري غونډه کې ويلي ول چې وفاقي حکومت یې ۱۸۹ اربه روپۍ پوروړی دی.

د دې تر څنګ خيبر پښتونخوا له وفاقه د ملي مالیاتي صندوق یا اېن اېف سي اېوارډ پیسې هم غواړي.

د پاکستان د انګرېزۍ ژبې دي نيوز ورځپاڼې ليکلي چې د خیبر پښتونخوا د اعلاوزیر د دفتر اسناد یې ترلاسه کړي دي چې پکې راغلي چې صوبايي حکومت د روان مالي کال په ترڅ کې له وفاقي حکومته د ۲۱۹ اربه روپيو غوښتنه کړې. د خیبر پښتونخوا حکومت دليل راوړی چې په ۲۰۱۸ز کال کې په صوبه د قبايلي سيمو تر ورګډېدو وروسته یې ضرورت زیات شوی دی.

په دې اړه د خیبر پښتونخوا ګورنر غلام علي د خبريالانو د یوې پوښتنې په ځواب کې مختصراً دا وويل چې وفاقي حکومت ورسره ژمنه کړې چې په راتلونکې بجت کې به د قبايلي سيمو پوره برخه کوي.

هغه زیاته کړه چې د قبايلي سيمو خلک شکايت لري چې د هغوی پيسې دې د خیبر پښتونخوا په نورو برخو کې نه لګول کېږي نو ځکه به حکومت هڅه کوي چې د قبایلي سیمو پیسې په هغو ضلعو کې ولګوي.

د یادونې ده چې د پاکستان پارلېمان د ۲۰۱۸ کال د مې په اخري اوونۍ کې په ايين کې د ترميم له لارې په قبایلي سیمو کې د فرنټییر کرایمز رېګیولېشن یا اېف سي ار په نوم قانون ختم کړ او هغه ضلعې یې په خیبر پښتونخوا صوبه کې شاملې کړې​ل.

هغه مهال د پاکستان حکومت وعده کړې وه چې د ۱۰ کلونو لپاره به په ځانګړي مراعتي ډول د قبايلي سيمو د پرمختګ لپاره کارونه کوي. همداراز حکومت ویلي ول چې د قبايلي سيمو وګړي به د پاکستان د نورو اوسېدونکو په څېر سهولتونه او حقونه ولري.

هغه مهال د مسلم ليګ (ن) حکومت د قبايلي سيمو د انظمام د کمېټې مشر سرتاج عزیز مشال راډيو ته ويلي ول چې په قبايلي ضلعو کې د چټک پرمختګ لپاره به د پاکستان د قامي مالياتي کمېشن (اېن اېف سي) له پيسو څخه درې فيصده برخه ورکول کېږي.

په ۲۰۱۸ز کال کې تحريک انصاف ګوند واکمن شو خو په وفاق او خیبر پښتونخوا صوبه کې د ۲۰۲۲ز کال تر اپرېله پورې د حکومت کولو باوجود قبايلي سيمې د اېن اېف سي له بشپړو پیسو بې برخې وې.

د تحريک انصاف حکومت د خیبر پښتونخوا چارواکو هغه مهال ویلي ول چې له وفاقه د پیسو نه ترلاسه کېدو له وجې د صوبې له بودیجې څخه په قبایلي ضلعو کې پر پرمختیايي کارونو پیسې لګوي.

XS
SM
MD
LG