د لاسرسي ځای

تازه خبر

جګړا: د ای ایم ایف یاداښت به لاسلیک کړو که وفاق زموږ غوښتنې ومني


د خيبر پښتونخوا د خزانې وزیر تيمور سلیم جګړا د جولای پر درېیمه مشال راډیو ته وویل چې په دې اړه يې د جون پر ۲۹مه د خزانې وفاقي وزیر مفتاح اسمعاعيل ته یو خط لیکلی دی. 
د خيبر پښتونخوا د خزانې وزیر تيمور سلیم جګړا د جولای پر درېیمه مشال راډیو ته وویل چې په دې اړه يې د جون پر ۲۹مه د خزانې وفاقي وزیر مفتاح اسمعاعيل ته یو خط لیکلی دی. 

د خيبر پښتونخوا حکومت وايي تر هغه وخته به د پیسو نړال صندوق له خوا پاکستان ته د پور ورکولو یاداښت لاسلیک نکړي چې وفاق د خیبر پښتونخوا واجبات یا پاتې پيسې نه وي ورکړې.

د خيبر پښتونخوا د خزانې وزیر تيمور سلیم جګړا د جولای پر درېیمه مشال راډیو ته وویل چې په دې اړه يې د جون پر ۲۹مه د خزانې وفاقي وزیر مفتاح اسمعاعيل ته یو خط لیکلی دی.

تېمور سلیم جګړا وویل، "موږ نه وفاقي حکومت د پیسو د نړیوال صندوق پر یو یاداښت لاسلیک غواړي، دې نه مخکې چې په وفاق کې دا درې کاله زموږ حکومت وو، هغوي باندې مو هم داسې غوښتنې منلې وې او بیا مو داسې یاداښتونه لاسلیک کړي وو."

نوموړي د خپلو غوښتنو په اړه وویل چې دوی په قبايلي ضلعو کې ولس ته د صحت کارډ سهولت ورکولو په مد کې پنځه اربه روپۍ غواړي، د قبايلي ضلعو لپاره چې په کلني بجټ کې ۲۵ اربه روپۍ کمې کړل شوې دي هغه غواړي او د اوبو د بجلۍ په مد کې د صوبې برخې د ۶۰ اربو روپيو غوښتنه یې کړې ده.

تيمور سلیم جګړا زیاتوي چې دا مهال وفاقي حکومت ته په مختلفو مدونو یا برخو کې د صوبې ۱۳۳۲ اربه روپۍ پاتي دي.

ده وویل چې که څه هم د صوبې کلنی بجټ متوازن دی خو د ده په خبره، وار له مخه تاواني دی نو که په سمدستي توګه وفاقي حکومت ۹۰ اربه روپۍ صوبې ته ورنکړي ، د صوبايي بجټ تاوان به پوره نه شي.

عمران خان: زیاتېدونکي ګراني د حکومت ناکامي په ډاګه کوي
تم شئ

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:01:19 0:00

دا په داسې حال کې ده چې د جون پر ۲۲مه د پيسو نړیوال صندوق له پاکستان سره د شپږو اربو ډالرو د ځنډ ښکار مالي همکارۍ لوظنامه بحاله کړه.

د پيسو نړيوال صندوق پاکستان ته ويلي دي چې د پور اوسني قسط تر لاسه کولو لپاره بايد حکومتي لګښتونه کم کړل شي.

یادې ادارې ویلي چې پاکستان باید د دې تر څنګ، د مالیو راغونډولو نظام پراخ کړي او د ګټې وټې وسیلې زیاتې کړي.

د ادارې په وینا، له دې سره به پاکستان د دې جوګه شي چې په بنیادي ډهانچه جوړولو او د ولس د خیر ښېګړې پر پروژو پیسې ولګوي کوم چې اړین دي.

د یادونې وړ ده چې پاکستان دا وخت د حکومت په وینا، له جدي اقتصادي ستونزو سره مخامخ دی چې له کبله یې حکومت د تېلو په قېمتونو کې پراخ زیاتوالی کړی دی.

په وفاق کې د مسلم لیګ نون او نورو ګوندونو اتحادي حکومت تور پورې کوي چې دا ستونزې ورته د تحریک انصاف له لرې کړل شوي حکومته پاتې دي.

خو د تحریک انصاف مشر او لرې کړل شوی وزیراعظم عمران خان اوسني واکمن په درغلیو تورنوي او ادعا کوي چې ګواکې د ملک د اقتصاد بحالۍ ایجنډا پر سر لرې کړل شوی دی.

XS
SM
MD
LG