د لاسرسي ځای

تازه خبر

نواز شریف د پخوانیو جنرالانو او قاضیانو احتساب غواړي خو ایا خپل ګوند یې ورسره مني؟


پخوانی وزیراعظم نواز شریف د وینا پر مهال - پخوانی انځور.
پخوانی وزیراعظم نواز شریف د وینا پر مهال - پخوانی انځور.

د پاکستان پخواني وزیراعظم او د مسلم لیګ (ن) رهبر نواز شریف په وروستیو کې یو ځل بیا د پوځ د پخواني مشر جنرال قمر جاوېد باجوه، د استخباراتي ادارې (ای اېس ای) د پخواني مشر جنرال فیض حمید او د ځینو پخوانیو لوړپوړو قاضیانو ججانو د احتساب خبره کړې ده خو د هغه د ګوند یو مشر او پخواني وفاقي وزیر جاوېد لطیف ویلي چې د پخوانیو جنرالانو او قاضیانو احتساب نه غواړي.

دا په داسې حال کې ده چې مسلم لیګ (ن) ویلي دي چې شریف په اکتوبر کې پاکستان ته ستنېږي. پر شریف د درغليو مقدمې دي او د قید سزا ورته اورول شوې ده خو عدالت نوموړی د ۲۰۱۹ز کال په اکتوبر کې د اتو اوونیو په ضمانت پرېښی وو او بیا میاشت وروسته چارواکو ورته اجازه ورکړه چې د خپلې درملنې لپاره د څلورو اوونیو لپاره له ملکه بهر لاړ شي. خو نواز شریف له هغه وخت راهیسې په لندن کې اوسي.

نوموړي پر ځان لګېدلي تورونه په وار وار رد کړي دي او هغه قضیه سیاسي بولي.

د نواز شریف تر بیان وروسته د هغه د ګوند یو مرکزي مشر او پخواني وفاقي وزیر جاوېد لطیف د سېپتېمبر پر ۲۶ مه د لاهور په ماډل ټاون کې خبریالانو ته وویل چې پر دې سربېره چې د ګوند دننه ۹۰ سلنه خلک جنرال قمر جاوېد باجوه او جنرال فیض حمید د نواز شریف د نااهله کولو ذمه وار ګڼي خو پر ضد یې د اقدام غوښتنه نه کوي.

د نواز شریف ګوند له جنرالانو سره د مبارزې پارټي نه ده
افراسیاب خټک

نوموړي زیاته کړه باید د هغو کردارونو او د هغوی د مرستیالانو احتساب وشي چې د می د نهمې په پېښو کې لاس لري.

د مسلم لیګ (ن) مشر او سیاستوالانو یې دا څرګندونې پر داسې مهال کړې دي چې انتخاباتي کمېشن ویلي، د ۲۰۲۴ز کال په جنورۍ کې په پاکستان کې عام انتخابات کوي.

پوښتنه دا ده چې ایا نواز شریف او ګوند دواړه یې په سیاست کې د پوځي مداخلت پر ضد خپله بیانیه پر مخ وړل غواړي او که څنګه؟

په دې اړه د سیاسي چارو شنونکې افراسیاب خټک د سېپتېمبر پر ۲۷مه مشال راډیو ته وویل چې نواز شریف د پنجاب د کاروباري طبقې او صنعت کارانو منل شوی مشر دی او له جنرالانو څخه یې هم ۹۵ فیصده پنجابیان دي.

د نوموړي په وینا، دا مهال د لاهور د تخت لپاره د نوکرشاهي (بیوروکراسۍ) او عامو سرمایه دار ترمینځ شخړه روانه ده. ''د نواز شریف [ګوند] له جنرالانو سره د مبارزې پارټي نه ده، نو دوی شهباز شریف رامخکې کړي، خو بیا هم هغه خبره ده چې په یو تېکه (نیام) کې به دوه تورې څنګه ځایېږي؟ نواز شریف له پوځ سره تر ټولو لویه تجربه لري. که وویل شي چې هغه په پوځ پي اېچ ډي (دوکتورا) کړې ده نو ناسمه به نه وي. هغه ډېر ښه ورباندې پوه دی چې دوی څوک دي او څنګه دی؟ نو زما یقین نه دی چې نواز شریف به له دوی سره جوړ شي. نواز شریف خو یې ورسره نه مني، ځکه چې هغه ورته وايي چې په ایین کې د ولس واکمني لیکلې ده، خو جنرالان یې کله مني؟''

نواز شریف د سېپتېمبر پر ۱۸مه له لندنه په ویډیويي وینا کې د ګوند یوې غونډې ته ویلي ول چې هغه ولس د برېښنا له پارچاو یا لوډشینډینګه خلاص کړی وو خو څلورو ججانو کور ته ولېږداوه.

نوموړي زیاته کړه چې د پوځ او ای اېس ای پخواني مشران د هغه په ګوښه کولو کې لاس لري.

د پاکستان پوځ تر دې مخکې دا ډول دعوې او تورونه رد کړي دي او وايي چې په سیاست کې مداخله نه کوي. د پوځ ویاندانو تر دې مخکې په بېلابېلو وختونو کې ويلي چې حکومتونه نه چلوي بلکې یوازې ورسره د امنيت په برابرولو کې مرسته کوي.

د ۲۰۲۲ز کال په نومبر کې د پاکستاني پوځ مشر جنرال قمر جاوېد باجوه د خپلې دندې د ختمېدو په وينا کې ادعا وکړه چې پخوا که هر څنګه ول خو "اوس پوځ په سیاست او حکومت کې ګوتې نه وهي."

په اسلام اباد کې د سیاسي چارو یو بل شنونکی حسن خان وايي چې اوسمهال په پاکستان کې عام نظر دا دی چې پوځي اداره غواړي چې راروان حکومت دې د نواز شریف یا مسلم لیګ (ن)، خو د شنونکي وروستیو څرګندونو د هغه ګوند مخکښه سیاستوالان ناکراره کړي دي.

د حسن خان په خبره، د ګوند مشران نه غواړي چې په راتلونکو انتخاباتو کې یو ځل بیا له ماتې سره مخامخ شي. ''نورو سیاسي ګوندونو هم ورباندې نیوکې کړې دي چې نواز شریف بیا هغه د بدل (غچ) سیاست نه پرېږدي. پر ځای د دې چې دی مخکې ولاړ شي، هېواد پر مخ یوسي، دی بیا وايي چې زه راشم نو له فلاني او فلاني سره به [حساب] کوم. د دې په نتیجه کې پر نواز شریف د ګوند دننه هم فشار دی او د نورو ګوندونو له خوا هم.''

د پخوانیو جرنیلانو او ججانو د احتساب پر مسله د جاوېد لطیف "نرم دریځ،" د نواز شریف له نظره یوې جلا لارې ته اشاره کوي.

د مسلم لیګ (ن) یو بل مشر خرم دستګیر د سېپتېمبر پر ۲۶مه وویل چې حکومت یې د پوځ یو بل پخواني مشر جنرال پروېز مشرف د اساسي قانون له مخې د غدارۍ په تور محاکمه کړی وو، خو وروسته هغه له سزا بچ شو. نوموړي زیاته کړه چې باید دا هر څه تکرار نه شي.

د سیاسي چارو یو شنونکی او خبریال شایق حسین په دې اړه وايي چې ګوندونه چې کله په اپوزیشن (مخالف) کې وي نو د جنرالانو د احتساب خبره کوي خو چې کله واکمن شي نو هر څه پر ځای پاتې شي. ''د نواز شریف مسله دا ده چې د هغه مرکزي حریف [یا سیال عمران خان] په زندان کې دی. که مسلم لیګ (ن) د انتخاباتو لپاره د عمران خان غوښتنه منلې وای نو د عمران خان بیا [واکمنېدل] ناممکن [ول] خو مسلم لیګ (ن) دا و نه کړل. اوس نواز شریف له تېرو څلورو کلونو راهیسې په لندن کې دی او عمران خان په زندان کې دی، نو خلک دې ته هم ګوري. باقي تر انتخاباتو مخکې د پوځ ضد بیانیه ډېره [موثره] ده او ګوندونه به تر ګټه پورته کوي.''

د یادونې وړ ده چې د جنرال قمر جاوېد باجوه او جنرال فیض حمید او د سپریم کورټ د قاضیانو اصف سعید کوسه او ثاقب نثار د احتساب په اړه د نواز شریف څرګندونو د هغه کشر ورور شهباز شریف دې ته اړ کړ چې له لندنه پاکستان ته تر ستنېدو ۴۸ ساعته وروسته بیا لندن ته ورشي او له خپل ورور سره د پوځ ضد دریځ پر نرمولو وغږېږي.

XS
SM
MD
LG