د لاسرسي ځای

تازه خبر

ګیورګیېوا: پاکستان له ای اېم اېف سره د ۳ اربه ډالرو د پور په اړه تعقیبي خبرې مخ ته وړي


د پیسو د نړیوال صندوق مشره کرېستالینا ګیورګیېوا يوې غونډې ته وينا کوي ـ پخوانی انځور
د پیسو د نړیوال صندوق مشره کرېستالینا ګیورګیېوا يوې غونډې ته وينا کوي ـ پخوانی انځور

د پیسو د نړیوال صندوق (ای اېم اېف) مشرې کرېستالینا ګیورګیېوا ويلي چې پاکستان له هغې ادارې سره د درې اربه ډالرو د نهه میاشتني پروګرام په اړه تعقيبي خبرې مخ ته وړي.

ګیورګیېوا د اپرېل پر ۱۱مه په واشنګټن کې وویل چې پاکستان له ای اېم اېف سره اوسنی پروګرام په بریالیتوب سره بشپړ کړی او اوس يې له هغې ادارې سره "احتمالي تعقیبي پروګرام ته مخه کړې ده."

خو نوموړې زياته کړه چې پاکستان بايد ځينې مهمې ستونزې هوارې کړي چې په هغوی کې "د مالیې اساس، په اقتصاد کې د ټولنې د شتمنې برخې ونډه، د ولسي لګښتونو څرنګوالی او د یوه لا زيات شفاف چاپېریال ایجادول" شامل دي.

د پیسو د نړیوال صندوق مشرې دا څرګندونې پر داسې مهال کړې دي چې د هغې ادارې مامورانو د مارچ پر ۲۰مه اسلام اباد ته د درې اربه امریکايي ډالرو له پوره د ۱.۱ مېلیاره ډالرو د بل قسط ورکولو په اړه ابتدايي موافقه وکړه.

ای اېم اېف د مارچ پر ۲۰مه په بیان کې وویل چې د پاکستان دولتي بانک او پخواني نګران حکومت په وروستیو میاشتو کې د هغې مالیاتي ادارې پر شرطونو په سختۍ عمل کړی دی او اوسنی نوی حکومت هم له اقتصادي او مالي پلوه د هېواد د باثباته او پیاوړي کولو لپاره د تګلارو او اصلاحاتي هڅو د دوام هوډ ښوولی دی.

اسلام اباد او ای اېم اېف په ۲۰۲۳ز کال کې پر داسې مهال د درې اربه ډالرو د پور موافقه کړې وه چې پاکستان یو له تر ټولو سختو اقتصادي بحرانونو سره مخامخ وو.

د هغې ادارې اجراییوي ډلې د ۲۰۲۳ز کال د جولای پر ۱۲مه پاکستان ته د درې اربه ډالرو نهه میاشتنی پروګرام تایید کړی وو چې ورسره سم یې ورته د پور لومړی قسط، چې ۱.۲ اربه ډالر جوړېده، ورکړ.

ای اېم اېف د روان کال په جنورۍ کې پاکستان ته د څه باندې ۷۰۵ مېليونه ډالرو پور دويم قسط ورکړی وو.

پاکستان له ۲۰۱۹ز کال راهیسې له اقتصادي بحران سره مخامخ دی او پر هم هغه کال یې د پیسو له نړیوال صندوق سره د شپږو اربو ډالرو د پور درې کلن تړون لاسلیک کړی وو.

XS
SM
MD
LG