د لاسرسي ځای

تازه خبر

پاکستاني چارواکي د نور پور ترلاسه کولو لپاره له ای اېم اېف سره غږېدلي دي


د مارچ پر ۱۴مه د پاکستان مالیې وزارت او ای اېم اېف پلاویو په اسلام اباد کې وکتل.
د مارچ پر ۱۴مه د پاکستان مالیې وزارت او ای اېم اېف پلاویو په اسلام اباد کې وکتل.

د پاکستان د مالیې وزارت چارواکو د پیسو نړیوال صندوق (ای اېم اېف) له پلاوي سره د درې اربه (مېلیارده) امریکايي ډالرو پور ترلاسه کولو په اړه غږېدلي دي.

وزارت د مارچ پر ۱۴مه پر اېکس په بیان کې ویلي دي چې د ای اېم اېف چارواکي نیتن پورټر په مشرۍ پلاوي په اسلام اباد کې د خزانې له وفاقي وزیر محمد اورنګزیب خان سره د پاکستان د اقتصادي او مالي چارو د دویمې ارزونې په تړاو خبرې وکړې.

په خبرپاڼه کې ویل شوي دي، چې دواړو لورو د مالي پیاوړتیا په برخه کې د حکومتي هڅو، اصلاحاتو، د انرژۍ څانګې د پیاوړتیا او د حکومتي ادارو د انتظام په اړه خبرې کړي دي.

وزارت تر دې یوه ورځ مخکې ویلي ول چې د ارزونې غونډه به څلور ورځې دوام ولري او هیله یې ښوولې وه چې تر هغې وروسته به له ای اېم اېف سره د مامورانو پر کچ د پور موافقې ته ورسېږي.

وزارت زیاته کړی وه چې که وروستۍ ارزونه بریالۍ شي، نو صندوق به پاکستان ته د شاوخوا ۱.۱ اربه ډالرو قسط ورکړي.

پاکستان په داسې حال کې له ای اېم ایفه د پور د تازه قسط ترلاسه کولو هڅې کوي، چې د ډالر په مقابله کې د روپۍ ارزښت پرېوتی دی، په هغه هېواد کې د بهرنیو اسعارو یا پیسو زېرمې کمې شوې دي، انفلېشن یا افراط زر ۲۳ سلنه لوړه شوې او د دولتي بانک پر پورونو د سود سطح ۲۲ فیصده ته رسېدلې ده.

پاکستان له ۲۰۱۹ز کال راهیسې له اقتصادي بحران سره مخامخ دی او په هم هغه کال یې د پیسو له نړیوال صندوق سره د شپږو اربو ډالرو د پور درې کلن تړون لاسلیک کړی وو.

ای اېم اېف د روان کال په جنورۍ کې پاکستان ته د څه باندې ۷۰۵ مېليونه ډالرو پور قسط ورکړی وو.

XS
SM
MD
LG