د لاسرسي ځای

تازه خبر

پاکستان کې خلکو د ګرانۍ ضد پراخ احتجاج وکړ


پاکستان کې د ګرانۍ او د بجلۍ د بیې د لوړېدو خلاف اولسي مظاهرې وشوې
تم شئ

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:02:02 0:00

پاکستان کې د ګرانۍ او د بجلۍ د بیې د لوړېدو خلاف اولسي مظاهرې وشوې

په پاکستان کې سوداګرو او جماعت اسلامي د ګرانۍ او د بجلۍ د زیاتو شویو بیو پر ضد د سېپټمبر پر دوېیمه په ټول ملک کې احتجاج اعلان کړی دی.

د سوداګرو او جماعت اسلامي مشرانو د سېپټمبر پر لومړۍ نېټه په پېښور کې تر خبري غونډې وروسته مشال راډیو ته وویل چې د خالي پر ورځ به په ټول ملک کې کاروبارونه تړلي وي.

د جماعت اسلامي د خیبر پښتونخوا مشر عبدالواسیع وویل، حکومت دې پر عام ولس د بوج اچولو پر ځای له سیاستوالو، عدلیې، لوړپوړو افسرانو او جنرالانو مراعات کم کړي.

دا په داسې حال کې ده چې له تېرو څو ورځو راهسې په پاکستان کې د ګرانۍ او د بجلۍ د زیاتو شویو بیلونو پرضد احتجاجونه روان دي.

په مینګوره کې د سېپټمبر پر دویمه ګڼ خلک د ګرانۍ خلاف احتجاج کوي.
په مینګوره کې د سېپټمبر پر دویمه ګڼ خلک د ګرانۍ خلاف احتجاج کوي.

د پاکستان نګران وزیراعظم انوارالحق کاکړ د اګست پر ۳۱مه په اسلام اباد کې رسنیو ته وویل، هڅه کوي چې د بجلۍ د ګرانۍ ستونزه په داسې توګه هواره کړي چې د پیسو له نړیوال صندوق سره له شوي تړونه سرغړونه ونه شي.

هغه وویل د تیلو د قیمتونو د زیاتوالي له امله برېښنا ګرانه شوې ده او په کابینه کې شامل مسلکي کسان د موجودو چیلنجونو سره د مقابلې لپاره پر غوره حل لاره کار کوي.

دا په داسې حال کې ده چې په پاکستان کې خلکو د بجلۍ په بیلونو کې د زیاتوالي په غبرګون کې پراخې مظاهرې پیل کړې دي.

د اګست پر ۳۱مه په کراچۍ کې د ماربلو کارخانو مالکانو د بجلۍ د زیاتو بلونو خلاف احتجاج وکړ. احتجاج کونکو ویل د بجلۍ بیلونه دوه او درې چنده د زیاتېدو له امله یې کاروبار متاثره شوی دی او مجبور دي چې یوازې اته ساعته کارخانې کار وکړي.

په پاکستان کې په دې وروستیو کلونو کې حکومت د برېښنا او تېلو پر سر ولس ته ورکوونکی رعایت په دوامداره توګه کم کړی دی او وايي چې دا کار د پیسو نړیوال صندوق د پور د شرطونو پوره کولو لپاره اړین دی.

په وروستي ځل حکومت د ۲۰۲۳م کال په جولای مياشت کې د برېښنا بیو ته بیا کتنه وکړه او هغه یې لوړې کړې. د هم هغې میاشتې پر ۱‍۲مه ای اېم اېف پاکستان ته د درې اربه ډالرو نهه میاشتنی پروګرام تایید کړ.

د پاکستان پخواني وزیراعظم شهباز شریف هغه مهال ویلي ول چې د موافقې منظورېدل یې د هېواد د اقتصادي ثبات د هڅو په لړ کې يو لوی ګام دی.

پاکستان له ۲۰۱۹ز کال راهیسې له اقتصادي بحران سره مخامخ دی او په هم هغه کال یې د پیسو له نړیوال صندوق سره د شپږو اربو ډالرو د پور درې کلن تړون لاسلیک کړی وو.

اسلام اباد له اوږدې مودې راهیسې له ای اېم اېف څخه د پور د نهم قسط ترلاسه کولو هڅې کولې خو د ۲۰۲۲ز کال له نومبر راهیسې هغه پروګرام د ځنډ ښکار وو.

په دې ترڅ کې د پخواني وزیراعظم شهباز شريف ترڅنګ د پاکستان لوړپوړو چارواکو د ای اېم اېف له مشرانو سره یوشمېر ناستې وکړې او د پیسو د نړیوال صندوق د شرطونو پوره کولو لپاره يې ګامونه پورته کړل.

په دې اقداماتو کې د انرژۍ د بیو لوړول، د حکومتي لګښتونو کمولو لپاره د کفایت شعارۍ پروګرام او د ۲۰۲۳-۲۰۲۴ز مالي کال په بجټ کې د ۲۱۵ اربه روپيو نویو ټېکسونو لګول شامل دي.

XS
SM
MD
LG