د لاسرسي ځای

تازه خبر

پاکستان او ای اېم اېف اسلام اباد ته د پور د بل قسط ورکولو په اړه ابتدايي موافقه کړې ده


د ای اېم اېف اجراییوي بورډ باید پاکستان ته د پور د نوي قسط ورکول تایید کړي - پخوانی انځور.
د ای اېم اېف اجراییوي بورډ باید پاکستان ته د پور د نوي قسط ورکول تایید کړي - پخوانی انځور.

په داسې حال کې چې د پاکستان او د پیسو نړیوال صندوق چارواکي هغه هېواد ته د پور ورکولو په اړه ابتدايي توافق کړی دی، په اسلام اباد کې د امريکا سفير ډانلډ بلوم ويلي چې له پاکستان سره د اقتصادي همکارۍ لا زیاتولو لپاره پر خپلو ژمنو ولاړ دی.

پاکستان او د ای اېم اېف ماموران د مارچ پر ۲۰مه اسلام اباد ته د درې اربه امریکايي ډالرو له پوره د ۱.۱ مېلیاره ډالرو د بل قسط ورکولو په اړه ابتدايي موافقې ته ورسېدل.

د هغې نړیوالې مالي ادارې اجراییوي بورډ باید اوسنۍ موافقه تایید کړي چې ورسره سم به پاکستان پیسې ترلاسه کړي.

ای اېم اېف د مارچ پر ۲۰مه په بیان کې ویلي دي چې د پاکستان دولتي بانک او پخواني نګران حکومت په وروستیو میاشتو کې د هغې مالیاتي ادارې پر شرطونو په سختۍ عمل کړی دی او اوسنی نوی حکومت هم له اقتصادي او مالي پلوه د هېواد د باثباته او پیاوړي کولو لپاره د تګلارو او اصلاحاتي هڅو د دوام هوډ ښوولی دی.

په دې ترڅ کې د ای اېم اېف او پاکستان چارواکو ترمینځ د پور په اړه مذاکرات د مارچ پر ۱۹مه سر ته ورسېدل.

د پاکستان د ماليې وزارت ويلي چې له ای اېم اېف سره يې د مالي چارو د ارزونې غونډې پينځه ورځې دوام وکړ.

اسلام اباد او ای اېم اېف په ۲۰۲۳ز کال کې پر داسې مهال د درې اربه ډالرو د پور موافقه کړې وه چې پاکستان یو له تر ټولو سختو اقتصادي بحرانونو سره مخامخ وو.

په همدې حال کې په اسلام اباد کې د امريکا سفارت د مارچ پر ۱۹مه پر خپله ووبپاڼه په بیان کې ويلي چې بلوم پر هم هغه ورځ د پاکستان د خزانې له وزير محمد اورنګزېب سره ولیدل.

بیان وايي، دواړو مشرانو د پاکستان د اقتصادي اصلاحاتو د هدفونو پوره کولو لپاره د امريکا د لا زياتې همکارۍ او ملاتړ په اړه خبرې وکړې چې د هغه هېواد د ماليې انتظام او د پانګونې فضا لا ښه کول پکې شامل دي.

بيان پر مخ ليکي چې ډانلډ بلوم له ای اېم اېف سره د پاکستان د پور اخيستلو په لړ کې د امريکا د ملاتړ یادونه وکړه.

بلوم تر دې يوه ورځ وړاندې د پاکستان له ولسمشر اصف علي زرداري او د بهرنيو چارو له وزير اسحاق ډار سره هم په جلا، جلا ملاقاتونو کې د امريکا او پاکستان پر دوه اړخيزو اړيکو او اقتصادي او سياسي موضوعاتو خبرې کړې وې.

د ای اېم اېف اجراییوي ډلې د ۲۰۲۳ز کال د جولای پر ۱۲مه پاکستان ته د درې اربه ډالرو نهه میاشتنی پروګرام تایید کړی وو چې ورسره سم یې هغه هېواد ته د پور لومړی قسط، چې ۱.۲ اربه ډالر جوړېده، ورکړ.

ای اېم اېف د روان کال په جنورۍ کې پاکستان ته د څه باندې ۷۰۵ مېليونه ډالرو پور قسط ورکړی وو.

دا ډول پاکستان ته د ای اېم اېف د هغه نهه میاشتني پروګرام په لړ کې ورکړل شوی پور ۱.۹ اربه ډالرو ته رسېدلی وو.

پاکستان په داسې حال کې له ای اېم ایفه د پور د تازه قسط ترلاسه کولو هڅې کوي، چې د ډالر په مقابله کې د روپۍ ارزښت پرېوتی دی، په هغه هېواد کې د بهرنیو اسعارو یا پیسو زېرمې کمې شوې دي، انفلېشن یا افراط زر ۲۳ سلنه لوړه شوې او د دولتي بانک پر پورونو د سود سطح ۲۲ فیصده ته رسېدلې ده.

پاکستان له ۲۰۱۹ز کال راهیسې له اقتصادي بحران سره مخامخ دی او پر هم هغه کال یې د پیسو له نړیوال صندوق سره د شپږو اربو ډالرو د پور درې کلن تړون لاسلیک کړی وو.

XS
SM
MD
LG