د لاسرسي ځای

تازه خبر

بلاول بوټو زرداري وايي له ټي ټي پي سره مذاکراتو پاکستان ۱۰ کاله شا ته بیولی دی


د پاکستان پيپلز ګوند مشر بلاول بوټو زرداري يوې غونډې ته وينا کوي ـ پخوانی انځور
د پاکستان پيپلز ګوند مشر بلاول بوټو زرداري يوې غونډې ته وينا کوي ـ پخوانی انځور

د پاکستان پيپلز ګوند مشر وايي، له وسلوالو طالبانو سره مذاکراتو پاکستان په ترهګرۍ ضد جنګ کې د پرمختګ پرځای ۱۰ کاله شا ته بیولی دی.

بلاول بوټو زرداري د ډېسېمبر پر ۱۳مه په پېښور های کورټ کې وکیلانو ته په وینا کې د پاکستان تحریک انصاف د واکمنۍ پر مهال په افغانستان کې د طالبانو حکومت چارواکو په مينځګړتوب له ناقانونه وسلوالې ډلې تحریک طالبان پاکستان (ټي ټي پي) سره پر شویو مذاکراتو نیوکې وکړې او و يې ویل چې د هغه بهیر پلټنې باید وشي. "هغې یوې پرېکړې پاکستان ۱۰ کاله شاته ټېل وهلی دی. پر دې پرېکړه موږ افغانستان ته په پاکستان کې ستراتیژیک ژوروالی ورکړی دی. تر ټولو لومړۍ غوښتنه مې دا ده چې د دې سخت جرم پلټنې او احتساب په کار دی."

د پاکستان او ټي ټي پي ترمينځ مذاکرات د ۲۰۲۱ز کال په پای کې پيل شول چې په لومړي سر کې پټ ساتل شوي ول، خو وروسته هغه وخت په ډاګه شول چې کله د پاکستان حکومت کابل ته يوه ۵۰ کسيزه جرګه ولېږدوله.

دا مذاکرات په کابل کې د طالبانو حکومت په مينځګړتوب پرمخ تلل، او د ۲۰۲۲ز کال په جون مياشت کې تحریک طالبان پاکستان او اسلام اباد د خبرو د وروستي پړاو پر مهال تر نامعلومې مودې پورې د اوربند غځولو اعلان وکړ.

وروسته ټي ټي پي د ۲۰۲۲ز کال په نومبر کې د اوربند په ماتولو خپلو وسلوالو ته په پاکستان کې د بريدونو کولو امر وکړ.

تحریک طالبان پاکستان د نومبر پر ۲۸مه رسنيو ته په استولي بیان کې، چې مشال راډیو هم ترلاسه کړی وو، دعوه کړې وه چې "د پاکستان پوځ" یې د غړو پرضد "په لکي مروت او نورو سيمو کې عملیاتو ته دوام ورکړی دی" نو ځکه بریدونه بیا پیلوي.

د اوربند له ختمېدو راهیسې، په پاکستان کې پر پولیسو او پوځیانو بریدونه زیات شول او پولیسو او امنیتي ځواکونو هم ویلي دي چې د وسلوالو پرضد یې عملیاتو ته دوام ورکړی دی.

بلاول بوټو زرداري وکيلانو ته په وينا کې زياته کړه چې د ډېسېمبر پر ۱۲مه د ډېره اسماعیل خان په درابڼ کې پر پوځ د شوي برید او په خيبر پښتونخوا او بلوچستان کې د موجوده ناکرارۍ لامل له ټي ټي پي سره د مذاکراتو پخوانۍ تګلاره ده.

ده وویل د دې باید پوښتنه وشي چې په افغانستان کې د طالبانو د حکومت تر راتګ مخکې د هغه هېواد په زندانونو کې ګڼ وسلوال بنديان ول، خو له زندانونو څخه یې د خوشې کېدو د مخنيوي پرځای له وسلوالو سره مذاکرات وشول چې پاکستان ته یې "لوی زيان" ورساوه.

د بلاول بوټو زرداري د وروستیو څرګندونو په اړه د تحریک انصاف مشرتابه لا څه نه دي ویلي. خو پخواني وزیراعظم عمران خان د ۲۰۲۳ز کال د جنورۍ پر ۱۰مه د خپل ګوند یوې غونډې ته په وینا کې ویلي ول چې د ۲۰۲۱ز کال په وروستیو میاشتو کې د ده په واکمنۍ کې له ناقانونه ډلې ټي ټي پي سره د مذاکراتو کولو پرېکړه "ټولو برخوالو" په شریکه کړې وه.

د پاکستان اوسني لنډمهالي حکومت او پوځ هم د بلاول بوټو زرداري د څرګندونو په اړه لا څه نه دي ویلي خو تر دې وړاندې د پاکستان د پوځ مشر جنرال سید عاصم منیر او نګران وزیراعظم انوار الحق کاکړ ویلي ول چې له وسلوالو سره به نور هېڅ ډول مذاکرات نه کېږي.

کاکړ د ډېسېمبر پر ۱۱مه په اسلام اباد کې د کورنيو چارو وزارت په ودانۍ کې یوې غونډې ته ویلي ول چې وسلوال يوازې يوه لاره لري او هغه دا چې "پرته له کوم شرطه وسله وغورځوي، رياست ته تسليم شي او له هغو کسانو بخښنه وغواړي چې دوی يې خپلوان وژلي دي".

نوموړي زياته کړې وه، که وسلوال تسليم نه شي نو رياست د هغوی پر ضد تر "يو زر کلونو پورې جنګ کولو ته تيار دی".

دا په داسې حال کې ده چې له څه د پاسه یو کال راهیسې په پاکستان کې ناامني زیاته شوې ده. د پاکستان د شخړو او امنیتي مطالعاتو ادارې لخوا د ډېسېمبر پر درېيمه خپاره شوي ارقام ښيي چې په هغه هېواد کې په تېره (نومبر) مياشت کې د رياستي ادارو پرضد تشدد ۳۴ سلنه زيات شوی دی.

XS
SM
MD
LG