د لاسرسي ځای

تازه خبر

پاکستان د طالبانو له حکومته غوښتي دي چې د ټي ټي پي مشران وروسپاري


په اسلام اباد کې د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت مخې ته سرتېری ولاړ دی ـ پخوانی انځور.
په اسلام اباد کې د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت مخې ته سرتېری ولاړ دی ـ پخوانی انځور.

پاکستان وايي، د ډېره اسماعيل خان په درابڼ سيمه کې د وسلوال برید په تړاو یې په افغانستان کې د طالبانو حکومت ته "سخت احتجاج" کړی دی.

د پاکستان د بهرنيو چارو وزارت د ډېسېمبر پر ۱۲مه په يوه خبرپاڼه کې ویلي چې د وزارت سېکرټر په اسلام اباد کې د طالبانو حکومت تر کنټرول لاندې د افغانستان د سفارت شارژدافېیر (چارسمبالی یا ناظم الامور) احضار کړ او غوښتنه يې ورڅخه وکړه چې "په سمدستي توګه" دې خپل سرپرست حکومت ته خبر ورکړي چې د بريد د عاملينو په اړه په بشپړ ډول پلټنې او پر وړاندې یې سخت اقدام وکړي.

خبرپاڼه وايي، په درابڼ کې د ډېسېمبر ۱۲مې د بريد ذمه واري وسلوالې ډلې "تحريک جهاد پاکستان" منلې چې پکې "۲۳ امنيتي سرتېري ووژل" شول او لسګونه نور ژوبل شول. په خبرپاڼه کې دعوه شوې ده چې هغه وسلواله ډله له تحريک طالبان پاکستان (ټي ټي پي) سره تړاو لري.

په بيان کې د طالبانو له حکومته غوښتنه شوې چې د حملې عاملين دې ونيسي او د ټي ټي پي مشرتابه دې پاکستان ته وسپاري.

د خبرپاڼې په پای کې د طالبانو له حکومته غوښتنه شوې چې د پاکستان پر ضد دې د ترهګرۍ لپاره د افغانستان د خاورې د "پرله پسې کارونې" د مخنیوي لپاره ټول اړین اقدامات وکړي.

د طالبانو حکومت لا د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت د بیان په غبرګون کې څه نه دي ویلي خو تر دې مخکې یې په بیا بیا ټینګار کړی دی د افغانستان خاوره د هېچا پرضد کارېدو ته نه پرېږدي.

په وروستیو کې په پاکستان کې ناامني زیاته شوې ده. د پاکستان د شخړو او امنیتي مطالعاتو ادارې لخوا د ډېسېمبر پر درېيمه خپاره شوي ارقام ښيي چې په هغه هېواد کې په تېره (نومبر) مياشت کې د رياستي ادارو پرضد تشدد ۳۴ سلنه زيات شوی دی.

اسلام اباد تور پورې کوي چې تحریک طالبان پاکستان په افغانستان کې پټنځایونه لري او د بریدونو لپاره د هغه هېواد خاوره کاروي خو د طالبانو حکومت دا ردوي او ټي ټي پي هم وايي چې وسلوال یې په پاکستان کې پراته دي او د بریدونو لپاره د بل هېواد خاورې کارولو ته اړتیا نه لري.

د پاکستان لنډمهالي وزیراعظم انوار الحق کاکړ د نومبر پر اتمه په اسلام اباد کې خبري غونډې ته وویل، "له بده مرغه" په افغانستان کې د طالبانو د سرپرست حکومت له جوړېدو راهیسې په "پاکستان کې د ترهګرۍ پېښې ۶۰ فیصده او ځانمرګي بریدونه ۵۰۰ فیصده زیات شوي دي."

نوموړي زياته کړه چې په تېرو "دوو کلونو کې" یې په هېواد کې "۲،۲۶۷ تنه پاکستانیان د ترهګرۍ په پېښو کې وژل شوي دي چې ذمه وار یې تحریک طالبان پاکستان (ټي ټي پي) دی چې د افغانستان خاوره د پاکستان ضد کاروي."

وزیراعظم زیاته کړه چې د طالبانو حکومت ته یې ویلي دي چې د ټي ټي پي غړي وروسپاري خو هغوی دا کار نه کوي.

د طالبانو د بهرنیو چارو سرپرست وزیر امیر خان متقي د کاکړ تر څرګندونو دوه ورځې مخکې له بي بي سي پښتو سره په مرکه کې ویلي ول چې په پاکستان کې د ټي ټي پي بریدونه نوي نه دي بلکې له شاوخوا ۲۰ کلونو راهیسې روان دي.

ده ویلي ول چې طالبانو په ۲۰۲۱ز کال کې پر افغانستان له واکمنېدو سره سم فیصله کړې وه چې د افغانستان خاوره د هېچا پرضد کارېدو ته نه پرېږدي. "موږ پر هغه فیصله باندې ولاړ یو، هغه مو عملي کړې ده، زموږ له خاورې چا استفاده نه ده کړې."

متقي زیاته کړې وه چې وسلوال د پاکستان په خاوره کې دننه له افغان پولې څخه ۴۰۰ یا ۵۰۰ کېلومیټره لیرې بریدونه کوي، نو امنیت د هغه هېواد کورنۍ موضوع ده چې باید یې خپله هواره کړي.

XS
SM
MD
LG