د لاسرسي ځای

تازه خبر

سرفراز بګټی وایي هغه اسنادلرونکي افغانان هم له پاکستانه شړي چې په سیاست کې برخه اخلي


د پاکستان د کورنیو چارو نګران وزیر سرفراز بګټي (کېڼې خوا ته) غونډې ته وینا کوي ـ پخوانی انځور.
د پاکستان د کورنیو چارو نګران وزیر سرفراز بګټي (کېڼې خوا ته) غونډې ته وینا کوي ـ پخوانی انځور.

د پاکستان د کورنیو چارو نګران وزیر ویلي چې که په هغه هېواد کې اسناد لرونکي افغانان په سیاسي فعالیتونو کې لاس ولري، نو له هېواده یې شړي.

سرفراز بګتي د ډېسېمبر پر اتمه، په اسلام اباد کې یو خبري کانفرانس ته وویل چې حکومت د اسناد لرونکو افغان کډوالو لپاره نوې پالیسي جوړه کړې ده.

نوموړي زیاته کړه چې تر اوسه یې شاه وخوا ۱۰ کسان پېژندلي دي چې په پاکستان کې په سیاسي فعالیتونو کې ښکیل دي او هغوی به له هېواده وباسي.

بګټي وویل چې دا پالیسي د ټولو افغانانو په ګډون په هغو کسانو هم عملي کېږي چې سوداګریزې یا سیاحتي ویزې لري.

د کورنیو چارو نګران وزیر په خبري کنفرانس کې د بې اسناده بهرنیانو د ایستلو د بهیر په اړه تازه مالومات هم شریک کړل او زیاته یې کړه چې تراوسه ۴،۸۲،۸۴۵ (نږدې پنځه لکه) بهرنیان له پاکستانه وتلي دي.

پاکستان ته د افغان کډوالو د ورتګ بهیر په ۱۹۸۰ز کلونو کې پیل شوی وو. تر هغې وروسته د کورنیو جګړو پر مهال هم پاکستان ته ډېرې افغانان کډه شول.

پاکستان ته د افغانانو د ورتګ وروستۍ څپه د ۲۰۲۱ز کال په اګست کې پر افغانستان د طالبانو تر واکمنېدو وروسته پیل شوه.

پاکستان اټکل کوي چې هلته ۱،۷ میلیونه ( ۱۷لکه) اسناد نه لرونکي افغانان میشت ول او نېږدې هم دومره یې د کډوالو له ادارو سره ثبت دي او د استوګنې اسناد لري.

د پاکستان وفاقي حکومت د سږ کال په اکتوبر کې بې اسناده بهرنیانو ته چې زیاتره یې افغانان دي، د اکتوبر تر ۳۱مې په خپله خوښه د وتلو مهلت ورکړی وو.

د مهلت تر پوره کېدو وروسته د کډوالو د ستنېدو بهیر ګړندی شوی دی او تر اوسه لکونه خلک د تورخم، چمن او په نورو لارو افغانستان ته اوښتي دي.

یو شمېر ګوندونو او د بشري حقونو ډلو پر پاکستان غږ کړی دی چې د افغانانو د ایستلو بهیر دې ودروي.

پښتون ژغورنې غورځنګ، پاکستان قبایل مومنټ،عوامي نیشنل ګوند، جمعیت علما اسلام، پښتونخوا ملي عوامي ګوند، پښتونخوا نیشنل عوامي پارټي، ملي جمهوري غورځنګ او تحریک انصاف د افغانان د ایستلو ضد غونډې او مظاهرې کړي او د حکومت د دې ګام پر خلاف یې بیانونه ورکړي دي.

خو د پاکستان نګران حکومت او پوځ وایي د بې اسناده بهرنیانو ایستل یې د هېواد په ګټه دي.

د پوځ د عامه اړیکو دفتر (ای اېس پي ار) د ډېسېمبر پر اوومه په بیان کې ویلي دي چې جنرال سید عاصم منیر د ډېسېمبر پر شپږمه په پېښور کې د پوځي افسرانو غونډې ته په وینا کې وویل چې "ناقانونه" بهرنیان په جدي ډول د پاکستان امنیت او اقتصاد اغېزمنوي.

ده دعوه وکړه چې چارواکي "په ډېر احترام" بې اسناده بهرنیان، چې لوی اکثریت یې افغانان دي، ستنوي.

XS
SM
MD
LG