د لاسرسي ځای

تازه خبر

ډبلیو اېف پي وايي له پاکستانه ستانه شوي افغانان له ناڅرګنده راتلونکي سره مخامخ دي


له پاکستانه افغانستان ته د کډوالو د ستنېدو بهیر د نومبر له لومړۍ راهیسې ګړندی شوی دی ـ پخوانی انځور.
له پاکستانه افغانستان ته د کډوالو د ستنېدو بهیر د نومبر له لومړۍ راهیسې ګړندی شوی دی ـ پخوانی انځور.

د ملګرو ملتونو د خوړو نړيوال سازمان (ډبلیو اېف پي) وايي، له پاکستانه ايستل شوي ډېری افغانان په داسې حال کې وطن ته ستانه شوي دي چې له سخت اقتصادي حالت سره مخامخ دي او خوراکي موادو ته اړتیا لري.

سازمان د ډیسېمبر پر پینځمه پر اېکس پاڼه په خپره کړې ویډیو کې ویلي دي، په داسې حال کې چې په افغانستان کې له وړاندې تر شپږ مېلیونو زیات خلک په هېواد کې دننه بې ځایه شوي، هغوی چې نوي له پاکستانه ورستنېږي، له یوه ناڅرګنده راتلونکي سره مخامخ دي.

ډبليو اېف پي زياتوي، پر دې سربېره چې سازمان د پام وړ بودیجه نه لري، خو بیا هم شاوخوا دوه نیمو لکو ستنو شویو کډوالو ته یې د خوراکي توکو بیړنۍ مرستې رسولې دي.

د ملګرو ملتونو اړوند بنسټونو او سازمانونو د معلوماتو له مخې، د نومبر له لومړۍ راهیسې له پاکستانه افغانستان ته تر ۴۰۰،۰۰۰ زيات افغانان کډوال ستانه شوي دي.

ډېری ستانه شوي کډوال د ساړه ژمي په درشل کې د سرپناه او کاروبار له نشتوالي شکایت کوي.

د خوړو نړیوال پروګرام ویلي چې له دغو زیانګالو خلکو سره د لومړنیو مرستو لپاره ۲۶ اعشاريه درې مېلیونه ډالرو ته اړتیا لري.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG