د خیبر پښتونخوا په مردان کې حکومت د جاپان په مالي مرسته د ښځو لپاره ځانګړی بس سروس پیل کړی دی. دې ته ګلابي بس سروس ویل کېږي چې پرانسته يې نن وشوه. د دې بسونو لپاره ځانګړي انتظامات شوي او یوازې ماشومان او ښځې پکې سفر کولی شي.
د مشال راډيو خبریال شبیر جان یې ویډيو راپور تیار کړی.