د پاکستان د بېلا بېلو سیمو استادان په اسلام اباد کې پر احتجاجي پرلت دي او له حکومته غوښتنه کوي چې نوکرۍ دې یې پخې کړي او تنخاګانې دې یې هم سیوا کړي. د نېشنل کمېشن فار هیومین ډویلپنټ ادارې تر سیوري لاندې دا استادان وايي د شاته پاتې سیمو لکونو ماشومانو ته زده کړې ورکوي خو حکومت يې هېڅ غم نه خوري.