د دوشنبې په ورځ له غرمې وروسته چې په ننګرهار د سختې زلزلې څپې راغلې وې، چارواکي وايي چې په دغه ولایت کې يې ۸ تنه مړه کړي او ۷۸ تنه يې ټپیان کړي دي. د ننګرهار د عامې روغتيا رييس مشال راډيو سره په خبرو کې وويل چې دا لا معلومه نه ده چې په مړو او ټپیانو کې څومره ماشومان او ښخې شاملې دي. دا ویډیو وګورئ