د پیښور ارمي پبلیک ښوونځي مخې ته دا دی د وسله والو طالبانو د خونړي برید یوه اونۍ وروسته هم د هغې ویرژنې پېښې ویر او ماتم سوړ شوی نه دی. خلک اوس هم دغه سکول ته ورروان دي او د هغې پېښې غندنه کوي. د ناورین ځپلي ښوونځي مخې ته یوې ماشومې نجلۍ فضیلت شینوارې د مشال راډيو له خبریال غلام غوث سره په خبرو کې پ